د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۱۰ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۶:۰۱

افغانستان هغه هېواد دی چې کاڼي یې لعلونه دي


د افغانستان د شفافیت د څارنې اداره، د چارو کارپوهان او عام خلک په افغانستان کې د کانونو د غیرقانوني او غیر مسلکي کېندنې وضیعت د اندېښنې وړ ګڼي وايي چې که حکومت او امنیتي ارګانونه یې مخنیوی ونه کړي د دغه هېواد راتلونکې له جدي ګواښ سره مخ ده.

دوی د کانونو په غیرقانوني کېندنه کې د حکومت لوړ پوړي چارواکي، د ملي شورا غړي، زورواکي ټوپک وال او د حکومت وسله وال مخالفین تورن ګڼي.

دا په داسې حال کې ده چې د حکومت اجراییه او د ولسي جرګې د طبیعي سرچېنو او چاپیریال ساتنې کمېسیون دغه ادعاوې نه مني.

په ورته وخت کې د افغانستان د کانونو او پطرولیم وزارت د کانونو د غیرقانوني استخراج کوونکو پېژندګلوي او مخنیوی د امنیتي ارګانونو کار ګڼي او د افغانستان د کورنیو چارو وزارت وايي چې په دې برخه کې یې اقدامات کړي دي.

افغانستان هغه هېواد چې کاڼي یې لعلونه، زمرد، لارجورد او نورکاني مواد یې هم د کېفیت له نظره دومره بې مثله دي چې ان د نړۍ سترګې ور اوښتې دي.

خو افغانانو ته د دې خدای ورکړې پانګې وضیعت نن سبا څه ډول دی؟

ایا د ډبرو، مسو، اوسپنې او دې ته ورته بیت المالي داریۍ د کانونو کېدنه مسلکي او معیاري ده او که نه خپل سرې او غیر قانوني؟

ایا دا پانګه عوام لوټي او که نه زورواکې او مخالفین؟

ایا څوک شته چې مخه یې ونیسي او که نه تالا ده هر سړی خپل جوال ډکوي؟

دا هغه پوښتنې دي چې په دغه څېړنیز راپور کې یې په ځواب پسې ګرځو.

د افغانستان د شفافیت د څارنې د ادارې څېړنې ښيي چې د افغانستان د کانونو وضیعت تردې بریده د اندېښنې وړ دی چې د دغه هیواد راتلونکې ګواښي.

د دغې ادارې مسوولین وايي چې ناامني او عمدي جګړې د کانونو د غیرمسلکي او غیرقانوني کېندنې یو مهم لامل دی او څېړنې ښيي چې نن سبا د افغانستان د بېلابیلو ولایتونو له ۲۰۰۰ څخه په زیاتو سیمو کې د یو شمېر کړیو او اشخاصو له خوا د کانونو غیر قانوني کېندنې روانې دي.

د افغانستان د شفافیت د څارنې د ادارې د استخراجي صنایعو د برخې مسوول اسدالله زمری وايي:

"ځینو سیمو کې عمدي جنګونه رامنځته کول، تاوتریخوالی رامنځته کول، امنیت خرابول معادن او د معادنو غیرقانوني استخراج په دې کې ډېر رول لوبولی شي او دا هغه خبره ده چې له بده مرغه د افغانستان د حکومت له لاسه هم اوس وتلې ده، دلته خاصی کړۍ کار کوي او په کافي اندازه دا نیټوروک او دا کړۍ پراخې شوې دي او د قدرت څښتنې دي."

د افغانستان د کانونو وزیر داود شاه صبا څه موده مخکې رسنیو ته ویلي و چي که د کانونو د غیرقانوني استخراج مخه ونه نیول شي، په دغه هيواد کې د کانونو د کېندنې لپاره به جګړه هم له تمې لرې نه وي.

دغه شان د افغانستان د کورنیو چارو پخواني وزیر نورالحق علومي هم د ولسي جرګې په یوې علني غونډه کې دا ویلي و چې د افغانستان په شمال کې جګړه د کانونو د غیرقانونی کېندنې لپاره ده.

