د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
پنجشنبه ۳۰ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۳:۵۴

د پاکستان د پوځ مشر په یوه ناڅاپي سفر کابل ته راغی


د پاکستان د پوځ مشر راحیل شریف په یوه ناڅاپي سفر کابل ته تللی دی.

د پاکستان د پوځ د رسنیو دفتر ویلي چې نوموړي په کابل کې له ولسمشر اشرف غني او نورو لوړ پوړو چارواکو سره پر امنیتي مسایلو، د سولې پر بهیر او نورو موضوعاتو خبرې کړي دي.

د پاکستان د پوځ مشرجنرال راحیل شریف داسې مهال کابل ته سفر کړی چې افغان دولت له وسله والو طالبانو سره د سولې خبرو د پیلیدو په درشل کې دي او ښایې په راتلونکې شاوخوا یوې اوونۍ کې له طالبانو سره د سولې مخامخ خبرې پیل شي.

تمه ده دغه خبرې په اسلام اباد کې وشي.

که څه هم د افغانستان د دفاع وزارت ویاند جنرال دولت وزیري د ښاغلي شریف د سفرهدف په هغو مراسمو کې د هغه ګډون یادوي چې په افغانستان کې د ناټو ځواکونو د عمومي قومندان جنرال جان کېمپبله نوي قومندان جان مایک نیکلسن ته د واک د انتقالیدو لپاره جوړ شوي دي، خو د پاکستان د پوځ مطبوعاتي دفتر ویلي چې نوموړي په کابل کې د افغان ولسمشرمحمد اشرف غني او نورو لوړ پوړو چارواکو سره هم لیدلي دي.

د پآکستان د پوځ د رسنیو دفتر مشر پرخپله ټویټرپاڼه لیکلي چې دواړو مشرانو د سیمي د امنیت، د افغان حکومت او وسله والو طالبانو ترمنځ د سولې خبرو پر څرنګوالي، د دواړو هېوادونو ترمنځ د سرحدونو پر کنټرول او نورو اړوندو مسایلو خبرې کړي دي.

د پاکستان د پوځ د رسنیو دفتر وایي، راحیل شریف افغان مشرانو ته د امن او ثبات په راوستلو کې د پاکستان د هڅو او ملاتړ ډاډ ورکړی دی.

پاکستان داسې مهال د افغانستان د سولې او ثبات د هڅو ملاتړ بیا تکرار کړ چې په بهرنیو چارو کې د پاکستان د صدراعظم سلاکار سرتاج عزیز پرون په واشنګټن کې ویلي و چې د طالبانو مشران د پاکستان تر نفوذ لاندې دي.

عزیز زیاته کړه چې پاکستان په دې توګه کولای شي پرهغو مشرانو فشار راوړي چې د سولې خبرو ته حاضر شي:

"موږ پرطالبانو ځکه نفوذ لرو چې د دوی مشران په پاکستان کې دي او دوی له یو لړ روغتیایي اسانتیاو برخمن دي او کورنۍ هم دلته دي. په دې ترتیب موږ کولای شو له دغو مشرانو کار واخلو، پرهغوی فشار راوړو چې د خبرو میز ته کښیني. خو موږ د افغانستان د حکومت په استازیتوب له دوی سره خبرې اترې نه شو کولای ځکه موږهغه څه چې د افغانستان حکومت یې دوی ته وړاندیز کوي نه شو کولای هغوي ته وړاندې کړو."

پاکستان وړاندې دومره په وضاحت نه و ویلي چې د طالبانو مشران د دوی په خاوره کې او د پاکستان تر نفوذ لاندې دي.

د سیاسي چارو افغان کارپوه ودیرصافی په دې باور دي چې پاکستان نور له دې انکار نه شي کولای.

نوموړي ازادي راډیو ته وویل چې د پاکستان د دې اعتراف دلیل ښایې دا وي چې غواړي د افغان دولت او طالبانو ترمنځ د سولې خبرو په ترسره کیدو سره ځانته امتیاز واخلي.

XS
SM
MD
LG