د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
سه شنبه ۲۸ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۱:۲۴

د افغان ماشومانو په اړه د ملګروملتونو اندېښنې

د ملګرو ملتونو سازمان تعلیم او روغتیايي خدمتونو ته د افغان ماشومانو ډېري برخو ته نه لاس رسی د اندېښنې وړ موضوع بللې ده.

په افغانستان کې د دغه سازمان مرستندویه دفتر "یوناما" او د ماشومانو لپاره د مرستو وجهي صندوق "یونیسیف" په ګډه په یوه راپور کې ویلي چې تاوتریخوالي او جګړو ډیری افغان ماشومان له زده کړو او روغتیايي خدمتونو ته له لاس رسي بې برخې کړي دي.

ملګري ملتونه وايي چې د جګړو او تاوتریخوالي له امله ډیری افغان ماشومان له زده کړو لېرې پاتې دي او روغتیايي خدمتونه نه ور رسیږي.

په افغانستان کې د ملګرو ملتونو مرستندویه ماموریت او د ماشومانو وجهي صندوق د ۲۰۱۳ کال له جنورۍ نه د ۲۰۱۵ کال تر ډیسمبره پورې له زده کړو او روغتیايي خدمتونو څخه د محرومو افغان ماشومانو په اړه یو رپوټ خپور کړی دی.

په افغانستان کې د ملګرو ملتونو د سرمنشي خاص استازي او د یوناما رییس نیکولاس هایسم ویلي چې د یاد رپوټ موندنې سختې د اندېښنې وړ دي او دا د منلو نه ده چې د جګړو له امله ډېر شمېر ماشومان له ښوونې او روزنې بې برخې پاتې وي.

د یوناما او یونیسیف په دغه رپوټ کې راغلي په ۲۰۱۵ کال کې د تعلیمي او روغتیايي برخو له کار کوونکو سره د تاوتریخوالي ۲۵۷ پېښې ثبت شوي چې د ۲۰۱۴ په پرتله ۱۸۰ فیصده تاوتریخوالی زیاتوالی ښيي.

د رپوټ له مخې کوم تاوتریخوالي چې له روغتیايي کار کوونکو سره شوې او په مستقیمه توګه یې ماشومان اغېزمن کړي د ۲۰ روغتیايي کار کوونکو وژنه،د ۴۳ ټپي کېدل او د ۶۶ نورو د تښتولو پېښې شاملیږي.

له ښوونکو سره د تاوتریخوالي ۱۳۲ پېښې په ثبت رسیدلي چې په کې د ښوونې د برخې د ۱۱ کارکونکو وژنه، د ۱۵ ټپي کېدل او د ۴۹ نورو تښتول شامل دي.

د جګړو په خاطر په ۲۰۱۵ کال کې ۳۶۹ ښوونځي هم بند پاتې و چې ۱۳۹۰۰۰ زده کوونکي او ۶۰۰ ښوونکي یې اغېزمن کړي دي.

د یونیسیف استازی اکلیل ایر ویلي چې جګړو او ورسره جوخت تاوتریخوالي په ۲۰۱۵ کال کې ډېر ماشومان له زده کړو او روغتیايي خدمتونو بې برخې کړي چې دې کار بې وزلي هم زیاته کړې ده.

اخوا د یوناما د بشري حقونو رییس دانیل بیل ویلي چې له جګړو نه زیږیدلي تاوتریخوالي نه یواځې ماشومان ګواښوي بلکې هغوی د تعلیم او روغتیايي خدمتونو اساسي حقونو څخه بې برخې کوي.

د ملګروملتونو سازمان په یاد رپوټ کې د جګړو له ښکېلو خواوو په جدي توګه غوښتنه شوې ده چې تعلیم او روغتیايي خدمتونو ته د افغان ماشومان د لاس رسي زمینه برابره کړي.

صفي الله ستانکزی

XS
SM
MD
LG