د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
شنبه ۱ غویی ۱۴۰۳ کابل ۰۷:۵۵

د طالبانو د دفتر ویاند: دسولې د څلورمې غونډې له جزیاتو خبر نه لرو


د ملا اختر محمد منصور په مشرۍ د طالبانو ډله وایي د افغانستان د سولې په اړه په راتلونکې غونډه کې د دوی د استازو د ګډون په اړه اړیکه نه ده ورسره نیول شوې.

په قطر کې د طالبانو د غیر رسمي دفتر ویاند ازادي راډیو ته ویلي د سولي مذاکراتو په اړه د څلور اړخیزې غونډې پرېکړې له دوی سره نه دې شریکې شوي.

سره له دې چې پرون په کابل کې د همغږۍ ډلې په څلورمه څلور اړخیزه غونډه کې د مارچ میاشتي لومړۍ اوونۍ د افغان حکومت او وسله والو طالبانو ترمنځ د سولې خبرو د پیل لپاره ټاکل شوې ده، خو په قطر کې د طالبانو غیر رسمي دفتر وایي، تر اوسه د دې پرېکړې په اړه دوی ته څه نه دي ویل شوي.

دا غونډه پرون د افغانستان، پاکستان، امریکا او چین د استازو تر منځ د افغانستان د سولې مذاکراتو د پیلېدو په اړه جوړه شوې وه.

د غونډې په پای کې د همغږۍ ډلې د یوې اعلامیې په خپرولو سره د افغان دولت له وسله والو مخالفینو و غوښتل چې د خپلو باصلاحیته استازو له لارې، په دې خبرو کې ګډون وکړي.

په قطر کې د طالبانو دغیر رسمي دفتر ویاند محمد نعیم له ازادي راډیو سره په خبرو کې په دې اړه بې خبرې وښوده او ویې ویل چې په راتلونکې غونډې کې د دوی د استازو د ګډون په اړه له دوی سره اړیکه نه ده نیول شوې:

"په دې اړه د افغانستان اسلامي امارت خبر نه دی، موږ ته ددې ناستو په اړه معلومات نشته چې څه کوي، زموږ د اسلامي امارت موقف دا دی چې هره هغه هڅه ستایو چې د اشغال د ختمېدو او د یوه اسلامي نظام د رامنځته کېدو لپاره کېږي، ددې لپاره که هرڅوک زموږ سره اړیکه نیسي هرکلی یې کوو، د پوځي لارو ترڅنګ که څوک د سیاسي لارې ددې ستونزې د هواري هڅه کوي، موږ ورته چمتو یو."

په قطر کې د طالبانو دغیر رسمي دفتر ویاند زیاته کړه چې د طالبانو ډله د سولې په خبرو کې د ګډون لپاره پر هغو شرایطو ټینګار کوي چې د پګواش په غونډه کې یې مطرح کړې و.

د طالبانو استازو د سولې په هغه غیر رسمي غونډه کې چې د روان ۲۰۱۶میلادي کال د جنورۍ پر ۲۳ د پګواش موسسې له خوا په قطر کې جوړه شوې وه، د سولې لپاره خپل شرایط وړاندې کړې و او ویلي یې دي چې نړیوال ځواکونه باید په بشپړ ډول له افغانستانه ووځي او د طالبانو ټول بندیان خوشي شي.

بل خوا د افغانستان د نوې ملي جبهې په نوم د حکومت سیاسي اپوزېسیون وایي چې افغان حکومت له طالبانو سره د سولې ظرفیت نه لري.

ددې جبهې ویاند وحیدالله غازي خېل ازادي راډیو ته په دې اړه وویل:

" دافغانستان نوې ملي جبهه په دغه حکومت کې دا ظرفیت نه ویني چې دوی دې سوله په افغانستان کې ټینګه کړي، دوی تر اوسه په دې نه پوهېږي چې له کومې برخې سره باید سوله وکړي، د ملا منصور که د ملا رسول له ډلې سره، چېرته یې وکړي او ایا طالبان هم دې خبرو ته حاضر دي که نه؟"

د همغږۍ ډلې په پرونۍ څلور اړخیزه غونډه کې دا پرېکړه هم وشوه چې د افغان حکومت او طالبانو ترمنځ د سولې خبرې دې په پاکستان کې وشي.

پاکستان د ۲۰۱۵ میلادي کال په جولای کې هم د طالبانو او افغان حکومت د رسمي استازو د لومړنۍ ناستي کوربه وو چې د طالبانو د پخواني مشر ملا عمر د مړیني له خبر سره وځنډېده.

اسلام اباد په وار وار ویلي چې په افغانستان کې د سولې غوښتونکي دي.

د هغه هېواد پوځ د دوشنبې په ورځ ویلي وو چې د پاکستان لوی درستیز راحیل شریف د افغان حکومت او طالبانو ترمنځ د سولي خبرو د بیا پیلېدو په هدف قطر ته تللی وو، خو په قطر کې د طالبانو غیر رسمي دفتر وایي، راحیل شریف له دغه دفتر سره اړیکه نه ده نیولې.

XS
SM
MD
LG