د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
شنبه ۱ غویی ۱۴۰۳ کابل ۰۶:۱۴

پاکستان: فيصل اباد کې ترافيکي پېښې ١٩ کسان مړه کړي


د پاکستان د پنجاب صوبې په فيصل اباد سيمه کې د يو مسافر وړونکي بس او ټريلر ترمنځ ټکر شوى چې د چارواکو په وينا د ماشومانو او ښځو په ګډون يې لسګونو کسانو ته مرګ ژوبله اړولې ده.

د فيصل اباد ځايي امنيتي چارواکو رسنيو ته ويلي چې دا پېښه د چهارشنبې په ورځ سهار د فيصل اباد او صادق اباد پر لويه لار په ټهيکري والا سيمه کې هغه وخت رامنځته شوه چې مسافر وړونکى بس له يوه مخامخ راتلونکي ټريلر سره ټکر شو چې په نتيجه کې يې لږ تر لږه ١٩ کسان مړه او ۱۵ تنه ټپيان شول.

د چارواکو په وينا په مړو کې ٢ ماشومان او ٢ ښځې هم شاملې دي او په زياتوي چې د پېښې ټپيان د پېښې ځاى ته نږدې روغتونونو ته وړل شوي چې د ډېرو روغتيايي حالت په کې د اندېښې وړ دى او ښايي د مړو شمېر لوړ شي.

د پوليسو يوه ځايي مشر افضل احمد کهوسا فرانسپريس خبري اژانس ته په دغه ترافيکي پېښې کې د ١٩ کسانو د مړينې پخلى کړى چې ماشومان او ښځې هم په کې يادوي.

په عين حال کې د فيصل اباد د الايډ هسپتال يوه چارواکي ډاکټر نعيم هاشمي دغه اژانس ته ويلي چې دغه روغتون ته ١۵ ټپيان ور وړل شوي چې دا مهال تر درملنې لاندې دي او د دوو روغتيايي حالت په کې د اندېښنې وړ دى.

دا لومړى ځل نه دى چې په پاکستان کې د ترافيکي پېښې له امله لسګونو کسانو ته مرګ ژوبله اوړي، بلکې پخوا هم خونړي ټکرونه رامنځته شوي چې لامل يې خراب و کنډ و کپر سړکونه او د ډرېورانو بې احتياطي ګڼل کېږي.

د رسنيو د راپورونو له مخې، په پاکستان کې يوازي په ٢٠١٣میلادي کال کې د مسافر وړونکو بسونو او نورو موټرونو د ټکرونو له امله لږر تر لږه٤٦٠٠ کسانو خپل ژوند له لاسه ورکړى و.

د يادونې وړ ده چې د پنجاب صوبې وزير اعلى شهباز شريف په فيصل اباد کې د بس او ټرېلر په ټکر کې د وژل شويو کسانو له کورنيو سره خواشيني ښودلې او د ټپيانو د ښې او چټکې درملنې امر يې ورکړى دى.

راپور: ذبيح مومند

XS
SM
MD
LG