ویل کېږي د کانونو ډېری دغه غیرمسلکي او غیرقانوني کېندنه په بدخشان، هلمند، پنجشیر، ننګرهار، کونړ، لوګر، غزني، میدان وردګو او یو شمېر نورو ولایتونو کې ده چې کېندونکي یې له درکه په لسګونه میلیونه ډالره لاسه ته راوړي.

د افغانستان د ولسي جرګې د طبیعي سرچېنو او چاپیرال ساتنې د کمېسیون مسوولین په دې باور دي چې د کانونو ډېری عواید د اشخاصو او افرادو جیبونو ته ځي او په کمه اندازه یې دولت ته رسېږي.

د دغې ادارې د یو مسوول په وینا څه موده وړاندې په یوې غونډه کې چې ولسمشر یو شمېر وزیرانو او وکېلانو په کې ګډون درلود او د کانونو وزارت د کانونو له درکه خپل کلني عواید علان کړل دې رقم مجلس سخت اندېښمن کړ.

که څه هم دغه شخص د یاد رقم په اړه څه ونه ویل خو د ده په وینا که د کانونو کلنی عاید له پنځه میلیونو او ۱۰ میلیونو ډالرو ترمنځ وي نو هیلې ورته بې ځایه دي.

دا په داسې حال کې ده چې د افغانستان د کانونو وزارت وايي دوی هرکال د کانونو له درکه څه باندې څلویشت میلیونه ډالر عاید لري.

د کانونو او پطرولیم وزارت ویاند محي الدین نوري وايي چې دغه وزارت یوازې د ډبرو د سکارو د کېندنې له درکه په ۲۰۱۵ کال کې دوه میلیارډه افغانۍ ترلاسه کړي دي.

د ولسي جرګې د کورني امنیت د کمېسیون غړې شکېبا هاشمي وايي چې د افغانستان ناامني د کانونو د مافیا په ګټه ده او دغه مافیا ان د حکومت له وسله والو مخالفینو سره اړیکې لري.

ښاغلي هاشمي زیاته کړه:

"هره سیمه کې چې کانونه وي مافیا غواړي چې هغه ځای ناامنه کړي او ورنه ناسمه استفاده وکړي، دوی له طالبانو سره هم لاسي او همکاره دي."

د کانونو د غیرقانوني استخراج په برخه کې د مخالفینو ښکېلتیا هغه څه دي چې د چارو ځیني کارپوهان یې هم تاییدوي.

د چارو کارپوه او د پوهنتون استاد ابراهیم جعفري وايي:

"دا فعالیتونه د افغانستان د وسله والو مخالفینو یا طالبانو له خوا هم کېږي، دوی له دې کاره ګټه کوي هغه ګټه چې باید افغان حکومت ته ورسیږي."

راپورونه وايي چې د دولت وسله والو مخالفین د میلیونونو ډالرو په لاسته راوړلو سره تر ډېره له همدې لارې خپل ځان تجهیز او پیاوړی کوي.

د افغانستان د کانونو او پطرولیم وزارت د وینا پر بنست دوی وخت په وخت دغه اندېښنې له امنیتي سکتور سره شریکې کړي او له شاوخوا یوکال راهیسې یې په ناامنو او متوسط الامنو سیمو کې د کانونو د کېندنې د تړونونو لاسلیکول هم ځنډولي دي.

د افغانستان د کانونو د غیرقانوني کېندنې په برخه کې د وسله والو مخالیفینو فعالیتونه ښايي افغان حکومت سره د دوی د مخالفت له وجې یو ورانکاری او د دولت ضد عمل وګڼل شي خو تر دوی پرته نورهغه چې د دولت له خپل لستوڼي راوځي او په لاس ټک ورکوي څوک دي؟

د افغانستان د شفافیت د څارنې اداره د افغانستان د کانونو په غیرمسلکي او غیرقانوني کېندنه کې د حکومت لوړ پوړي چارواکي او د ملي شورا یو شمېر غړي هم تورن ګڼي.

