د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۳۱ وری ۱۴۰۳ کابل ۱۱:۲۵

غیر مسووله وسله والو ته د تخار والي خبرداری


په دې وروستیو کې په تخار ولایت کې د ولسي پاڅون په نوم د غیرمسووله وسله والو شمېر زیات شوی چې دې مسالې د دغه ولایت اوسېدونکي او سیمه ییز چارواکي اندېښمن کړي.

د تخار د والي په وینا چې غیر مسووله وسله وال په ډېرو غیر قانوني کارونو کې لکه د انسانانو په وژلو، وسله والو غلاو، د مخدره موادو په قاچاق او نور پېښو کې لاس لري.

د تخار والي محمد یاسین ضیا د ولسې پاڅون ترنامه لاندې وسله والو او نورو حکومت مخالفه وسله والو ته خبردارې ورکړ چې خپلې وسلې پر ځمکه کېږدې او یا یې هم دولت تسلیم کړي ،که نه ورسره به جدې قانونې چلند وکړي.

ښاغلي ضیا زیاته کړه:

"غیرمسووله وسله والو خبر اوسئ، په ابرو او عزت سره خپلې وسلې پرځمکه کېږدی او له خپلسري څخه لاس واخلئ او که وروسته له دې په سیمې کې په خپلسري لاس پورې کړئ، نو د دولت له سخت غبرګون سره به مخامخ شي."

د ښاغلي ضیا د خبرو پراساس چې د امنیت ټینګښت د دولتي ځواکونو دنده ده، نه ده غیر مسوولو وسله والو، نوموړی په دې ولایت کې د ولسې پاڅون تر نامه لاندې د غیر مسوولو وسله والو شتون د سولې او امنیت د ټینګښت پر وړاندې ستر خنډ بولي:

" وسله د زبرځواکۍ، د غصب، د بې ګناه انسانانو د وژلو، د خلکو د ځورونې لامل ده، همدارنګه د زرګونو نورو جنایاتو لامل دی، اوس مهال وسلې ته هېڅ اړتیا نشته چې هرسړی په خپله اوږه له ځان سره وګرځوي."

بل خوا، د تخار د ولایتي شورا یو شمېر غړي او ددې ولایت اوسېدونکي هم د غیرمسوولو وسله والو حضور اندېښمن کړي، دوی دغه ډلې په سیمه کې د خلکو په ځورونې او وسله والو غلاو تورنه وي.

د تخار د ولایتي شورا غړی عین الدین:

"د غیرمسوولو وسله والو حضور په مرکز او په ولسوالیو کې ډېر شوي دی او دغه ډلې په سیمې کې په هرډول جنایت باندې لاس پورې کوي او د خلکو پر وړاندې بېلابېلې ستونزې جوړوي."

د تخار ولایت یو تن قومي مشر عبدالعزیز:

" هرې خواته ناقانونه وسله وال دي، که کچالوفروش دی مسلح دی، که کراچيوان دی مسلح دي او که رېکشاوان دی ورسره وسله ده، دولت باید د دوی پر وړاندې جدې اقدام وکړي."

تخار په شمال ختځ زون کې موقعیت لري او د افغانستان یو له امنو ولایتونو څخه شمېرل کېږي، خو په دې وروستیو څو کلونو کې د نوموړي ولایت په یو شمېر سیمو کې د دولت ضد وسله والو همدارنګه غیرمسووله وسله والو حضور موندلې دی چې وخت نا وخت دغه ولایت د جګړو او ناامنو شاهد وي.

راپور: اجمل ارین

XS
SM
MD
LG