د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۱۰ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۳:۲۴

د افغانستان په ګوټ ګوټ کې د برېښنا حلقوي خطونه جوړېږي


له ټاپي او کاسا یک هزار پروژو وروسته له ترکمنستان څخه افغانستان او پاکستان ته د سلګونو کېلو ولټه برېښنا لېږد بله پروژه ده چې افغان چارواکي یې په اړه خبرې کوي.

د افغانستان د اوبو او برېښنا وزارت وايي چې هڅې روانې دي تر څو ۵۰۰ کېلو ولټه برېښنا له ترکمنستانه تورغونډۍ، هرات، فراه، نیمروز، کندهار او له هغې وروسته بیا پاکستان ته ولېږدول شي.

د وزارت چارواکي وايي چې د دغې پروژې د عملي کېدو لپاره د پاکستان او ترکمنستان له استازو سره لومړنۍ خبرې روانې دي او تر دوه راتلونکو میاشتو به د دې پروژې رسمي خبرې پیل شي.

د اوبو او برېښنا وزارت ویاند عبدالبصیر عظیمي د شنبې په ورځ ازادي راډيو ته وویل چې په افغانستان کې د دې پروژې له عملي کېدو سره به د برېښنا د کمښت ستونزه حل شي.

ښاغلی عظیمي وايي:

"د اوبو او برېښنا وزارت یو ستراتېژیک هدف دا دی چې موږ د برېښنا د لېږد سراسري خطونه جوړ کړو که کله هم برېښنا په یو ځای کې پرې کېږي نو موږ وکولای شو چې له یوه بل لاین برېښنا ولرو، د دې پروژې په اړه مقدماتي خبرې پیل شوي تر څو تګ لوری مشخص شي او معلوم کړو چې د پروژې مالي ملاتړ څوک کوي."

له دې وړاندې افغانستان د ټاپي او کاسا یک هزار په شان پروژې هم د سیمې د هېوادونو سره لاسلیک کړي چې د افغانستان د اقتصادي ودې لپاره بې مثاله بلل شوي دي.

د برېښنا وزارت وايی چې په راتلونکو غونډو کې به د یادو درېیو واړو هېوادونو تر منځ د پروژې د څه ډول عملي کېدو او بودیجې په لارو چارو خبرې وشي.

ویل کېږي چې د دغې پروژې په عملي کېدو سره به افغانستان ته په هر ساعت کې د یو کېلو ولټ برېښنا له لېږد څخه ۱.۲۵ ډالره د ټرانزیټ حق هم ورسېږي.

له دې سره د اقتصادي چارو کارپوهان د دغې پروژې عملي کېدل د افغانستان لپاره مهم ګڼي وايي چې دا ډول پروژې نه یوازې د افغانستان د اقتصادي ودې لپاره ګټورې دي بلکې په سیمه کې د سیاسي ثبات لامل هم ګرځي.

د سوداګرۍ او صنایعو خونې د نړیوالو اړیکو مسؤل اذرخش حافظي یې په اړه وايي:

"له دې سره د افغانستان اقتصادي اهمیت جګېږي، ځکه هغه د برېښنا لاین چې پاکستان، د پاکستان صنایعو او خلکو ته برېښنا ورکوي که له افغانستانه لېږدېږي دا ډېرې نورې ګټې هم لري."

د برېښنا وزارت هم وايي چې دا پروژه نه یوازې هېواد ته اقتصادي اهمیت لري بلکې له بشپړېدو سره به یې په افغانستان کې تر ډېره د بې برقۍ ستونزه حل شي.

بلخوا ښاغلی حافظي وايي چې افغانستان د منځنۍ اسیا، او جنوبي اسیا تر منځ یو ښه پل واقع کېدای شي چې باید په دا ډول پروژو له خپل موقعیته ګټه واخلي او ورته لا هڅې وکړي.

راپور: یوسف خان ځدراڼ ‍

XS
SM
MD
LG