د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
پنجشنبه ۹ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۲:۳۸

لوګر: بې سرپناه ښوونځیو ته د ودانۍ جوړولو هڅې پیل شوي


د لوګر ولایت چارواکي وايي چې په نوي ښوونیز کال کې يې یو داسې نوی پروګرام پیل کړی چې هره ورځ به له ټولو زده کوونکو یوه، یوه افغانۍ راټولېږي او په دې پیسو به بې سرپناه ښوونځیو ته ودانۍ جوړوي.

د لوګر والي حلیم فدايي ازادي راډیو ته وویل که چېرې د لوګر له زده کوونکو هره ورځ یوه، یوه افغانۍ راټوله شي، نو دا په میاشت کې ۴،۲ میلیونه افغانۍ کېږي او بیا په یو کال ۶۲ میلیونه افغانۍ ورځنې جوړېږي چې د همدې پروګرام د عملي کېدو له لارې په لوګر کې په دریو یا څلورو کلونو کې ټولو بې سرپناه ښوونځیو ته ودانۍ جوړېدای شي.
ښاغلی فدايي زیاتوي:

"که موږ په لوګر کې له هر زده کوونکي او یا له کورنۍ نه يې هره ورځ یوه افغانۍ راټوله کړو، نو موږ کولای شو چې هره میاشت ۴،۲ میلیونه افغانۍ راټولې کړو چې دا په کال کې ۶۲ میلیونه افغانۍ کېږي چې موږ کولای شو
په دې پیسو له دریو تر څلورو کلونو پورې د ښوونځیو د تعمیرونو ستونزه حل کړو."

د لوګر والي د دې پروګرام هدف دا بولي چې خلک به خپل ښوونځي په خپله جوړوي او دا د کورنیو او خلکو لپاره یوه داسې پانګه ده چې له ګټې څخه يې بېرته دوی برخمن کېږي.

د لوګر یو تن مدني فعال شفیع الله افغانزی د چارواکو له لوري پیل شوی دا پروګرام یو ښه نووښت بولي او زیاتوي چې د دې پروګرام په پلي کولو سره د پوهنې سکټور د ځان بسیاینې پر لور ځي.

د افغانستان په ډېرو ولایتو کې د ښوونځیو د ودانیو نشتون په اساسي ستونزو کې حسابېږي.

د لوګر د ولایتي شورا یو تن غړی عمر عبدالرحیمزی وايي چې د لوګر ۱۱۷ بابه ښوونځي سرپناه او ودانۍ نه لري، خو دی باور لري چې د یاد ولایت اوسېدونکي به دې پروګرام سره مرسته وکړي او کرار، کرار به دا په یوه هېواد شموله پروګرام بدل شي:

"زموږ په لوګر کې ۱۱۷ ښوونځي ودانۍ او تعمیرونه نه لري، باور لرو چې د دې پروګرام په کامیابۍ کې به د لوګر علم پروره ولس همکاري کوي، موږ چې څومره ناستې درلودې، مدنی ټولنو، شوراګانو او نورو بنسټونو د دې نووښت هرکلی کړی دی."

د لوګر د عمرفاروق لیسې زده کوونکی حکمت الله هم وايي، که چېرې دا پروګرام بریالی شي، نو د یاد ولایت معارف به پر ځان بسیا کړي او شته ستونزې به په خپله حل کړي.

حکمت الله هېله وښوده چې له دې پروګرام به د افغانستان د نورو ولایتونو چارواکي هم الهام واخلي او دا ډول پروګرامونه به په خپلو ولایتونو کې
عملي کړي.

د لوګر چارواکو وویل چې د یاد ولایت په ټولو ښوونځیو کې د مرستې د لویو صندوقونو پر کېښودو لګیا دي، تر څو هر ورځ د ښوونځيو د ادارو تر څارنې لاندې زده کوونکي په منظمه توګه په کې یوه، یوه افغانۍ واچوي.

کتونکي هم په دې باور دي که چېرې هره ورځ د ښوونځي صندوق ته د زده کوونکو لخوا یوه، یوه افغانۍ واچول شي، نو نه یوازې د ټولو زده کوونکو هغه کره شمېره به معلوم شي، بلکې کورنۍ به ښوونځيو ته د خپلو ماشومانو لېږلو ته متوجه شي او په دې ډول سره به د ودانیو په ګډون د پوهنې د بهیر ډېری ستونزې هوارې شي.

راپور: نجیب الله الوخېل

XS
SM
MD
LG