د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
چهارشنبه ۵ غویی ۱۴۰۳ کابل ۰۰:۱۶

ديدار اپريدي د خپلو ادبي فعاليتونو په اړه غږېږي


دیدار اپریدي
دیدار اپریدي

ديدار اپريدي چې د قبايلي سيمې اوسېدونکى دى، خو دا مهال په پېښور کې اوسېږي، تر دې دمه يې د پښتو ژبې د غوره شاعرانو دوه غورچاڼونه يا انتخابونه (خورې څانګې او لعلونه مرغلرې) راغونډ کړي، د شعر مينه والو ته يې وړاندې کړي او درېيم هغه (سپرلي سپرلي خيالونه) يې د چاپېدو په حال کې دى.

ديدار اپريدي نه يواځې دا چې پښتو ژبې ته يې د لرو او برو د نامتو شاعرانو انتخابونه وړاندې کړي، بلکې د دې ترڅنګ په خپله هم شاعري کوي، د لنډ بحر ښه غزل وايي چې يو شمېر يې د پښتو ژبې ځينو سندرغاړو د موسيقۍ په خوږو کې هم رانغښتي دي.

نوموړي همدا راز د (ديدار نيټ) په نامه د موباېل د ميسجونو يو نېټ ورک هم جوړ کړى چې سلګونه کسان ورسره دي او د پښتو ژبې مينه والو ته له دې لارې د پښتو د ځوانو او ښو شاعرانو غزلې ورلېږي.

زموږ همکار ذبيح مومند له ديدار اپريدي سره د هغه په ادبي فعاليتونو مرکه کړې او په لومړي سر کې يې ترې پوښتلي چې د پښتو ژبې د شاعرانو د انتخاب چاپولو ته يې ولې مخه کړه؟

هيله ده انتظار وکړئ

No media source currently available

0:00 0:04:42 0:00

XS
SM
MD
LG