د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۱۰ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۹:۲۴

افغان حکومت په انګور اډه کې د پاکستان د تاسیساتو پر ضد څه کړي؟


د افغانستان د سرحدونو قومونو او قبایلو چارو وزیر وايي چې د پکتیکا د انګور اډې په سیمه کې د پاکستاني تاسسیاتو بندیدو لپاره د حکومت هڅې روانې دي.

له دې سره چې د پکتیکا د انګور اډې په سیمه کې د پاکستاني نظامي تاسیساتو جوړولو موضوع د افغانانو جدي غبرګونونه راپارولي د افغانستان د سرحدونو او قبایلو چارو وزارت وايي؛ د ستونزې د اساسي حل لپاره ډیپلوماټيکې هڅې روانې دي.

د سرحدونو او قبایلو چارو وزیر محمد ګلاب منګل د چهارشنبې په ورځ ازادي راډيو ته وویل چې که څه هم په دې اړه تر اوسه د افغان حکومت هڅو نتیجه نه ده ورکړې؛ خو هیله مندی له پخوا ډيرې شوي دي.

هغه وايي چې دوی هڅه کوي له سوله ییزو لارو دا موضوع حل کړي.

"له څو میاشتو راهیسې زموږ د لوړ پوړو پلاوو له خوا په جدي شکل په دې اړه د پاکستاني چارواکو سره خبرې روانې دي؛ خو تر اوسه کومې وروستۍ نتیجې ته نه یو رسیدلي؛ خو هیله مند ډېر یو چې د خبرو اترو له لارې به دا موضوع حل او ستونزې ته به د پای ټکی کیښودل شي."

ښاغلی منګل وايي چې د پکتیکا د برمل ولسوالۍ د انګور اډې په سیمه کې د پاکستاني نظامیاتو تاسیسات شاوخوا ۲۵ کیلومتره له پولې دې خوا جوړ شوي دي.

دې موضوع له دوه کلونو راهیسې د خلکو او د ملي شورا د ځينو غړو سختې اندیښنې راپارولي دي.

عام خلک وايي، که څه هم حکومت تل د ډیپلوماټيکو لارو د ستونزو د حل ژمنه کړي؛ خو د دوی په باور په عمل کې څه پرمختګ راغلی نه دی.

د پکتیکا ولایتي شورا رییس وايي چې په دې اړه د خلکو د صبر کاسه هم ډکه شوي خو د حکومت د هڅو څه نښې نه لیدل کېږي.

د یاد ولایت د ولایتي شورا رییس بختیار همت ځدراڼ ازادي راډيو ته وویل؛ که د حکومت له لوري ژر جدیت ونه ښودل شي؛ دا ستونزه غټېدای شي:

"هغه معلومات چې موږ یې لرو تر اوسه هېڅ ډول هڅې د کوم کس یا حکومت له خوا نه دي شوي؛ ولې د سیمې ځينې خلک او قومي مشران د پاکستان خلاف را ټولیږي او ګواښ کوي چې که حکومت اقدام و نه کړي؛ موږ خپله د دې تاسیساتو په وړاندې اقدام کوو."

ښاغلی ځدراڼ وايي، د پاکستان له دې هڅو ور هاخوا دغه هېواد داسې هڅې هم ګړندی کړي چې د هغې سیمې خلکو ته پاکستاني پیژند پاڼې وویشي.

د پاکستان له لوري نه یواځې په پکتیکا ولایت کې د سرحدي سرغړونو راپورونه ورکول کېږي؛ بلکې دوه کاله وړاندې د هغه هیواد له لوري د ننګرهار د ګوشتې په ولسوالی کې هم ورته هڅې کیدلې.

هغه وخت بیا دا هڅې د دواړو هېوادونو تر منځ پر پوله د پرتو ځواکونو تر منځ د جګړې سبب هم شوي وې.

XS
SM
MD
LG