د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
پنجشنبه ۹ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۶:۳۱

د لوګر ځوانانو د لوړو زده کړو اسانه چانس پیدا کړ


د لوګر ولایت ۲۰۰زده کوونکو ته کوم چې د کانکور په ازموینه کې يې حکومتي پوهنتونونو ته لاره نه ده پیدا کړې، په اتیا سلنه کمښت د لوړو زده کړو زمینه برابره شي.

همدارنګه لس هغه ځوانان چې معیوب او بې وزله وي، دوی به په وړیا ډول لوړو زده کړو ته جذب شي.

یادې څرګندونې د یکشنبې پر ورځ د دنیا خصوصي پوهنتون چارواکو د لوګر ولایت د ځوانانو او د دولسمو ټولګیو د فارغانو سره د ګډې ناستې پر مهال وکړې.

د یاد پوهنتون رييس ډاکټر جاوید سنګدل ازادي راډیو ته وویل، چې دا ګام يې د لوګر د ځايي چارواکو د پرلپسې غوښتنو او ځوان نسل ته د زده کړو د فرصتونو د برابرولو په موخه اوچت کړی دی.

ډاکټر جاوید سنګدل زیاتوي:

"دوه سوه ځوانان موږ په اتیا سلنه کمښت چې په کلني ډول يې محاسبه کړو، هر کال يې فیس اتیا زره افغانۍ کیږي، خو دوی یوازې په ټول کال کې خپل اداري لګښتونه ورکوي، لس تنه معیوبین چې په لوګر کې فزیکي توانمندي ونلري، دوی په وړیا ډول چې که محاسبه وشي، درې میلیونه او دوه سوه زره افغانۍ کیږي په وړیا توګه د فول سکالرشیپ په ډول د لوګر والي ته ورکوو."

د دنیا پوهنتون رييس زیاتوي، چې دوی د هغو لیسانسه ځوانانو لپاره هم پنځوس سلنه تخفیف په پام کې نیولی چې غواړي د ماسټری په کچه تحصیلات وکړي.

یو تن ځوان چې د ماسټری د دورې لپاره د تخفیف پر اعلانیدو او د تحصیلاتو د دوام لپاره چمتو شویو شرایطو ته خوښ دی وايي:

"نوم مې محمد کاظم دی، زه لیسانس یم خوشبختانه نن چې په لوګر کې د دنیا پوهنتون لخوا کومه غونډه جوړه شوې وه، سیمه والو ته يې زیری ورکړ چې لوړې زده کړې لري او د اقتصادي ستونزو له کبله نشي کولای چې خپلې ماسټری ته دوام ورکړي، دوی ورته د پنځوس فیصده تخفیف اعلان وکړ او لدې چانس په استفادې به موږ د ماسټری څخه برخمن شو."

د نظر خاوند عبدالرحمن تسل پدې اند دی، چې نن سبا د ټولنې ځوان قشر د زده کړو اړتیا محسوسه کړې ده او دوی دا انګیزه اخیستې چې د زده کړو پرته تیاره ده او پرمختګ ممکن نه دی:

"زه عبدالرحمن تسل یم، که موږ وګورو، نوره نړۍ د ډېرې چټکې پرمختیا په درشل کې ده، دلته اوس ځوانانو هم دا تشه محسوس کړې ده، چې کوم ځای نالوستي وي، هلته پرمختګ نشته، هلته تیاره وي، دوی اوس انګیزه اخیستې او چارواکي هم پدې هڅو کې دي چې ځوان نسل ته د تعلیم انګیزه ورکړي."

په دې وروستیو کالونو کې په افغانستان کې یو زیات شمېر د لوړو زده کړو او نیمه لوړو او مسلکي زده کړو موسسې جوړې شوي، چې زرګونو افغاني ځوانانو ته په کې د تحصیلاتو زمینې برابرې شوې دي، دنیا پوهنتون هم په ۲۰۰۸ زیږدیز کال تاسیس شوی، تر اوسه ترې ۱۰۵۰ کسه ځوانان په بېلابېلو برخو کې فارغ شوي او دامهال شپږ زره محصلان لري.

نجیب الله الوخېل

XS
SM
MD
LG