د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۳۱ وری ۱۴۰۳ کابل ۱۱:۵۷

دوکانداران: کورني تولیدات د ټیټ کیفیت له امله خریدار نه لري


په کابل ښار کې یوشمېر دوکانداران وایي چې اوسمهال کورني تولیدي خوراکي مواد چندان بازار نه لري.

دوی له حکومته غواړي چې کورنیو تولیداتو ته بازار موندنه وکړي او د کیفیت لوړیدو ته یې هم پام وکړي.

په تېرو څو کلونو کې که څه هم د هېواد دننه د بېلابېلو کورنیو تولیداتو کچه لوړه شوې، خو لا هم خلک د کورنیو په پرتله بهرنیو توکو ته ارزښت ورکوي.

د کابل ښار یو شمېر دوکانداران وایي، د هېواد بازارونه دا مهال نوې په سلو کې پر بهرنیو تولیداتو ولاړ دي او کورني تولیدات سم بازار نه لري.

د کابل په شهر نو بازار کې محمد تمیم د خوراکي موادو دوکان لري، دی وایي، په لومړي سر کې د کورنیو تولیداتو کیفیت ښه وي خو وروسته یې کیفیت ورځ تربلې ټیټ شي او خلک یي هم اخیستلو ته زړه نه ښه کوي:

"هر شی پاکستاني او ایراني خرڅېږي، خلک افغاني تولیدات خوښوي، خو د افغانستان فابریکې اول ځل ښه تولیدات کوي په ښه کیفیت سره خو لږ وخت چې پرې تېرېږي بیا هر څه د لاسه ورکوي."

د سوپر مارکېټ خاوند حاجي شېر محمد ازادي راډيو ته وویل په بازارونو کې ایراني او پاکستاني اموال ډېر خرڅلاو لري ځکه چې خلک فکر کوي د کورنیو تولیداتو په پرتله یې کیفیت ښه دی.

محمد عارف چې د کابل د مکروریانو په سیمه کې په یوه هوټل کې شاګرد دی وایي چې بهرني تولیدات ځکه اخلي چې کیفیت یي ښه او نېټه یي هم دقیقه وي:

"هم کورني اخلو هم بهرني له کورنیو څخه بیا بهرني ښه دي کیفیت یي ښه دی او هم یي نېټه دقیقه ده کورني مواد سم نه دي نېټه یي تېره شوې وي."

چارواکې وایي چې په افغانستان کې د مستهلک د حق د خوندیتوب لپاره قانون نشته او بازار تر ډېره د سوداګرو په ګټه دی.

افغان ولسمشر هم له دې مخکې ویلي و چې په هېواد کې د سوداګرۍ بیلانس برابر نه دی.

د صادراتو کچه کمه او هېواد ته بهرني مالونه ډېر واردېږي .

د افغانستان د صنعت کارانو ټولنه وایي چې د هېواد ۵۰ سلنه صنعت له رکود سره مخ دی او که حکومت د صنعت کارانو د ملاتړ په برخه کې خپلې کړي ژمنې عملي نه کړي دغه پاتې مات، ګوډ صنعت به هم له منځه ولاړ شي:

"هغه تولیدات چې موږ یي لرو په مارکېټونو کې، سوداګر او حتا دوکانداران وایي، په هغه صورت کې موږ ستاسو اجناس اخلو چې د افغانستان ساخت لېبل ور څخه ایسته کړئ یو بهرنۍ لېبل ورباندې نصب کړئ چې بهرنۍ نوم ولري."

په همدې حال کې د سوداګرۍ او صنایعو خونې د صادراتو او صنایعو د ودې رییس میر زمان پوپل ازادي راډیو ته وویل چې افغانستان په ۱۳۹۴ کال کې له ۵۸۴ تر ۹۵۰ میلیونو ډالرو بهرنیو هېوادونو ته صادرات درلودل چې په کې افغاني تولیدات او محصولات هم شامل وو.

دی وایي چې د بهرنیو هېوادونو منفي تبلیغاتو افغاني تولیداتو ته سخت ضربه ورکړې ده.

له بله پلوه د سوداګرۍ اوصنایعو وزارت ویاند مسافر قوقندي ازادي راډیو ته وویل چې

افغاني تولیدات د سیمي په سطح ساری نه لري:

"تر اوسه موږ ته داسي یو څه نه دي رسېدلې چې د افغانستان تولیدي توکي کیفیت نه لري او په بازار کې نه خرڅېږي، موږ کولای شو چې د ځینو تولیدي توکو له پلوه د سیمي له بازارونو سره رقابت وکړو لکه سیخ ګول، غیر الکولي څښاک، جوس، چرمي تولیدات او کالي چې د سیمي په سطح ساری نه لري."

افغان ولسمشر محمد اشرف غني د نوې کال په ځانګړې وینا کې د کورنیو تولیداتو د تشویق او ملاتړ په هدف له ټولو دولتي ادارو څخه غوښتنه وکړه چې له کورنیو تولیداتو څخه استفاده وکړي.

راپور: نجیبه زمان

XS
SM
MD
LG