د دغې ادارې د استخراجي صنایعوو د برخې مسوول اسدالله زمری یو ځل بیا:

"غېرقانوني استخراج کې لوړ پوړي چارواکي د وزیرانو په سطحه باندې لاس لري، مخالفین شته، د پارلمان اعضاوې او غړي هلته په کافي اندازه رول لري."

د چارو یو شمېرکارپوهان هم ورته خبره کوي، یو تن کارپوه جاوید نوراني بیا وايي:

"زه په دې باندې ډېر ډاډه یم چې زموږ د پارلمان غړي په دې کې ډېر دخیل دي، وزیران ان ګټه له دې نه اخلی، نور کړۍ دي چې له دې نه مسقیمه ګټه اخلي، یعنې که حالت یې له افریقا یې که حالت بد نه وي ډېر ښه به هم نه وي."

د کابل ښار یو شمېر اوسیدونکي هم د کانونو په غیرقانوني کېندنه کې د دولتي چارواکو لاس لرل تاییدوي او د دوی په خپله اصطلاح وايي چې جای که سنګ است جنګ است:

"زما نوم زین الله بدین سعیدي دی، چېرې چې ډېرې دي هلته جګړه ده، دوا اوس جګړه هم د همدې کانونو په سر دې چې په اصطلاح زموږ د ځمکې په زړه کې ځای لري.

-نوم مې روزالدین غورځنګ دی د میدان وردګو ولایت اوسېدونکې، اوس په افغانستان کې د کانونو راېستل غیر قانوني دي ځکه زورواکي دي خپله په دولت کې هم یو شمېر وکېلان دي، پخواني قومندانان دي دوی د خپلو کسانو په واسطه کانونه راوباسي او په بهر هېوادونو یې په غیر قانوني ډول خرڅوي، دولت باید دېته ډېره پاملرنه وکړي چې له قانونی لارې نه دا راوباسي."

که څه هم د حکومت په لوړ پوړو چارواکو او د ملي شورا په غړو دا تورونه نوي نه دي او شاید کله ناکله د یو نیم نوم هم د چا له خولې وتی وي خو تراوسه پورې داسې کوم مستند اسناد د رسنیو په واک کې نه دي ورکړل شوي چې په دې برخه کې د اجراییه او یا مقننه قوي د کوم غړي ښکېلاتیا ثابته کړي.

د افغانستان د ولسي جرګې د طبیعي سرچېنو او چاپیرال ساتنې د کمېسیون ریس عبیدالله رامین وايي، که په ملي شورا کې د یو، دوه کسو یادونه کېږي دا د بحث وړ موضوع ده خو که د ملي شورا د ټولو غړو په اړه داسې څرګندونې کېږي دا دوی ته د منلو وړ نه دي.

ښاغلی رامین وايي، د طبیعي سرچېنو او چاپیرال ساتنې د کمېسیون له خوا تراوسه کوم وکېل د کانونو د غیرقانوني کېندې په مساله کې په لاس لرلو نه دی تورن شوی:

"تراوسه پورې چې کمېسیون د دې مساله په اړه کوم کارونه ترسره کړي موږ تراوسه داسې وکېل نه لرو چې په دې قضیه کې دې تورن بلل شوی وي چې دغه وکېل په دغه قضیه کې په دې ډول شامل او په فساد کې شریک دی، تر اوسه موږ دې مرحلې ته نه یو رسیدلي."

د افغانستان اجراییه ریاست بیا د حکومت په استازولۍ د کانونو په غیرقانوني کېندنه کې د لوړپوړو حکومتي چارواکو او کارکوونکو لاس لرل نه مني وايي چې په دې مساله کې ځیني زورواکي شامل دي خو افغان امنیتي ځواکونه یې په وړاندې کرارنه دي ناست.

