د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
سه شنبه ۴ غویی ۱۴۰۳ کابل ۰۵:۲۵

سارک: افغانستان د پانګونې لپاره ګڼ فرصتونه لري


په کابل کې د سارک غړو هېوادونو غونډه
په کابل کې د سارک غړو هېوادونو غونډه

د جنوبي اسیا هېوادونو د همکارېو سازمان سارک وايي، په افغانستان کې د پانګونې لپاره ګڼ فرصتونه شته خو ضروري ده چې له دغو فرصتونو لازمه استفاده وشي.

د سارک سازمان د سواګرۍ خونې رییس چې په کابل کې یې ددغه سازمان په لومړنۍ ناسته کې خبرې کولې، پر ټولو غړېو هېوادونو غږ وکړ چې د افغانستان او سیمي د سوداګرۍ او اقتصادي ودې لپاره جدي هڅې وکړي.

افغان چارواکو بیا د افغانستان او سیمې د سوداګرۍ او اقتصادي ودې د مخنیوي لوی لامل د سیمې د هېوادونو ترمنځ سیاسي اختلافات بولي.

د لومړي ځل لپاره په کابل کې د سارک سازمان د خصوصي سکتور د برخې غونډه جوړه شوه.

په دې ناسته کې د هند، پاکستان، نیپال، مالدیف، بنګلدیش، بوتان او سریلانکا هېوادونو څخه د خصوصي سکتور د برخې استازو ګډون کړی و.

د سارک سازمان د سوداګرۍ خونې رییس سورج ویدیا وايي، افغانستان د پانګونې لپاره ګڼ فرصتونه لري خو ضروري ده چې له دغو فرصتونو په هغه شکل چې لازمه ده استفاده وشي.

د افغانستان د سوداګرۍ وزارت مرستیال مزمل شینواری وايي، تر هغو چې د سیمې په کچه د هېوادونو ترمنځ سیاسي اختلافات حل نه شي مشکله به وي چې په سیمه کې سوداګري پراختیا وکړي.
د افغانستان د سوداګرۍ وزارت مرستیال مزمل شینواری وايي، تر هغو چې د سیمې په کچه د هېوادونو ترمنځ سیاسي اختلافات حل نه شي مشکله به وي چې په سیمه کې سوداګري پراختیا وکړي.

ښاغلی ویدیا سپارښتنه کوي چې د سارک سازمان غړي هېوادونه باید ژر تر ژره خپلمنځي ستونزې حل او د سیمې د اقتصادي ثبات په برخه کې جدي ګامونه پورته کړي.

ښاغلي ویدیا زیاته کړه:

"موږ باور لرو چې په افغانستان کې د سوداګرۍ او پانګونې په برخو کې فوق العاده ظرفیت او فرصت شته؛ ستاسو هېواد د جنوبي اسیا د نورو هېوادونو په څېر له هغو مشکلاتو راوځي چې په تېر کې مو درلودل نو ځکه دلته د زراعت، تورېزم او په نور بنسټیزو برخو کې د پانګونې لپاره کافي فرصتونه موجود دي."

د جنوبي اسیا هېوادونو د همکارېو سازمان سارک په ۱۹۹۲ میلادي کال کې د سیمې د هېوادونو ترمنځ د سیاسي او اقتصادي همکارېو د لا پراختیا او پیاوړتیا په هدف جوړ شو چې افغانستان یې په ۲۰۰۸ میلادي کال کې غړیتوب ترلاسه کړ.

که څه هم وړاندې دغه سازمان د افغانستان په باب ناستې درلودې خو دا لومړی ځل دی چې د دغه سازمان د سوداګرۍ خونې مسولین په کابل کې د ګډو اقتصادي فرصتونو په اړه له افغان چارواکو سره هر اړخیزې خبرې کوي.

افغان چارواکي که څه هم په کابل کې د سارک غونډه د افغانستان لپاره مهمه بولي خو هیله ښیي چې په دغه ناسته کې کیدونکې پریکړې عملي شي.

د جنوبي اسیا هېوادونو د همکارېو سازمان سارک په ۱۹۹۲ میلادي کال کې د سیمې د هېوادونو ترمنځ د سیاسي او اقتصادي همکارېو د لا پراختیا او پیاوړتیا په هدف جوړ شو.
د جنوبي اسیا هېوادونو د همکارېو سازمان سارک په ۱۹۹۲ میلادي کال کې د سیمې د هېوادونو ترمنځ د سیاسي او اقتصادي همکارېو د لا پراختیا او پیاوړتیا په هدف جوړ شو.

د افغانستان د سوداګرۍ وزارت مرستیال مزمل شینواری وايي، تر هغو چې د سیمې په کچه د هېوادونو ترمنځ سیاسي اختلافات حل نه شي مشکله به وي چې په سیمه کې سوداګري پراختیا وکړي.

ښاغلي شینواري زیاته کړه:

"پُټینشل ډېر زیات دی ولې غټ او عمده مشکل زموږه دغه سیاسي ستونزې دي د ملکونو په منځ کې ترڅو چې زموږ سیاسي خلک دغه مشکلات حل نه کړي موږ یې نه شو کولای چې د تجارت سرمایه ګذارۍ او اقتصادي روابطو ته وده ورکړو."

په ورته وخت د افغانستان د سوداګرۍ خونه بیا انتقاد کوي چې افغانستان له پاکستان او هند نه پرته د سارک سازمان له هېڅ بل غړي هېواد سره سوداګریزه راکړه ورکړه نه لري.

د دغې خونې عامل رییس عتیق الله نصرت ټرانسپورتي او د ویزو نه ورکړه د سارک له هېوادونو سره د سوداګرۍ په برخه کې جدي ستونزې وبللې.

په ورته وخت کې یو شمېر افغان سوداګر بیا د سارک سازمان مهم رول ته په اشارې سره وايي چې دغه سازمان باید د سیمې هېوادونو ترمنځ د اقتصادي او سوداګریزو مشکلاتو د حل په برخه کې خپل اغیزمن رول ولوبوي.

افغان سوداګر رحم الدین حاجي اغا وايي، که څه هم د سارک سازمان له جوړېدو شاوخوا پنځه وېشت کاله کیږي خو دغه سازمان تراوسه د سیمې په کچه د شته مشکلاتو په باب د پام وړ هڅې نه دي کړي.

محمد حدیث پردېس

XS
SM
MD
LG