د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۱۰ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۱:۳۱

د روغتیایي برخې د پیاوړتیا موقتي طبي شورا رامنځته شوه


د افغانستان د عامې روغتیا وزیر فېروزالدین فېروز
د افغانستان د عامې روغتیا وزیر فېروزالدین فېروز

افغان حکومت په هېواد کې د روغتیایي برخې د پیاوړتیا او غنامندۍ په خاطر موقته طبي شورا جوړه کړې ده.

د افغانستان د عامې روغتیا وزارت وایي چې دا شورا د بېلابېلو وزارتونو له استازو څخه جوړه شوې چې اوس مهال ۲۴ غړي لري.

په افغانستان کې د درملنې له برخې تر ډېرو انتقادونو وروسته افغان حکومت په دې برخه کې د یوې شورا د جوړېدو فیصله کړې ده چې ګوندې د روغتیا اړوند چارې ورسره پیاوړي شي.

د افغانستان د عامې روغتیا وزیر فېروزالدین فېروز د سې شنبې په ورځ د طبي موقتي شورا د پرانیستلو په غونډه کې وویل چې دا شورا به د درملنې په برخه کې ټولې غلطۍ او حقوقي موضوعات څېړي او د ډاکټرانو او ناروغانو خوندیتوب ته به کار کوي.

نوموړی په دې باور دی چې د دې شورا له کار سره به د ډاکټرانو کار معیاري شي او ورسره به د طبي خدماتو کیفیت لوړ شي.

ښاغلي فېروز زیاته کړه:

"په هغه صورت کې چې څوک خراب کار کوي یا ناروغ ته زیان رسېږي د دې شورا له خوا به ورته اخطار ورکول کېږي او حتا ورڅخه جواز اخیستل کېږي، د ناروغ او ډاکټر تر منځ به باور جوړېږي او په ورته وخت کې زموږ د ډاکټرانو اعتماد به د سیمې په کچه ښه شي، ځکه کله هم چې موږ ډاکټران نورو هېوادونو ته لېږو د هغوی غوښتنه دا وي چې دوی باید د طبي عالي شورا له خوا منظور شوي وي."

د عامې روغتیا وزارت وايي چې پر دې طرحې یې له څو کلونو راهیسې کار کړی او په وروستیو کې یې دا طرحه د کابینې په غونډه کې تأیید شوې ده.

د دغه وزارت چارواکي وايي، دا شورا د ولایتونو د حوزو شپږ او ټول ۲۴ غړي لري چې د یوه کال په موده کې به د دایمي ملي طبي شورا د جوړېدو لپاره ټولې چارې بشپړې کړي.

دا شورا داسې وخت جوړېږي چې په هېواد کې ډېر وخت د ناروغ مصؤنیت د ډاکټر حقوق، طبي نصاب او د ډاکټرانو د کار جواز او تجربې پوښتنې راولاړې کړي دي.

بلخوا د افغانستان د لوړو زده کړو وزیره فریده مهمند وايي چې د دې شورا اهدافو د تطبیق لپاره به د طبي پوهنتونونو او پوهنځیو نصاب له سره وکتل شي تر څو هغه د سیمې په کچه برابر شي.

مهمند زیاته کړه:

"په ټولو ولایتونو کې نصابونه په دقیق شکل ارزیابي کېږي او په همدې ډول عملي کارونه، او د زده کړو لابراتوارونه کتل کېږي، هغه معیارونه چې باید په پام کې ونیول شي هغه څارو، که په عملي کارونو، کدري روغتونونو او د زده کړو په وخت کې کومه نیمګړتیا وي ان شاءلله هڅه کوو چې هغه په سمه توګه رفع کړو."

په دې اړه جوړې شوې غونډې ته د اروپایي ټولنې یوه استازي کبرېل لېنوت وویل چې اروپایي ټولنه د روغتیا د برخې د پیاوړتیا لپاره دا شورا مهمه ګڼی تر څو اړیکې یې پراخې او په دې برخه کې د نورو هېوادونو له تجربو ګټه واخیستل شي.

هغه وايي چې د افغان حکومت سره د ډاکټرانو د ارزیابۍ، مسلکي نورمونو په عامېدو او د روغتیايي برخې د پیاوړتیا او اړوندو نورو برخو کې لاسنیوی کوي تر څو په افغانستان کې دا خدمات لا معیاري شي.

راپور: یوسف خان ځدراڼ

XS
SM
MD
LG