د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
شنبه ۱ غویی ۱۴۰۳ کابل ۰۹:۰۶

د ورکو بلوڅانو کورنيو د لوږې درې ورځنى اعتصاب پيل کړى


په بلوچستان کې د ورکو بلوڅانو لپاره د ږغ پورته کوونکي سازمان مشر او د ورکو بلوڅو د کورنيو خلکو په کوټه کې وروسته له هغه درې ورځنى د لوږې اعتصاب پيل کړى چې د کلات سيمې په عملياتو کې د وژل شوېو شاوخوا ۳۰تنو مړي د کوټې دولتي روغتون ته ور وړل شول. دوى وايي دا د ورکو بلوڅانو مړي دي، خو د پېژندلو نه دي.

د کوټې دولتي روغتون ته پرون د شاوخوا دېرشو تنو مړي راوړل شول چې د داخله چارو د وزير مير سرفراز بګټي په وينا د کلات په جوهان سيمه کې د پلټنې په عملياتو کې وژل شوي وو، خو د ورکو بلوڅانو لپاره د ږغ پورته کوونکي سازمان مشر نصرالله بلوڅ وايي، په اوسنيو عملياتو کې هسې د وسله والو د وژل کېدو ادعا کېږي چې وايي، دا په اصل کې ورک بلوڅان دي چې دوى يې د عملياتو په پلمه مړي و غورځوي او رسنيو ته ووايي چي دوى وسله وال بلوڅانو په عملياتو کې وژلي دي.

ښاغلي بلوڅ زیاته کړه:

"په بلوچستان کې هره ورځ خراب شوي مړي غورځول کېږي، خو حکومت ادعا کوي چي دا د خپلواکي غوښتونکيو مړي دي چې په عملياتو کې د ډزو په تبادله کې وژل شوي دي، خو په بلوچستان کې چې څومره عمليات هم شوي او خلک په کې وژل شوي، مړي يې ورک بلوڅان پېژندل شوي دي."

ښاغلي بلوڅ زیاته کړه په بلوچستان کې هره ورځ خراب شوي مړي غورځول کېږي
ښاغلي بلوڅ زیاته کړه په بلوچستان کې هره ورځ خراب شوي مړي غورځول کېږي

د ورکو بلوڅانو لپاره د ږغ پورته کوونکي سازمان مشر نصرالله بلوڅ د يکشنبې په ورځ د ورکو بلوڅانو د کورنيو له غړېو سره په دې اړه د کوټې د پريس کلب څنګ ته د لوږې درې ورځنى اعتصاب پيل کړى دى:

"زموږ د دې احتجاجي کېمپ مقصد دا دى چې له بلوچستانه امنيتي ادارو زموږ خلک په جبري ډول وړي دي، هغوى له څو کلونو ورک دي خو نه خوشې کېږي، نه په حکومتي او نه په عدالتي کچه د هغوى د خلاصون لپاره عملي ګامونه اخيستل کېږي."

د دې درې ورځني اعتصاب په لومړۍ ورځ په احتجاجي کېمپ کې څو کم عمره بلوڅې نجونه هم ورسره ناستې وې چې د خپلو کورنيو د ورکو کسانو لپاره يې احتجاج کاوه.

په دوى کې يوه بي بي ناديه هم شامله ده چې وايي، نيکه يې علي اصغر بنګولزى له ډېرو کلونو راهيسې په مرموز ډول ورک شوى دى:

"زه د خپل نيکه لپاره د خلاصون لپاره د لوږې په اعتصاب ناسته يم، ۱۴ کاله کېږي چي هغه په جبري ډول تښتول شوى دى، زه د انصاف له نړيوالو ادارو غواړم چې زما د نيکه او نورو ورکو بلوڅانو د خلاصون په برخه کې خپل رول تر سره کړي."

د بلوچستان د ايالتي حکومت وياند انوارالحق کاکړ د ورکو بلوڅانو لپاره د ږغ پورته کوونکي سازمان د مشر دغه ادعا ردوي چې ګواکې امنيتي ادارو دي په عملياتو کې بې ګناه خلک يا ورک بلوڅان وژلي وي، هغه وايي، د دوى خلک د خپلواکي غوښتونکي په کېمپونو کې وسله وال فعاليت کوي، خو چې و وژل شي دوى وايي، دا د دوى ورک خلک وو.

د يادونې وړ ده چې د ورکو بلوڅانو لپاره د ږغ پورته کوونکي سازمان مرستيال مشر ماما قدير بلوڅ او د يوه ورک بلوڅ ځوان ذاکر مجيد بلوڅ خور فرزانه مجيد له تېرو پينځو شپږو کلونو راهيسې د کوټې او کراچۍ د پريس کلبونو مخې ته پرله پسې اعتصابونه وکړل، خو دا مهال هغوى د ورکو بلوڅانو د خلاسون لپاره په نړيواله کچه د ږغ پورته کولو لپاره په امريکا کې دي او سازمان يې له څو مياشتني ځنډ وروسته يو ځل بيا د لوږې په اعتصاب لاس پورې کړ.

رپوټ: بارکوال مياخېل- کوټه

XS
SM
MD
LG