د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۱۰ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۴:۱۱

"د افغانستان په اوسني نظام کې مجاهدین عملاً برخه لري"


د افغانستان مشرانو جرګه او د چارو یو شمېر څېړونکي وايي چې د افغانستان په اوسني نظام کې مجاهدین او یا هم د دوی د کورنۍ غړي عملاً برخه لري.

دوی وايي چې د ځینو جهادي مشرانو له خوا د دې خبرو راپورته کول ښايي د ملي وحدت په حکومت کې په خپله د دوی نه شریکول او د موقف تعینول وي.

د افغانستان په اوس مهالي حکومت کې مجاهدینو ته د لازمې ونډې د نه ورکولو خبره یوځل بیا له افغانستانه د پخواني شوروي اتحاد د ځواکونو د وتلو د ۲۷ کلیزې په مناسب په جوړې شوې غونډه کې د یو شمېر جهادي مشرانو له خوا راپورته شوه.

یو شمېر افغان جهادي مشران لا هم پرافغان حکومت له دې امله انتقاد کوي چې دوی یې څنګ ته کړي او په نظام کې یې برخه نه ده ورکړې.

دغه انتقادونه له افغانستانه د پخواني شوروي اتحاد د ځواکونود وتلو د ۲۷ مې کلیزې په مناسبت په جوړې شوې غونډه کې یو ځل بیا راتازه شول.

خو د افغانستان مشرانو جرګه او د چارو یو شمېر څېړونکي وايي چې د افغانستان په اوسني نظام کې مجاهدین او یا هم د دوی د کورنۍ غړي عملاً برخه لري.

د مشرانو جرګې دوهم مرستیال محمد اصف صدیقي د سې شنبې په ورځ په دې اړه ازادي راډیو سره په خبرو کې وویل:

"زه فکر کوم که یو شمېرمجاهدین د حکومت په سر کې نه دي نو د دوی اولادونه د حکومت په مشرۍ کې موجود دي، د والیانو په کچه، په درې واړو امنیتي ارګانونو کې، که په سر کې نه وي نو مرستیالان او قومندانان یې دي، په ملي شورا کې او په کابینه کې مجاهدین شته، یا مجاهدین یا د هغوی اولادونه."

د افغانستان په اوس مهالي حکومت کې مجاهدینوته د لازمې ونډې د نه ورکولو خبره یوځل بیا له افغانستانه د پخواني شوروي اتحاد د ځواکونو د وتلو د ۲۷ کلیزې په مناسب په جوړې شوې غونډه کې د یو شمېر جهادي مشرانو له خوا راپورته شوه.

پخواني جهادي مشر او د حراست او ثبات د شورا غړي عبدالرب رسول سیاف په یاده غونډه کې یوځل بیا له حکومته وغوښتل چې د سولې په ټینګښت او د هېواده د دفاع په لار کې دي، مجاهدینو ته ونډه ورکړي.

ښاغلي سیاف دا خبرې په داسې حال کې کوي چې په دې وروستیوکې په اصلاحاتو او ښې حکومتولۍ کې د جمهور رییس ځانګړي استازي په تخار او بدخشان ولایتونو کې پر جهادي قوماندانانو غږ کړی چې د مخالفینو پرضد دې خپلې لیکې منظمې او جنګ ته دې تیار اوسي.

تر دې دمخه جهادي مشر او د افغانستان د اوبو او برېښنا پخواني وزیرمحمد اسماعیل خان هم په یو شمېر غوڼدو کې ورته څرګندونې کړي او له دې امله یې په حکومت انتقاد کړی دی.

خو افغان چارواکي وايي، حکومت مجاهدین له پامه نه دي غورځولي او همدا اوس هم ګڼ شمېر پخواني مجاهدین په امنیتي ارګانونو کې دنده لري.

په ورته وخت کې د چارو یو شمېرسیاسي او امنیتي کارپوهان هم په افغان حکومت کې دننه د مجاهدینو شتون تاییدوي او د مجاهدینو د مشرانو دا شان انتقادونه د دوی په خپله ګټه څرګندونې ګني.

د امنیتي چارو افغان کارپوه باري عارض وايي چې د یو شمېرجهادي مشرانو له خوا دا شان څرګندونې یواځې د یو امتیاز ګیرۍ او باج ګېرۍ په منظور استعمالېږي.

ښاغلي عارض زیاته کړه:

"زه په دې جمله نه پوهېږم چې د مجاهدینو ګډون د ځینو مشخصو افرادو څخه ده او که نه په مجموع کې د افغانستان مجاهدین، که د مجاهدینو خبره وي عملاً د دولت په نیمايي ارګانونو کې مجاهدین ګډون لري، زه فکر کوم چې دغه جمله یواځې د یو امتیازګیرۍ او باج ګېرۍ په منظور استعمالېږي."

په ورته وخت کې د سیاسي چارو افغان کارپوه نجیب محمود د اجراییه ریاست په مشرتابه کې د مجاهدینو شتون ته اشاره کوي وايي چې په ډېریو حکومتي ادارو کې مجاهدین موجود دي.

خو د ښاغلي محمود په وینا کله چې د نظام د جوړولو مساله رامنځته کېږي د دې مسایلو پرځای باید مسلکیتوب ته پام وشي.

ښاغلي محمود زیاته کړه:

"د افغانستان جهاد او مقاومت درناوی په خپل ځای دی خو کله چې د یو نظام د جوړولو موضوع مطرح کېږي باید مسلکي کسانو ته پام وشي."

د کارپوهانو په وینا د هېواد اوسنی امنیتي وضیعت په دې مسایلو پورې تړل هم منطقي خبره نه ده، دوی وايي شته ځیني داسې موارد او مداخلې چې له امله یې په افغانستان کې د ننه امنیت د پخوا په شان نه دی.

خو د چارو د کارپوه نجیب محمود په دی نظر د مجاهدینو د واکمنۍ پر مهال امنیتي وضیعت تر دې خراب و، دی وايي که اوس هم ټول حکومت د مجاهدینو په لاس ورکړل شي په امنیتي برخه کې به کوم جدي مثبت بدلون رامنځته نه شي.

XS
SM
MD
LG