د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۱۰ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۴:۵۶

خپلواکي غوښتونکى مشر ډاکټرمنان بلوڅ له ۴ملګرو سره و وژل شو


د بلوچستان په مستونګ سيمه کې د بلوڅو د يوه خپلواکي غوښتونکي مشر ډاکټر منان په شمول ۵ بلوڅ وسله وال وژل شوي دي، ډاکټر منان بلوڅ له سياسي لارې د بلوچستان د خپلواکۍ لپاره مبارزه کوله، خو د بلوچستان حکومت وايي چې هغه وسله وال وو او له امنيتي ځواکونو سره په نښته کې وژل شوى دى. ګوند يې د وژنې په ضد درې ورځنى کاربنديز او څلوېښت ورځنى ماتم اعلان کړى.

د داخله چارو ايالتي وزير مير سرفراز بګټي تېر ماښام په کوټه کې يوې خبري غونډې ته په وينا کې وويل چې ملېشه ځواکونو د شنبې په سهار د مستونګ سيمې په "دتو" نومې کلي کې د وسله والو يو پناه ځاى په نخښه کړى او پينځه تنه وسله وال يې په کې وژلي دي.

سرفراز بګټى وايي، په وژل شوېو کسانو کې د بلوچ ليبرېشن فرنټ يا د بلوڅو د خپلواکۍ د جبهې مرستيال مشر ډاکټر منان بلوڅ هم شامل دى چې وايي دا يې ډېره لويه لاسته راوړنه ده:

"پرون چې کوم عمليات شوي او په هغه کې ډاکټرمنان او د هغه ملګري و وژل شول دا ډېره لويه لاسته راوړنه ده، د بلوچ ليبرېشن فرنټ وسله وال سازمان قومانده مخکې د ډاکټر الله نذر په مشرۍ او اوس د ډاکټر منان په وژنې سره له منځه تللې ده او زه فکر کوم په قلات، مستونګ او د بلوچستان په نورو جنوبي سيمو کې به دا ډېر اغېز ولري او امنيت به ښه شي."

ډاکټر منان بلوڅ د بي.اين.ايم يا د بلوڅو د قومي غورځنګ مشر سيکرتر هم وو چې له سياسي لارې يې د بلوچستان د خپلواکۍ لپاره مبارزه کوله، خو سرفراز بګټى وايي چې هغه سياستوال نه، بلکې وسله وال وو او په يوه سياسي سنګر کې نه، له ملېشه ځواکونو سره په وسله واله نښته کې و وژل شو:

"زه فکر نه کوم چې هغه دي له کوم سياسي ګوند سره تړاو درلود، هغه وسله وال وو او وړمه شپه تر ډېره وخته زموږ له ځواکونو سره جګړه وکړه، سياسي فعال له ملېشه ځواکونو سره نه جنګېږي او خلک زخمي کوي نه، هغه وسله وال وو او په جزا ورسېد."

د بلوڅو ملتپالو ګوندونو د ډاکټر منان بلوڅ وژنه غندلې او خواشيني پرې څرګنده کړې ده.

د بلوڅو قومي غورځنګ يا بي.اين.ايم د خپل وژل شوي مرستيال مشر پر وژنه په بلوڅ مېشتو سيمو کې درې ورځنى کاربنديز، د موټرو ګرځبنديز او څلوېښت ورځنى ماتم اعلان کړى دى.

۴۸ کلن ډاکټر منان بلوڅ له بلوچستان مېډيکل کالج څخه د طب ډګرۍ اخيستې وه، خو له ډېرې ځوانۍ د بلوڅو په ملتپال سياست کې فعال وو.

د نورو خپلواکي غوښتونکو بلوڅانو غوندې ډاکټر منان هم د ګوادر- کاشغر اقتصادي لارې د جوړېدو سخت مخالف وو او ويل يې چې دا پروژه به بلوڅان په اقليت بدل کړي.

د يادونې وړ ده چې د بي اين ايم يا د بلوڅو د قومي غورځنګ مشرغلام محمد بلوڅ هم د ايران پولي ته نژدې په تربت سيمه کې په ٢٠٠٩میلادي کال کې وژل شوى وو.

د بلوڅو د خپلواکۍ د جبهې د مشر ډاکټر الله نذر بلوڅ د مرګ او ژوند په اړه هم تر اوسه کره شواهد مخې ته نه دي راغلي.

د بلوچستان ايالتي حکومت په تېر اګست کې ويلي وو چې ګومان کېږي هغه به په اواران سيمه کې په عملياتو کې وژل شوى وي، خو په تېر نومبر کې دې جبهې د خپل مشر د يوې ويډيو په خپرولو سره وويل چې هغه ژوندى دى، خو سرفراز بګټي وويل چې دوى لا هم د هغه د ژوند په اړه شکمن دي.

رپوټ: بارکوال مياخېل- کوټه

XS
SM
MD
LG