د اجراییه ریاست د ویاند مرستیال جاوید فیصل وايي:

"د افغانستان په ځینو سیمو کې د کانونو غیرقانوني استخراج موجود دی خو په دې کې د حکومت مسوولین یا مامورین نه دي شامل، په ځینو ساحو کې موږ د زورواکو له ادرسه له دې ستونزې سره مخامخ یو، اما افغان امنیتي ځوکوانه په دې برخه کې کار کوي چې دا ستونزه حل شي."

د ولسي جرګې معترض کاندید رمضان بشردوست بیا د کانونو په غیرقانوني کېندنه کې د وکېلانو لاس لرل نه پټوي وايي چې وکېلان، وزیران، قومندانان، نور او نور ټول د یو مافیايي ځنځیر کړۍ دي.

ښاغلي بشردوست زیاته کړه:

"په کانونو کې له بده مرغه لکه څنګه چې په وارـ وار راپورونه ورکړل شوي وکېلان په هغو ولایتونو کې چې په مسقیم یا غیرمستقیم ډول کېنده کېږي اساسي رول لري، وکېل، وزیر، قومندان، جهادي رهبر، والي دا ټول د یوې سکې دوه مخه دي او په مافیايي سیسټم کې سره شریک دي. که د دې ځنځیر یو کړۍ ماته شي زه ډاډه یم چې ټول سیسټم له منځه ځي."

د چارو کارپوهانو هم له رسنیو سره تل په دې برخه کې په عمومیاتو کې خپل نظرونه څرګند کړي خو په دې تور د کوم خاص سړي له دوسیې سره نه دي راغلي.

دا چې ولې د دغو کسانو لست نه افشا کېږي د چارو کارپوه جاوید نوراني یو ځل بیا:

"نوهغه دولت ته ټولو ته معلوم دي، ریس جمهور ته معلوم دي، ریس د اجراییه ته معلوم دي، وزیرانو ته معلوم دي، که زه یې نوم درته واخلم نو ایا ته دا ګرنټي راکوئ چې څارنوالۍ یا دولت به دوی راوغواړي چې تا دا کار کوې؟ نو نه ده، دا نوم اخیستل هم اوس ماته داسې ګټور نه ښکاري، په دې چې دا فساد اوس ماته په دې سکتور او نورو سکتورونو کې لکه یو فرهنګ ګرځېدلی دی."

د افغانستان د کانونو او پطرولیم وزارت په داسې حال کې چې د کانونو په غیرقانوني کېندنې کې د ولسي جرګې د غړو او لوړو پوړو حکومتي چارواکو ښکېلتیا نه مني او نه یې ردوي د دې خبرې معلومول د افغانستان د امنیتي او اسخبارتي ادارو کار ګڼي.

د دغه وزارت ویاند محي الدین نوري وايي:

"پوښتنه راجع کېږي د افغانستان استخبارتي او امنیتي ادارو ته ځکه چې د قانون په اساس د درنو جرایمو د مخنیوي دنده چې ده هغه د افغانستان د امنیتي سکتورونو ده، موږ ته چې څه راځي هغه د خلکو د ادعاوو په اساس دي."

ښاغلي نوري وايي چې د خلکو د ادعاوو له مخې دغه وزارت ته رسیدلي راپورونه چې کوم کسان د کانونو په غیر قانوني کېندنه کې لاس لري، دا یې د تېر یو کال راهیسې د قانون د نتفذ له ارګانونو سره شریک کړي دي.

په ورته وخت کې د افغانستان د کورنیو چارو وزارت وايي په هغو سیمو کې چې د حکومت تر حاکمیت لاندې دي هیچا ته اجازه نه ورکوي چې د کانونو په غیر قانوني توګه کېندنه وکړي او که داسې څه پيښ شوي هم دي دوی یې په وخت مخنیوی کړی دی.

د کورنیو چارو وزارت ویاند نجیب دانش وايي چې د کانونو په غیر قانوني کېندنه کې د حکومت د لوړ پوړو چارواکو او د ملي شورا د غړو د لاس لرولو په اړه دوی تراوسه کوم اسناد نه دي تر لاسه کړي.

