د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
پنجشنبه ۶ غویی ۱۴۰۳ کابل ۱۰:۱۰

ماینونو له ګڼو افغانانو د ژوند خوند اخستی


ماین هغه پټ دښمن دی چې په هیڅ چا زړه خوږی نه لري، په افغاني ټولنه کې به داسې کورنۍ ډېرې کمې پیدا شي چې له ماین نه به بدې خاطرې ونه لري.

چا خپل نږدې دوستان له لاسه ورکړي او د چا خو هم لاس پښې د ماین په چاودنه کې غوڅ شوي دی، په افغانستان کې د ماین پاکۍ موسسو په ۱۹۸۹ کال کې خپل کار پیل کړی، د دوی د سروې له مخې تر اوسه ۸۰ فیصده ماینونه پاک شوي، خو بیا هم په لرو پرتو سیموکې عام وکړي د ماین له پېښو سره مخ کېږي.

راځو هغو کسانو ته چې په ماین وربرابر شوي او د بدن غړي یې قطع شوي، محمد نعیم چې پښه یې غوڅه شوې له ژوند نه ډېر ناخوښ ښکاري.

د ماین له پېښو سره مخ شوی کسان اکثره یې داسې څوک دي چې د کورنۍ نفقه ور په غاړه ده، کریم الله وایي چې اوس دې ته حیران یم چې خپلو بچو ته یوه مړۍ ډوډۍ څه ډول پیدا کړم.

د پروګرام اورېدو لپاره لاندې لېنک کېکاږئ:

هيله ده انتظار وکړئ
Embed

No media source currently available

0:00 0:12:34 0:00
مستقیم لېنک

XS
SM
MD
LG