د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
سه شنبه ۴ غویی ۱۴۰۳ کابل ۰۸:۱۷

"حکومت دې د خبریالانو امنیت ته لومړیتوب ورکړي"


د افغانستان د حراست او ثبات شورا له حکومته غواړي چې د دغه هېواد په رسنیو اعتماد ولري او د خبریالانو د امنیت په برخه کې اقدام وکړي.

په داسې حال کې چې د افغان خبریالانو اندېښنې د دوی د نه خوندیتوب په اړه مخ په زیاتېدو دي، د افغانستان د حراست او ثبات شورا له افغان حکومته غواړي چې د خبریالانو د امنیت برخې ته لومړیتوب ورکړي.

د دغې شورا مسؤلانو د سه شنبې په ورځ به کابل کې په یوې خبري غونډه کې له حکومته وغوښتل چې په افغان رسنیو اعتماد او ورڅخه ملاتړ وکړي.

د دغې شورا ویاند مسعود ترشتوال وايي؛ افغان حکومت باید نړیوالو کنوانسیونونو ته په پام سره د دغه هېواد د رسنیو او خبریالانو امنیت ته پام وکړي.

ښاغلي ترشتوالی وویل:

"د ملي یووالي حکومت باید د ټولنیزو رسنیو د کاروان د غړو د خوندیتوب د تضمین او د هغوی د هڅونې، ملاتړ او تشویق لپاره هر اړخیزه او معینه تګلاره جوړه او په وخت یې عملي کړي."

دغه څرګندونې په داسې حال کې کېږي چې په دې وروستیو کې د وسله والو مخالفینو له خوا رسنیو ته ګواښونو زور اخیستی.

وسله والو طالبانو تېره چهارشنبه د طلوع ټلوېزیون پر کارکوونکو په یوې انتحاري حملې سره ۷ تنه دغه کارکوونکي ووژل او تر ۲۰ زیات یې ټپیان کړل.

دا په داسې حال کې ده چې افغان ولسمشر محمد اشرف غني، د یکشنبې په ورځ ټینګار کړی چې د دغو قربانیانو غچ به اخلي.

په ورته وخت کې له خپلواکو رسنیو څخه د ملاتړ اداره یا نی وايي چې په تېرو ۱۴ کلونو کې د رسنیو د کارکوونکو او وژل شویو خبریالانو شمېر ۵۷ ته رسېدلی دی.

د نی اجرائیه رئیس مجیب خلوتګر له حکومت وغوښتل چې د خبریالانو د غچ اخیستلو څرنګوالی مشخص کړي.

ښاغلی خلوتګر زیاتوي:

"د حکومت لومړي شخص ښاغلي اشرف غني تېره ورځ وویل چې غچ اخلي، غواړم ووایم چې موږ د دغه غچ او د څرنګوالي د مشخصېدو غوښتونکي یو."

په ورته وخت کې د خبریالانو ملي ټولنه له رسنیو او خبریالانو غواړي چې د خپلو راپورونو په نشرولو او امنیت کې له غور څخه کار واخلي.

د دغې ټولنې رئیس حفیظ الله بارکزی وايي، رسنۍ خپلواکې دي او هېڅ یو فرد یا ډله باید د دوی په وړاندې له تاوتریخوالي کار وانه خلي.

XS
SM
MD
LG