ښاغلي دانش زیاته کړه:

"هغه کسان چې د افغانستان په حکومت کې مسوولیت ولري او یا د پارلمان غړیتوب ولري په دې اړه د دوی په وړاندې تر اوسه پورې موږ رسمي اسناد او مدارک په لاس کې نه لرو، خو په هغو سیمو کې چې ناامنه دي، لیدل شوي چې هلته یو شمېر زورواکي،غیر مسووله وسله وال با نفوذه کسان د کانونو په کېندنه کې لاس لري."

خو د چارو کارپوهان وايي، په امنو سیمو کې هم حکومت او امنیتي چارواکي د کانونو د غیرقانوني کېندنې په مخنیوي کې پاتې راغلي دي.

په اړه یې جاوید نوراني وايي:

"وزارت معادن په ۲۰۱۲ کې یو لست ښکاره کړ، ۱۴ سوه نخسې یې ښکاره کړې چې دلته غیرقانوني اسخراج کېږي، ته يې منئ چې ۷۱۰ نسخې یې د کابل ښار شاوخوا کې وې، دولت هر وخت ورته لاس رسی لري، د هغو کسانو لست هم لري چې څوک یې باسي خو دوی په کې څه نه شي کولای."

د کورنیو چارو وزارت د ویاند مرستیال نجیب دانش بیا وايي چې دوی په دې برخه کې عملیات کړي او د ځینو کسانو د پېژندګلوی ترڅنګ دوی نیول شوی هم دي.

ښاغلي دانش زیاته کړه:

"بلې کله، کله موږ ته راپورونه رارسېږي، په ځینو سیمو کې موږ عملیات کوو او هغه کسان چې دا کار کوي په لسګونه داسې موارد شته چې د دوی پېژندګلوي شوی او نیول شوي دي."

ښاغلی دانش په دې اړه چې د افغانستان کاني سیمې ایا په تصادفي ډول د وسله والو مخالفینو لاس ته لوېدلي او که نه په اګاهانه ډول دغه سیمې د دوی له خوا نیول شوي وايي چې مخالفین هڅه کوي چې د افغانستان کاني سیمې ترخپل کنترول لاندې ولري او دېته پلانونه هم لري خو موږهڅه کړې چې مخه یې ونیسو.

د کارپوهان په وینا د کانونو دغه غیرقانوني کېندنې په غیر مسلکي توګه تر سره کېږي چې دېره برخه ضایع او کمه اندازه یې تر لاسه کېږي.

د دوی په وینا د کان تر کېندنې د مخه باید کاني مواد د منرالي ارزښت نظره وڅېړل شي او تر هغې ورسته کېندنه تر سره شي چې له بده مرغه په افغانستان کې ډېر کم داسې پېښېږي.

دغه کارپوهان، څېړونکې ادارې او عام خلک سپارښتنه کوي که دولت د کانونو د غیر قانوني او غیر مسلکي کېندنې مخه ونه نیسي نو د افغانستان راتلونکې به له جدي ګواښ سره مخ شي.

د کارپوهانو له ډلې جاوید نوراني وايي، د کانونو مدیریت قانون، مقررو، پالیسیو، مدیریتي بنسټونو، د عوایدو راټولو او پایدار انکشاف ته اړتیا لري.

د افغانستان د کانونو وزارت هم وايي چې لااقل د کانونو د ښه مدیریت په برخه کې ۲۱ طرز العملونه او مقررو ته سخته اړتیا ده چې دغه وزارت تر اوسه پورې په تېرو شپږو میاشتو کې څلور مقررۍ او شپږ طرزالعملونه جوړ کړي دي.

د دغه وزارت ویاند محي الدین نوري په یو ډل تېر په دې برخه کط تېر حکومت پړ ګني وايي چې په تېرو لسو کلونو کې یواځې یوه مقرره جوړه شوې وه چې هغه هم د قانون په بدلون سره له منځه ولاړه.

اجمل تورمان

XS
SM
MD
LG