د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۱۰ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۶:۰۵

"د کابل ښار د چاپیریال روان وضعیت به د دې ښار هوا لا ککړه کړي"


د افغانستان د چاپېریال ساتنې اداره وايي، د کابل ښار د چاپیریال روان وضعیت به د دې ښار هوا لا ککړه کړي.

د افغانستان د چاپيریال ساتنې اداره، د کابل ښار پر چاپیریال اندېښنه ښيي او وايي چې د ښه کولو لپاره یې اقدامات ضروري دي.

د دې ادارې مسوولین وايي، د دولتي او غیردولتي ودانیو ککړو اوبو او د کثافاتو ډېروالي، د دې ښارهوا ککړه کړې ده.

د دې ادارې مرستیال عبدالولي مدقق د یکشنبې په ورځ په کابل کې د چاپيریال ساتنې د ادارې او څو وزارتونو څخه د جوړې فرهنګي کمیټې په ناسته کې وویل؛ د ستونزې حل ته یې د شمېر دولتي ادارو په مرسته، یو لړ پلانونه ترتیب کړي او ښې نتیجې یې ترې اخیستي دي:

"په خوښۍ سره چې کابو دیارلسو دولتي ادارو سیستمونو جوړ کړي؛ خو یوشمېر دولتي ودانۍ شته د چاپیریال د خوندیتوب دا سیسټمونه یې تراوسه هم فعال کړي نه دي چې چاپيریال ته یې زیان رسولی دي."

ده داهم وویل، د ډبرو د سکړو او رابړونو او زړو څرمنو او په مرکزګرمیو کې د غیر معیاري موادو سوځول؛ داسې لوګي تولیدوي چې ډېر ژر د ښارهوا ککړولی شي.

د افغانستان د مرکزي احصایې د راپور له مخې؛ افغانستان شاوخوا اته ویشت میلیونه نفوس لري چې څه کم اوه میلیونه یې په کابل ښار کې هستوګن دي.

په عین وخت کې کابل ښاروالۍ وايي چې د پاکولو لپاره د کافي امکاناتو نشتوالی او د عامو خلکو له خوا د ښاري فرهنګ نه مراعتول هغه څه دي چې د دوی فعالیتونه یې ټکني کړي دي.

د کابل ښاروالۍ د تنظیف ریيس نثار احمد حبیبي غوري وايي چې د کثافاتو بې ځایه غورځولو هم ستونزې زېږولي دي:

"په کور کې چې کثافات تولیدېږي هغه کوڅې ته راایستل کېږي. د شپې له خوا د ځینو کسانو له خوا یو خوا بل خوا شیندل کېږي. کله چې سهار شي مېږې او پسونه پرې څري؛ ترڅو چې رسمیات پیلیږي د ښار ډېرې سیمې ککړوي. خو دا په دې مانا نه ده چې کواګې ټول ښار ککړوي."

ښاغلی غوري د دې ستونزې کمولو ته د عامه پوهاوي له لارې، د ښاري فرهنګ پر مراعاتولو تاکید کوي.

دا پداسې حال کې ده چې د دې ښار د پاک ساتلو لپاره، یو لړ کارونه شوي خو کافي نه دي.

د مسوولینو په نظر، له ښاره د زړو موټرو ټولول، خلکو ته عامه پوهه ورکول، د چاپیریال پاک ساتل اود کابل ښار د شنه کمربند د پروژې پيلول هغه موارد دي چې له عملي کېدو سره به یې د دې ښار چاپيریال ښه شي.

راپور: خان محمد سیند

XS
SM
MD
LG