د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۱۰ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۶:۵۵

خانه ازادي افغانستان:په هېواد کې ۲ میلیونه جریبه ځمکه غصب شوې ده


Afghanistan -- A residential area in Jalalabad, 30May2012
Afghanistan -- A residential area in Jalalabad, 30May2012

د خانه ازادي افغانستان په نامه یو څېړنیز مرکز وايي، په تېرو ۱۴ کلونو کې په هېواد کې نېږدې دوه میلیونه جریبه ځمکه غصب شوې ده.

د دې مرکز مسوولین وايي، دا څېړنه یې په درې میاشتو کې د ښاروالیو، اړوندو دولتی ادارو او ځینو څېړنیزو موسسو د معلوماتو پرمټ ترتیب کړې ده.

د خانه ازادي افغانستان د څېړنیز مرکز مسوولین وايي، د ملي شورا ځینې غړي، د امنیتی ارګانونو کارکوونکي، دولتي لوړ پوړي چارواکي، د جهادي تنظیمونو مشران، پخواني قوماندانان او سیمه ییز زورواکي هغه کسان دي چې د ځمکو په غصب کې لاس لري.

د دې مرکز مسوولینو د یکشنبې په ورځ هغه درې میاشتنی څېړنیز راپور له رسنیو سره شریک کړ چې په ۱۸ولایتونو کې یې، د ځمکو د غصب په اړه چمتو کړی دی.

د دې مرکز غړي شاه حسین مرتضوي د ترتیب شوي راپور په اساس، د غصب شویو ځمکو اندازه داسې وښوده:

"د خانه ازادي مرکز، څېړنې د بېلګې په توګه په ۱۸ ولایتونو کي ښیي چې یو میلیون اونهه لکه دوه څلویښت زره جریبه ځمکه غصب شوې ده، دا ارقام مو د والیانو د معلوماتو پراساس ترتیب کړي دي."

سره بېره پردې راپور وايي، د ځمکې د عالي ادارې او د افغانستان د پارلمان د ځانګړي کمېسیون د معلوماتو له مخې، تر اوسه یو میلیون، دوه لکه او اوه نوي زره جریبه دولتي ځمکه، د هېواد په ۳۴ ولایتونو کې غصب شوې ده.

په دې جمله کې نهه لکه او شپږ اتیا زره او څلور سوه درې دېرش جریبه، د پنځه لس زره او اته سوه، یو شپیتو کسانو له خوا غصب شوې ده.

د خانه ازادي افغانستان د مرکز په راپورکې راغلي چې پر دغو غصب شویو ځمکو اکثره ښارګوټي، مارکیټونه، سرایونه، لوړې ودانۍ، باغونو او کورونه جوړ شوي دي.

په راپورکې راغلي چې په ټول هېواد کې اوسمهال ۳۵۵ ښارګوټي جوړشوي چې ډېری یې بې پلانه او په غصب شوو ځمکو ولاړ دي.

په راپورکې داهم راغلي چې دې مسالې د هېواد اقتصاد ته، شاوخوا ۲۲ میلیارډه ډالره زیان رسولی دي.

د خانه ازادي افغانستان د مرکز مسوولینو له دولته وغوښتل چې د دې مسالې د پله ټلو لپاره دې، یوه با صلاحیته ځانګړې محکمه جوړه او دځمکو غاصبین دې ممنوع الخرو ج اعلان کړي.

افغان چارواکي وايي، په دې برخه کې د حکومت د اړوندو ادارو څېړنې په جدیت سره روانې دي.

له اداري فساد سره د مبارزې د عالي اداري د مرکزي زون مشر امین امانت ازادي راډیو ته وویل، په دې برخه کې د حکومت هڅو نتیجه ورکړې ده:

"دولت دې ته قوي اراده لري چې له غاصبینو سره مبارزه وکړي، اکثرو موضوع لپاره کمېسیونونه ګمارل شوي، پخوا تردې یوعشاریه پنځه میلیونه جریبه ځمکه همداسې وه، په تصفیه کار روان دی چې غاصبین یې مشخص او تحقیق ته معرفي شي، ستونزې هم شته خو اراده ورته هم شته."

پخوا تردې جمهور ریيس اشرف غني د هېواد ټولو والیانو ته حکم کړی چې په پوره قوت سره دې د ځمکو د غاصبینو مخه ونیسی او هغه کسان چې تر اوسه یې دولتی او یا غیردولتی ځمکې غصب کړي، عدلي ارګانونو ته راوکاږي.

خلک وايي، د ځمکو غاصبین د هېواد له ناوړه امنیتي وضعیت او د قانون له کمزورۍ پوره ګټه اخلي.

په افغانستان کې د ځمکو د غصب موضوع اوسنۍ نه ده، بلکې له کلونو کلونو راهیسې روانه ده.

دا مساله کله ـ کله په ځینو سیمو کې د کورنیو او قومونو ترمنځ په خونړیو جنګونو هم اوښتې ده.

مدني ټولنې وايي، که حکومت د دې ستونزې حل ته تدابیر ونه نیسي، د خلکو ستونزې به نورې هم زیاتې شي.

راپور:خان محمد سیند

XS
SM
MD
LG