د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
پنجشنبه ۶ غویی ۱۴۰۳ کابل ۰۸:۰۳

صدیقي:د غير مسووله وسله والو له فعالیت څخه مخنیوی کېږي


د افغانستان د کورنیو چارو وزارت وایي چې ټولو امنیتي ارګانونو ته یې امر کړی چې غیر مسوول وسله وال ونیسي.

د دغه وزارت ویاند د یکشنبې په ورځ ازادي راډيو ته وویل چې دا کسان خلکو ته په سرخوږي بدل شوي او حکومت ژمن دی چې د دوې د فعالیتونو مخه ونیسي.

د ولسي پاڅونونو په نوم د یو شمېر کسانو مسلح کول نه یوازې د امنیت په برخه کې ګټور نه دي تمام شوي، بلکې په اکثرو مواردو کې د ناامنیو د زیاتېدو لامل هم شوي دي.

د افغانستان د کورنیو چارو وزارت هم د غیر مسووله والو ډلو موجودیت د خلکو او حکومت پر وړاندې ستونزه بولې او وایي چې ټولو امنیتي ارګانونو ته یې امر کړی چې دغه کسان ونیسي.

د دغه وزارت ویاند صدیق صدیقي د یکشنبې په ورځ ازادي راډيو ته وویل، حکومت ژمن دی چې په تخار او نورو ولایتونو کې د دغو کسانونو د فعالیت مخه ونیسي.

ښاغلي صدیقي زایاته کړه:

"افغان حکومت ټولو امنیتي ارګانونو ته امر کړی چې دا ډول کسان تر قانوني تعقیب لاندې ونیسي او په تخار کې والی صاحب او پولیسو له خلکو سره یو ځای کار پيل کړی، څو غیر مسوول وسله وال چې په ښار کې خلک ځور وي مخه یې ونیسي او دوی به په رسمي ډول تر قانوني تعقیب لاندې ونیول شي."

دا خبرې وروسته له هغه مطرح کېږي چې د تخار والي محمد یاسین ضیا د شنبې په ورځ په دې ولایت کې د خلکو د ولسي پاڅون تر عنوان لاندې د غیر مسووله وسله والو ډلو پر ډېرېدو اندېښنه څرګنده کړه.

نوموړي دغه غیر مسووله وسله وال په قتل، د مخدره موادو په قاچاق او نورو وسله والو غلاوو کې ښکېل وګڼل او خبردارئ یې ورکړ چې باید خپلې وسلې دولت ته وسپاري.

په ولسي جرګې کې د تخار استازي سید اکرام الدین معصومي هم وایي چې غیر مسووله وسله والې ډلې په دې ولایت کې خلکو ته ستونزې جوړه وي:

"یو شمېر غیر مسووله وسله وال دي چې په دې ولایت کې امنیتي وضیعت یې خراب کړی، دوې په غلاوو، انسان تښتونو کې ښکېل دي او هر جنایت چې له لاسه کېږي ترسره کوي."

دا لومړی ځل نه دی چې له غیر مسووله وسله والو ډلو څخه دا ډول شکایتونه کېږي بلکې د هېواد په نورو برخو کې هم ورته شکایتونه شوې دي.

عام وګړي غیر مسوولو وسله والو ته د وسلو وېشل او ملېشه جوړونه ناکامه تجربه ګڼي او وایي چې دا ډول کسان کولی شي چې په راتلونکي کې خلکو او حکومت ته لوی سرخوږی رامنځ ته کړي.

دا په داسې حال کې ده چې د ښې حکومتولۍ په برخه کې د ولسمشر فوق العاده استازي احمدضیا مسعود په دې ورستیو کې شمالي ولایتونو ته د سفر پرمهال د هېواد دامنیتي وضیعت د ښه کېدو لپاره د خلکو او په ځانګړي ډول د مجاهدینو په بسیج او یووالي ټينګار وکړ.

ښاغلي مسعود ویلي چې له امنیتي ځواکونو سره د همکارۍ لپاره دې په ټولو ولایتونو کې باید د مقاومت شوراګانې جوړې شي.

خو یو شمېر افغان کتونکي بیا د خلکو مسلح کول د حکومت په چوکاټ کې د یو شمېر کړیو شخصي منافع یادوي.

د پوځي چارو افغان کارپوه عتیق الله امرخېل په شمال کې د نا امنیو لامل هلته د یو شمېر غیر مسووله قوماندانانو او وسله والو موجودیت ګڼي.

ښاغلي امرخېل زیاته کړه:

"که چېري دغه ملېشې او دغه قوماندانان په شمال کې خالي سلاح نشي هېڅ امکان نه لري چې هلته امنیت راشي، دا غله دي د خلکو مالونه اخلي او دلته کابل کې هم ملاتړ لري، هلته طالب نشته همدا خلک دي چې نا امنیي یې جوړه کړې ده."

ښاغلي امرخېل همدارنګه په شمال کې نا امنۍ د شخصي منافعو او یو شمېر کړیو او کانونو د قاچاقبرانو جګړه یاده کړه.

نوموړي وویل چې حکومت باید افغان امنیتي ځواکونه لاپیاوړي کړي ترڅو ملېشې جوړولو او د خلکو مسلح کېدو ته اړتیا نه وي.

راپور: ناجیه ساپۍ

XS
SM
MD
LG