د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۱۰ وری ۱۴۰۳ کابل ۱۱:۴۱

"په هېواد کې د وسلو وېش اندېښنې پیدا کړي"


د افغانستان د جهادي او ملي ګوندونوعالي شورا د هېواد په ځینو سیمو کې د وسلو په وېش سخته اندېښنه څرګندوي.

د حکومت له چوکاټه بهر د هېواد په ځینو سیمو کې د یو شمېر ځانګړیو کړیو له خوا په خپل سر خلکو ته د وسلو وېش د افغانستان د جهادي او ملي ګوندونو عالي شورا اندېښمنه کړې ده.

د دغې شورا ویاند احمد فرزان د یکشنبې په ورځ په یوه خبري غونډه کې وویل چې دا ډول اقدام کولای شي د هېواد امنیت لاپسې خراب او ملي حاکمیت ته ګواښ متوجې کړي.

دا ډول اقدام کولای شي د هېواد امنیت لاپسې خراب کړي
دا ډول اقدام کولای شي د هېواد امنیت لاپسې خراب کړي

​نوموړي زیاته کړه:

"په افغانستان کې سوله او امنیت د دولت له سرتاسري حاکمیت سره مسقتیمې اړیکې لري، خو د هېواد په یو شمېر ولایتونو کې د ځینو اشخاصو له خوا د وسلو وېش د ډېرې اندښنې وړ خبره ده، په دې برخه کې د دولت د جدي اقدامات غوښتنه کوو."

د افغانستان د جهادي او ملي ګوندونو عالي شورا په دې اړه زیات توضیحات ورنه کړل چې دغه وسلې چېرته او د چا له خوا ویشل شوي، خو د پکتیا پخواني والي جمعه خان همدرد د جمعې په ورځ په کابل کې یوې غونډې ته وویل چې په دې وروستیو کې د افغانستان په شمال کې په زرګونه میله وسلې ویشل شوي.

ښاغلي همدرد هم په خپلو څرګندونو کې د کوم ځانګړي کس نوم نه دی یاد کړی.

یادې شورا د هېواد په وروستي امنیتي وضعیت او په ځینو سیمو کې د افغان ځواکونو په تکتیکي شاتګ هم اندېښنه څرګنده کړه او زیاته یې کړه چې دا ډول کړنه د سرتېرو په روحیه ناوړه اغېز کوي.

که څه تراوسه په ځینو سیمو کې د وسلو د وېش په اړه افغان حکومت په رسمي توګه څه نه دي ویلي، خو د دفاع وزارت وايي هېڅ چا ته به اجازه ورنه کړي چې د هېواد امنیت له ګواښ سره مخ کړي.

د دغه وزارت مرستیال ویاند محمد رادمنش ازادي راډیو ته وویل چې افغان ځواکونه د ملي حاکمیت د ساتلو لپاره بشپړ چمتوالی لري.

د دفاع وزارت وايي هېڅ چا ته به اجازه ورنه کړي چې د هېواد امنیت له ګواښ سره مخ کړي.
د دفاع وزارت وايي هېڅ چا ته به اجازه ورنه کړي چې د هېواد امنیت له ګواښ سره مخ کړي.

هغه زیاته کړه:

"هغه کسان چې غیر منظم وسلې اخلي، دا کار د هېواد له ملي ګټو سره په ټکر کې دی، موږ په دې اړه خپل دریځ مخکې اعلان کړی، موږ د افغانستان له ملي حاکمیت او ملي ګټو څخه دفاع کوو."

د افغانستان د دفاع وزارت وايي، هغه کسان چې غواړي د امنیت لپاره وسله واخلي، نو کولای شي چې په امنیتي ادارو کې ځان تنظیم کړي، له دې پرته هر ډول اقدام غیر قانوني دی.

د سیاسي چارو افغان کارپوهان وايي، د ملي ځواکونو په شتون کې په غیر مسؤلو کسانو د وسلې توزیع کول د اساسي قانون خلاف عمل ګڼي.

د دغو کارپوهانو له ډلې څخه مطیع الله خروټی په دې باور دی چې غیر مسؤلو وسله وال امنیت ګواښوي، عامه نظم خرابوي او د دوی له فعالیت سره فساد او جنايي پېښې همزیاتېږي.

راپور: رحمت الله افغان

XS
SM
MD
LG