د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
پنجشنبه ۳۰ وری ۱۴۰۳ کابل ۱۱:۳۳

د کونړ خلک: چا ته اجازه نه ورکوو چې ځنګلونه ووهي


د کونړ ماڼوګي ولسوالۍ اوسېدونکي وايي؛ د ځنګل ساتلو لپاره يې ځوانانو باندې پیرې درولي دي او چاته اجازه نه ورکوي چې دغې ملي شتمنۍ ته زیان ورسوي.

په همدې ولسوالۍ کې له تېرو څو کالونو راهیسې ځنګلونه وهل کېږي چې ډېری يې له منځه تللي دي.

د کونړ ماڼوګي ولسوالۍ پخوا د نښترو پرېمانه ځنګلونه درلودل؛ خو په تېرو درېیو لسیزو کې يې ډېری برخه د ځنګل وهونکو او د لرګیو د قاچاق وړونکو له خوا پرې شوي او په بېلابېلو نومونو له کونړ څخه ایستل شوي دي، خو اوس د دې ولسوالۍ اوسېدونکو پرېکړه کړې چې ځنګل به له وهلو ژغوري.

قومي مشر شهزاده وايي، یو شمېر کسانو د خپل قوم او سیمې پورې تړلو ځمکو کې ولاړ ځنګلونه په دې نیت یا خپله ووهل او یا يې هم په نورو وپلورل چې شتمن به شي؛ کوم غرونه چې په دنګو او شنو نښترو ښکلي وو؛ هغه يې سپېره کړل، خو داسې ونه شول له یوې خوا يې ملي شتمنۍ لوټ کړه او له بل پلوه د سپېروغرونو په څېر سپېره پاتې شول.

"کومو خلکو چې ځنګلونه ووهل ما ونه لیدل چې ټرانسپورټي طیارې يې جوړې کړي او ژوند يې ښه شوی؛ هغوی هم له لوږې مري او موږ هم."

دی وايي، دوی پرېکړه کړې چې نه به خپله ځنګل وهي او نه به نورو ته اجازه ورکړي؛ خو د دولت ملاتړ ته اړتیا لري:

"موږ راپاڅېدو چې د ځنګل وهلو مخه ونیسو؛ ځوانان مو راټول کړل پیرې مو پرې ماتې کړې اوس هم زموږ۶۰ ـ ۷۰ تنه په یخو واورو کې په غرونو کې پراته دي او ځنګل ساتي، موږ خو ورته وړې کوټې جوړې کړي؛ خو د دولت ملاتړ ډېر اړین دی."

مولوي عبدالعزیز وايي، پخوا د ځنګلونو د پرېکولو د مخنیوي په هدف په ننګلام کې دې ته ورته ډېرې شورا ګانې جوړې شوې وې؛ خو مسوولیت يې نه و درک کړی؛ نو ځکه د ځنګل وهنه روانه وه:

"دوی به مخکې شورا ګانې جوړولې؛ ځنګلونه به يې په نظر کې نیول، خو بدبختانه چې مسوولیت يې نه و احساس کړی؛ کله چې دا شورا جوړه شوه مسوولیت يې احساس کړ؛ ۷۰­ـ ۸۰ نفر يې ولېږل. اوس دې ځنګل ووهل شي، ټول الله سره وعده کوو چې نور به له قانون او دې وطن سره جفا نه کوو."

د کونړ امنیه قوماندان مل پاسوال عبدالحبیب سید خېل خلکو ته وویل؛ لکه څنګه چې له افغان ځواکونو ملاتړ کوي؛ همداسې د ځنګلونو د پرې کېدو په مخنیوي کې هم دولت سره مرسته وکړئ.

"تاسو تصمیم ونیسئ، تاسو پرېکړه لیک صادر کړئ؛ هغه قاچاق وړونکي چې ځنګل پرې کوي تاسو يې پېژنئ؛ تاسو موږ ته د قاچاق وړونکو او ځنګل وهونکو د نومونو لیست راکړئ؛ هره فیصله مو چې وکړه، موږ ستاسو خدمت کې یو.

ځنګلونه د ملت مال دی او باید چې تاسو يې ساتنه وکړئ؛ ځنګلونه په هغو ساحو کې وهل کېږي چې دولت ورته لاس رسی نه لري؛ د ملي شتمنیو ساتل زموږ ګډ مسوولیت دی؛ ټول افغان ځواکونه ستاسو بچي او ستاسو په خدمت کې دي."

د کونړ اوسېدونکي وايي، د ځنګلونو په وهلو او د لرګیو په قاچاق کې اکثره دولتي چارواکي او یو شمېر وکیلان لاس لري؛ دوی وايي، وهل شوي لرګي د چارواکو او وکیلانو له خوا د مدرسو، جوماتونو او دولتي دفترونو په نومونو له کونړ څخه انتقال شول؛ خو اکثره يې په یادو ځایونو کې د مصرف په ځای په بازار کې وپلورل شول او پیسې يې هم دغو کسانو په جیبونو کې واچولې.

راپور: روح الله انوري

XS
SM
MD
LG