د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۳۱ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۲:۳۲

۸۰۰زره افغانې مېرمنې او یو مېلیون ماشومان په نشه يي توکو روږدي دي


د نشه یي توکو پرضد د مبارزې وزارت وايي، نږدې دوه میلیونه کسان په افغانستان کې پر مخدره موادو روږدي دي.

د دغه وزرات چارواکي د دغه مطلب د څرګندولو ترڅنګ وايي چې پر نشه یي توکو د روږدو کسانو شمېر د تېرکال په پرتله زیات شوی دی.

د چارواکو په وینا ښځې او ماشومان د خپلې کورنۍ له معتادو نارینو څخه په اغیزمنتوب نشه یي توکو ته مخه کوي.

د ورځې په تیریدو په افغانستان کې پر نشه یي موادو د روږدو کسانو شمېر لوړیږي چې دغې موضوع اندیښنې هم پیدا کړي دي.

د نشه یي توکو پر ضد د مبارزې وزارت د معلوماتو له مخې دا مهال په افغانستان کې درې عشاریه پنځه میلیونه کسان پر نشه یي توکو روږدي دي.

د نشه يي توکو پرضد د مبارزې وزارت ویاند محمد حنیف دانشیار د شنبې په ورځ ازادي راډیو ته وویل چې په روږدو کسانو کې اته سوه زره ښځې او یو میلیون یې ماشومان دي.

ښاغلي دانشیار زیاته کړه:

"د مخدره توکو په برخه کې د مخدره توکو پر ضد د مبارزې وزارت او د ملګرو ملتونو ترسره شوې سروې دا ښيي چې په افغانستان کې درې عشاریه پنځه میلیونه کسان معتاد دي چې له اوو سوو څخه تر اته سوو زرو پورې یې ښځه او یو میلیون یې ماشومان دي."

چارواکي وايي، اکثر معتادې ښځې لومړی له تاریاک د درملو په توګه استعمالوي خو وروسته بیا هیروینو ته مخه کوي.

د نشه یي توکو پر ضد د مبارزې وزارت د ترسره شوې سروې پر اساس اکثر ښځې او ماشومان د خپلې کورنۍ له معتادو نارینو څخه په اغیزمنتوب روږدي کیږي.

دا چې ولې د هرکال په تیریدو په افغانستان کې د معتادو ښځو په شمېر کې زیاتوالي راځي په اړه يې د مخدره توکو پرضد د مبارزې وزارت د پالیسۍ معین جاوید احمد قایم وايي:

" بې سوادي، د بې کارۍ د اندازې زیاتوالی، رواني فشارونه او اقتصادي ستونزې هغه لوی لاملونه دي چې پرمخدره توکو د روږدو ښځو په شمېر کې یې زیاتوالی راوستی."

د نشه يي توکو پرضد د مبارزې وزارت وايي، دا مهال په هېواد کې د روږدو کسانو د درمنلې لپاره یو سلو اویا مرکزونه موجود دي.

د دغه وازرت مسولین وايي، که څه هم د معتادو ښځو او ماشومانو لپاره د درملنې مرکزونه شته خو د کلتوري او اجمتاعي دلایلو له کبله اکثر کورنۍ خپلې ښځې او ماشومان یادو مرکزو ته د درملنې لپاره نه راولي.

محمد حدیث پردېس

XS
SM
MD
LG