د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۳۱ وری ۱۴۰۳ کابل ۱۱:۱۳

کابل ښاروالۍ د وزیراباد کانال جوړولو چارې تر لاس لاندې نیولې


د کابل ښاروالۍ سرپرست وايي، پر واټونو یې د اضافي اوبو د ډنډیدو د مخنیوي لپاره، د وزیر اباد د کانال د جوړولو هڅې تیزې کړي دي.

محمد اسلم اکرمي چې د سې شنبې په ورځ مشرانو جرګې استجواب کړی و، وویل چې د دې پروژې له پلې کېدو سره به د اضافي اوبو نوې فیصده مخه ونیول شي.

د موسمي بارانونو پرمهال د کابل ښار پر واټونو د اوبو ډنډیدل، ډېر ځلې د د ښار دا وسېدونکو د ستونزو سبب کېږي.

د کابل ښاروالۍ مسؤلین وايي، د دې ستونزې د اوارۍ لپاره پلان لري چې د ښار د وزیراباد کانال جوړ کړي.

د کابل ښاروالۍ سرپرست محمد اسلم اکرمي دا خبره د سې شنبې په ورځ د مشرانو جرګې په استجوابیه غونډه کې وکړه:

"د وزیراباد د کانال ډیزاین د نړیوال بانک په مرسته بشپړ او ۱۸میلیونه ډالره به پرې ولګیږي، ډېر ژر به تدارکاتو ته واستول شي، د دې پروژې له پلې کېدو سره به د اوبو۹۰ فیصده مخه ونیول شي."

کابل ښار اوسمهال کانالیزاسیون نه لري، ډېر سړکونه او لارې او کوڅې لا پخې نه دي او اکثره ودانۍ یې پرته له پلانه جوړې شوي دي.

د دې ښار اوسیدونکي هغه مهال له ستونزو سره مخ کېږي چې د بارانونو اوبه په لارو، کوڅو او واټونو ډنډ شي او د وتلو لاره یې نه وي.

کابل ښاروال وايي، سږني موسمي بارانونه بې ساري وو، خو دوی وتوانېدل د واټرپمپونو په ذریعه، له واټونو او کوڅو څخه ډېرې اوبه وباسي.

سناتورانو د کابل ښار وال په استجوابیه غونډه کې داهم وویل، له مختلفو اړخو د کابل ښار اوسنې وضعیت د اندېښنې وړ دي او کابل ښاروالۍ د شته ستونزو اوارۍ ته اقدام وکړي.

سناتور ګل احمد عظیمي وویل:

"ترهغې چې زموږ ښار کانالیزاسیون ونه لري، هیڅکله به یو معیاري ښار ، ونه لرو، کابل ښار د ګاونډیو له ښارونو سره د مقایسې وړ نه دی."

افغان مسؤل چارواکي وايي، په دې ښار کې د نفوسو د زیاتوالي له امله، ښاریانو ته د لازمو خدماتو رسول هم له ستونزو سره مخ شوي دي.

د ښاري خدماتو د رسولو متخصص پردېس رسولي ازادي راډیو ته وویل، ترهغې چې په کابل ښار کې دنفوسو د زیاتوالي مخه ونه نیول شي اومعیاري ښارونه زیات نه شي، کابل ښاروالۍ په لږو مالي او تخنیکي امکاناتو نه شي کولی چې د خلکو ستونزې اوارې کړي.

راپور: خان محمد سیند

XS
SM
MD
LG