د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۳۱ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۴:۵۰

"د روان کال پسرلنیو سېلابونو څه باندې۸۰ تنه مړه کړي"


له طبیعي پېښو پر وړاندې د اماده ګۍ اداره وايي، د روان کال پسرلني بارانونو او سیلابونو د هېواد په یوشمېر شمالي، شمال ختیځو او مرکزي ولایتونو کې څه باندې ۸۰ کسان مړه کړي او خلکو ته یې مالي زیانونه هم اړولي دي.

که له یوې خوا د روان کال پسرلني بارانونو د کرنیزو محصولاتو د زیاتولو هیلې پیدا کړي خو له بلې خوا یې خلکو ته د سرومال زیانونه هم اړولي دي.

د افغانستان له طبیعي پېښو سره د مبارزي اداره وايي، دغه بارانونه چې په ځینو ولایتونو کې د زورورو سېلابونو د راوتلو لامل شول، خلکو ته یې مالي او ځاني زیانونه واړول.

د دې ادارې مرستیال محمد اسلم سیاس د چهار شنبې په ورځ ازادي رادیو ته وویل، دغو سیلابونو په شمالي، شمال ختیځو او مرکزي ولایتونو کې خلکو ته د سرومال زیانونه اړولي دي.

محمد اسلم سیاس
محمد اسلم سیاس

ښاغلي سیاس د دې بارانونو او سیلابونو د زیانونه په اړه وویل:

"د یوې میاشتې په اوږدو کې ۸۳ کسان وژل شوي، ۲۷ ټپیان او ګڼ شمېر کورونه ویجاړ شوي دي، همدارنګه کرنیزو ځمکو ته هم زیانونه رسېدلي خو د ځمکو زیانونه له یوې سیمې نه بلې ته توپیر لري."

ښاغلي سیاس وویل، دا زیانونه د تخار، بلخ، بدخشان، غور، جوزجان، سمنګانو، پنجشیر، بامیانو، دایکندي، لوګر او غزني ولایتونو خلکو ته اوښتي دي.

د افغانستان بزګران او باغ لرونکي وايي دغه بارانونه به په روان کال کې د دوی محصولات زیات او د اوبو د نشتوالي ستونزه به کمه کړي.

د افغانستان خلک وايي، په تېروکلونو کې یې دومره زورور بارانونه لږ لیدلي وو.

د زیانمو شویو سیمو خلک له حکومته غواړي چې له زیانمنو سره مرستې وشي.

د بدخشان د ولایتي شورا پخواني رئیس عبدالواحد طیبي له ازادي رادیو سره به خبرو کې د سیمې د خلکو ستونزې داسي بیان کړې:

" له بده مرغه په بدخشان ولایت کې عمومي سړک په ځینو ځایونو ستونزې پېښې کړي، کرنیزو ځمکو هم زیان لیدلی او کورونه هم ویجاړ شوي دي، سربېره د نوري فایبر سیسټم ته هم زیان رسېدلی او مخابراتي خدمات یې ټکني کړي دي."

سربېره پردې د غزني ولایت اوسیدونکی حکمت الله حکمت وايي، په دې ولایت کې هم خلکو ته زیانونه رسېدلي او د حکومت مرستې غواړي:

" د دې ولایت په ولسوالیو او کلیو کې ګڼې کرنیزې ځمکې، باغونه او ځینې کورونه ویجاړشوي دي،له حکومته هیله ده چې ژر تر ژره دې مالي او ځاني زیانونه سروې او مرستې دې ورسرهوکړي."

په دغو ولایتونو کې سږنې بارانونه لومړي بارانونه نه دي چې خلکو ته زیانونه رسوي بلکې څو کاله مخکې هم د یادو ولایتونو خلک له ورته پېښو سره مخ شوي وو.

د افغانستان له طبیعو پېښو سره د مبارزې اداره وايي، د وروستیو بارانونو او سیلاوونو له زیانمنو شویو سره د مرستو رسولو لړۍ روانه ده.

راپور: خان محمد سیند

XS
SM
MD
LG