د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۳۱ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۴:۰۴

د ترکمنستان-اقینې د اورګاډي پټلۍ پروژه به په اپریل کې پیل شي


افغان حکومت وایي، له ترکمنستانه د اقینې تر بندر پورې د اورګاډي پټلۍ د غځولو لپاره په بشپړه چمتو دی.

د سوداګرۍ او صنایعو د وزارت ویاند مسافر قوقندي وايي، په پام کې ده چې دا پروژه د اپریل د میاشتې په لومړېو کې پیل شي.

افغانستان په وچه کې ایسار هېواد دی او ضرورت لري چې د تجارت د پراختیا لپاره د اورګاډي پټلۍ ته لاس رسی ولري.

د افغانستان د سوداګرۍ او صنایعو د وزارت ویاند مسافر قوقندي د دوشنبې په ورځ ازادي رادیو ته وویل، د ترکمنستان او اقینې پورې د اورګاډي د پټلۍ د غځولو پروژه به د روان میلادي د اپریل په میاشت کې پیل شي.

ده وویل، افغانستان د دې پروژې د پیلولو لپاره په بشپړه چمتو دی.

ښاغلی قوقندي وايي، د اورګاډي دا پټلۍ ۳۵کیلو متره اوږدوالی لري چې له ترکمنستانه به د افغانستان د جوزجان ولایت د اقینې تر بندره پورې ورسیږي:

ښاغلي قوقندي زیاته کړه:

"دا لاره د افغانستان د اقتصاد او تجارت لپاره مهمه ده، ځکه چې افغانستان د ترکمنستان، اذربایجان، جورجیا او ترکیې له لارې اروپا سره او همدا رنګه د قزاقستان له لارې له چین سره نښلول کیږي، د دې له امله د ټرانزیټ بیه پنځه برابره ټیټیږي."

افغان حکومت وايي، د دې پروژې له بشپړیدو سره به افغانستان یو ځل بیا د سیمې د هېوادونو ترمنځ، د یومهمې سیمې دریځ غوره کړي.

د افغانستان د سوداګرۍ او صنایعو د وزارت چارواکي خوشبینه دي او وايي چې له دې سره به د افغانستان او منځنۍ اسیا د هېوادونو ترمنځ، ټرانزیټي او سوداګریزې اړیکې پراخې شي.

دوې وايي، افغانستان به له دې لارې د اروپايي هېوادونو له مارکیټونو سره هم وصل شي.

د سوداګرۍ وزارت د معلوماتو له مخې د دې پروژې دوم فیزچې دا هم ۳۵ کیلومتره اوږدوالی لري، د ۲۰۱۶کال تر پاېه پورې به، د اقینې له بندره تر مزارشریف او کندز ښار پورې ورسیږي.

په ورته وخت کې د افغانستان د سوداګرۍ او صنایعو خونه وايي، دا پروژه به افغانستان ته دا موقع ورکړې چې خپل تجارت له پاکستان او هندوستان پرته، نورو هېوادونو ته هم وغځوي.

د دې خونې د نړېوالو اړیکو د څانګې غړي هاشم رسولي ازادي راډیو ته وویل:

"موږپه وچه کې د یو را ایسارهېواد په توګه، اړ یو چې د خپل تجارت او ټرانزیټ لپاره مختلفې لارې ولټوو.که موږ یوازې د پاکستان او هندوستان له مارکیټونو پورې ځانونه وتړو، ممکن ډیر فرصتونه له لاسه ورکړو.په روانو حالاتو کې د افغانستان لپاره د ترکېې، منځنۍ اسیا د هېوادونو او اروپا مارکیټونه ډیر مهم دي."

د دې خونې مسوولین دا هم وایي چې د دې پروژې د پرانیستو پر مهال به په هغه هېواد کې د افغاني قالینو یو نندارتون هم پرانېستل شي.

د ترکمنستان - اقینې ترمنځ د اورګاډي پټلۍ د لاجوردو د لارې یوه برخه ده چې د وریښمو په تاریخي لاره کې شاملیږي او د منځنۍ اسیا او اروپايي مارکیټونو ترمنځ به د تجارت او ټرانزیټ چارې اسانې او ګړندۍ کړي.

د افغانستان جمهور رییس اشرف غني ډیر ځله په خپلو وینا ګانو کې تاکید کړی چې هېواد به د منځنۍ او جنوبي اسیا د هېوادونو ترمنځ د تجارت او ټرانزیټ پر یوه مهم دهلیز بدل کړي.

خان محمد سیند

XS
SM
MD
LG