د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۱۰ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۱:۳۳

"د هلمند ګڼو ښوونځیو کې پوځي اډې جوړې شوي"


د بريتانيا چاپ ګارډين ورځپاڼې په خپله پرونۍ ګڼه کې په هلمند ولايت کې د بريتانيا په مرسته د رغول شويو ښوونځيو په باب ليکنه خپره کړې چې اوس په کې د ملي اردو سرتېرو اړولي دي.

ګارډين ليکلي داسې معلومات يې ترلاسه کړي چې په هلمند ولايت کې دوه ښوونځي چې د بريتانيا په مالي مرسته رغول شوي وو، اوس د افغانستان د ملي اردو له خوا د پوځي اډو په توګه کارول کېږي.

ورځپاڼه ليکي، زده کوونکي لا هم د نادعلي ولسوالۍ په سيد اباد سيمه کې له دغه ښوونځي څخه چې د ولايتي بيارغونې د ډلې يا PRT له خوا څه باندې يولک او څلوېښت زره امريکايي ډالره ورکړل شوي وو، استفاده کوي، خو سرتېرو د ښوونځي پر بام د پهرې لپاره ابتدايي ځاى جوړ کړى او له درنو وسلو سره د ښوونځي په انګړ کې ګرځي راګرځي.

بل ښوونځى د نادعلي ولسوالۍ په چاه انجير سيمه کې دى چې د بريتانيا د حکومت په څه کم شپږلکه او څلوېښت زره امريکايي ډالرو مالي مرستې بيارغول شوى دى.

ګارډين ليکي، دغه ښوونځى شپږ مياشتې کېږي چې له زده کوونکو تش دى، خو اوس يې د ملي اردو سرتېري د پوستې په توګه کاروي.

ګارډين ورځپاڼه د مطلب په دوام زياتوي، په افغانستان کې ملکي تلفات زيات شوي او کله چې ښوونځي هم د جنګي اهدافو لپاره کارول کېږي، دا خطر شته چې ماشومان په جګړه کې راګير پاتې شي.

د مطلب په حواله د ناامنيو له کبله په هرو څلورو وژل شويو يا هم ټپيانو کې يو يې ماشوم دى.

ډېرى بريتانوي ځواکونه په هلمند کې دېره وو او ډېرى بريتانوي پوځيان په همدې ولايت کې وژل شوي دي.

اوس جنګ د دغه ولايت هغو ساحو ته رسېدلى چې څو مياشتې مخکې تر ډېره امن وې.

سټار ټربيون:

له امريکا خپرېدونکې ورځپاڼې سټار ټربيون په خپله پرونۍ ګڼه کې په کندوز ولايت کې د وسله والو طالبانو پر وروستۍ شنډه شوې حمله ليکنه خپره کړې ده.

په مطلب کې راغلي، افغان قواوو پر کندوز ښار د وسله والو طالبانو يوه حمله په شا وتمبوله.

وسله والو تېر کال دغه ښار د لنډ مودې لپاره نيولى و.

د کندوز امنيه قوماندان جنرال محمد قسيم جنګل باغ پرون ويلي چې په کندوز کې امنيتي وضعيت ښه شوى دى.

سټار ټربيون ليکلي، وسله والو طالبانو د جمعې سهار وختي پر کندوز حمله وکړه، څو ساعته يې جګړې دوام وکړ.

افغان چارواکو په وروستۍ وسله واله نښته کې د څلوېښتو سخت دريځو وسله والو او څلورو افغان پوځيانو د وژل کېدو خبر ورکړى دى.

په مطلب کې راغلي، وسله والو طالبانو تېر کال دڅو ورځو لپاره کندوز ښار نيولى و.

وروسته په دغه ښار کې د امريکا په هوايي ملاتړ د دوو اوونيو لپاره پوځي عمليات وشول.

سټار ټربيون ليکي، دا له ٢٠٠١میلادي کال راوروسته پر يوه ښاري سيمه د وسله والو تر ټولو لويه حمله وه.

XS
SM
MD
LG