د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
شنبه ۱ غویی ۱۴۰۳ کابل ۱۱:۵۸

هرات کې د اورګاډي د پټلۍ تخنیکي او اقتصادي مطالعات پیل شول


د فواید عامې وزارت، له تورغونډۍ بندره تر هرات پورې د اورګاډي د پټلۍ د تخنیکي او اقتصادي مطالعاتو کار پیل کړ.

د دې مطالعاتو د ترسره کولو تړون د دوشنبې په ورځ په کابل کې د فواید عامې د وزیر او د یوې کاناډايي کمپنۍ د مسوول ترمنځ لاسلیک شو.

د دې پروژې اوږدوالی۲۰۰ کیلومتره دی او پر تخنیکي او اقتصادي مطالعاتو به ېې د اسیايي پراختیايي بانک، څه باندې یو نیم میلیون ډالره ولګیږي.

د افغانستان د فواید عامې وزارت وايې، له تورغونډۍ څخه د هرات تر هوايې ډګره پورې د اورګاډي پټلۍ، د وریښمو د لارې د پروژې یوه برخه ده چې افغانستان د ترکمنستان او اذربایجان له لارې، له اروپا سره نښلولی شي.

د دې پروژې د تخنیکې او اقتصادي مطالعاتو تړون د دوشنبې په ورځ په کابل کې د فواید عامې د وزیر محمود بلیغ او د یوې کاډايي کمپنۍ"کاناريل" د مسوول ترمنځ لاسلیک شو.

ښاغلي بلیغ دغه پژوره د هېواد شمال لویدیځو ولایتونو د تجارتي او اقتصادې پراختیا لپاره مهمه وګڼله.

ښاغلي بلیغ د یادې پروژې د ځانګړتیاوو په اړه وویل:

"د تور غونډۍ بندر تر هرات ښار پورې د اورګاډي د پټلۍ د اقتصادي او تخنیکي مطالعاتو تړون، د یوې کاناډايې کمپنۍ سره لاسلیکوو. د دې پټلۍ اوږدوالی شاوخوا ۲۰۰ کیلو متره دی. د دې د مطالعاتو لپاره څه باندې ۱،۶میلیونه امریکايې ځانګړې شوي او د ورکړې ژمنه اسیايي پراختیايي بانک پرغاړه اخیستې ده."

ښاغلي بلیغ دا هم وویل، د تور غنډۍ هرات ترمنځ د اورګاډي پټلۍ د هغې پنځه اړخیزې ټرانزیټي او تجارتي پروژې یوه برخه هم ده چې چین، قرغزستان، تاجکستان، افغانستان او ایران په کې شامل دي او د افغانستان له لارې به د چین او منځنۍ اسیا تجارتي اړیکې له ایران سره ټینګ کړي.

ښاغلي بلیغ دغه پژوره د هېواد شمال لویدیځو ولایتونو د تجارتي او اقتصادې پراختیا لپاره مهمه وګڼله.
ښاغلي بلیغ دغه پژوره د هېواد شمال لویدیځو ولایتونو د تجارتي او اقتصادې پراختیا لپاره مهمه وګڼله.

د فواید عامې وزیر دا هم وویل، سربېره پردې د اقینې له بندره تر اندخوې، شبرغان، مزارشریف او کندز ښار پورې، د اورګاډي د پټلۍ مطالعات هم بشپړیدو ته نږدې دي.

د کانارېل، کاناډايي کمپنۍ مسوول "کمار" هیله وښوده چې د تور غونډۍ هرات ترمنځ د اورګاډي پټلۍ د پروژې مطالعات به، له ۶ میاشتو څخه په لږه موده کې بشپړ کړي.

ښاغلي کمار زیاته کړه:

"موږ باید تر سيپټمبره پورې دا پروژو بشپړه کړو.موږ مخکې له دې د اقینې او شیرخان بندر ترمنځ په پروژه کې مرسته کړې.طبیعې خبره ده چې په هره پروژه کې ستونزې وي خو موږ هڅه کوو چې دا پروژه له ټاکلي وخته دمخه بشپړه شي."

د فواید عامې وزارت چارواکي وايې، افغانستان د منځنۍ او جنوبي اسیا د هېوادنو ترمنځ د تجارتي او ټرانزیټې اړیکو د ټینګولو لپاره مناسبه لار ده او د اورګاډو د دغو پټلیو له بشپړیدو سره به دا هېواد، د تجارت او ټرانزیټ په یوه مهم واټ بدل شي.

د اقتصادي چارو پوه سردارخان وایې، د هېواد د اورګاډو د پټلیو پلانونه په سستۍ سره پرمخ ځي.

ده ازادي راډیو ته وویل، په اوسنیو شرایطو کې افغانستان له اقتصادي ګواښونو سره مخ دی او حکومت ته پکار ده چې د سړکونو او اورګاډیو د پټلیو غځولو ته هڅې تیزې کړي.

خان محمد سیند

XS
SM
MD
LG