د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
پنجشنبه ۶ غویی ۱۴۰۳ کابل ۰۸:۴۳

سروې: لاهم افغان سوداګرې مېرمنې له ستونزو سره مخ دي


د سولې او ډیموکراسۍ د برابرۍ موسسې نوې سروې ښيي چې افغان متشبثې ښځې لاهم له ګڼو ستونزو سره مخ دي.

یادې موسسې له لسګونو ښځو او اقتصادي کارپوهانو سره د مرکو پر مټ په یوې څېړنه کې د متشبثو ښځو د کار په وړاندې مهم خڼدونه موندلي او د حکومت پاملرنه یې ورته غوښتې ده.

دغه موسسه وايي، که دغو ستونزو ته د اواري لار ولټول شي حکومتي عواید به نور هم زیات شي.

د مالي سرچینو او کارځای نه شتون دغه شان ټولنیز او سیمه ییز خنډونه د افغان سوداګرو ښځو مهمې ستونزې ګڼل کېږي.

د سولې او ډیموکراسۍ د برابرۍ موسسې له لسګونو ښځو او اقتصادي کارپوهانو سره د مرکو په مټ په یوې څېړنه کې د متشبثو ښځو د کار په وړاندې مهم خنډونه موندلي او د حکومت پاملرنه یې ورته غوښتې ده.

د دغې موسسې ریس محمد ادریس عمر زاده رسنیو ته په خبرو کې وویل، که د ښځو اقتصادي پرمختګ ته اسانتیاوې برابرې شي د افغان دولت عواید به تر پخوا زیات شي.

ښاغلي عمر زاده زیاته کړه:

"که په سوداګریزو او د کارموندنې په برخه کې د ښځو رول پیاوړی شي، ښځې کولای شي چې د کارموندنې په برخه کې په سلو کې څلوېښت د ټولنې لپاره ګټورې تمام شي او دا په ټوله کې کولای شي د هېواد ملي عواید زیات کړي او نه یوازې ښځو بلکه نارینوو ته هم کیدای شي کارموندنه وشي."

د مالي سرچینو او کارځای نه شتون دغه شان ټولنیز او سیمه ییز خنډونه د افغان سوداګرو ښځو مهمې ستونزې ګڼل کېږي.
د مالي سرچینو او کارځای نه شتون دغه شان ټولنیز او سیمه ییز خنډونه د افغان سوداګرو ښځو مهمې ستونزې ګڼل کېږي.

که څه هم په تېرو ۱۴کلونو کې د افغان سوداګرو وضعیت د پخوا په پرتله ډېر ښه شوی خو یو شمېر کارپوهان وايي چې لاهم متشبثې ښځې له یو شمېر ستونزو سره مخ دي چې باید ورته حل لارې ولټول شي.

اوس مهال په سلګونه افغان ښځې په بېلابېلو برخو کې فعالیت لري په ځانګړي ډول د کرنې، صنایعو او په تولیدي برخه کې.

د سولې او ډیموکراسۍ د برابرۍ د موسسې د څېړنې په یوې برخه کې راغلي چې سوداګرې مېرمنې د پورونو د ورکړې او د تضمین ورکولو څرنګوالي اندېښمنې کړي او له حکومته غوښتل شوي چې دغه ستونزې په پام کې ولري.

په ورته وخت کې د افغانستان د سوداګرۍ او صنایعو د وزارت چارواکو د چهارشنبې په ورځ په یوې خبري ناسته کې وویل، دوی په یو شمېر پروګرامونو کار کوي چې د سوداګرو ښځو، بانکونو او پور ورکوونکو بنسټونو ترمنځ ستونزې اوارې کړي.

همدارنګه په افغانستان کې د امریکا د متحده ایالاتو د سولې د انسټیټیوټ ریس شاه محمود میاخېل چې په دغه ناسته کې یې ګډون درلود وايي، په دې وروستیو کې افغان متشبثو ښځو ښه پرمختګونه درلودل خو نوښت په کې نه وو.

ښاغلی میاخېل وايي، اړتیا ده چې حکومت د ټرانسپورټ د اسانتیاوو د برابرولو ترڅنګ د ښځو لپاره د تثبیت اسانتیا هم برابره او پر عملي پالیسیو کار وکړي.

هغه زیاته کړه:

"زموږ ډېرۍ پالیسۍ عملي اړخ نه لري او خیالي دي، موږ د ساده او د استفادې وړ پالیسیو غوښتونکي یو، اړتیا ده چې د خصوصي سکتور په ځانګړي ډول ښځو ته اسانتیاوې برابرې شي."

هغه افغان متشبثې ښځو چې په دغه غونډه کې یې ګډون کړی و وايي، دوی په افغانستان کې له ناسمو رسمونو او عنعنو نه زورېږي او ډېر ځله جایداد ته د دوی نه لاس رسی د دوی د سوداګریزو فعالیتونو د پراختیا په وړاندې خنډ ګرځي.

له دغو ښځو له ډلې څخه منیژه وافق له دولت غواړي چې د دوی ستونزو ته پام واړوي او د نندارتونونو په جوړولو سره دوی ته د اقتصادي پرمختګ زمینه برابره کړي.

اجمل تورمان

XS
SM
MD
LG