د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
پنجشنبه ۹ وری ۱۴۰۳ کابل ۱۲:۴۲

ځلاند: د قطر غونډه یوه درېیمګړي جوړښت ته زمینه برابروي


تمه ده چې د قطر په مرکز دوحه کې د افغانستان د سولې په هدف دوه ورځنۍ غونډه د افغان حکومت او وسله والو طالبانو ترمنځ یو درېیمګړي جوړښت ته زمینه برابره کړي.

د دې غونډې یو شمېر ګډونکوونکي ‍وايي؛ هڅه کېږي چې یوه تفاهم ته زمینه برابره شي چې مطرح شوي شرایط دواړه لوري ومني او د سولې خبرې وغځیږي.

د دې غونډې یوه ګډونوال او د کابل پوهنتون استاد فیض محمد ځلاند د یکشنبې په ورځ د قطر له مرکز دوحې څخه د ټلیفون له لارې ازادي راډيو ته وویل؛ تمه ده چې د دې ناستې په نتیجه کې د جګړې د ښېکلو غاړو ترمنځ نږدېوالی پیدا شي:

"تمه مجوده ده چې د دې دوه ورځني غونډې څخه به داسې یو جوړښت ته زمینه برابره شي چې هغه به د افغان حکومت او د وسله والو طالبانو ترمنځ د یوه درېمګړي جوړښت په توګه یا د یوه بې طرفه جوړښت په توګه باندې کار وکړي؛ ترڅو موږ وکولی شو چې هغه شرایط چې د دواړو لورو له خوا نه رامنځ ته شوي او یا بحث ورباندې کېږي هغه نرم شي."

ښاغلي ځلاند وویل چې د پګواش غونډې په اوله ورځ په افغانستان کې د جګړې د پای ته رسیدو او د سولې خبرو اترو په غځېدو خبرې وشوې.

دغه غیر رسمي غونډه د پګواش په نوم د یوې نړېوالې موسسې په مرسته جوړه شوې ده.

د دې موسسې د نړېوالې برخې عمومي منشي "پاولو کوتا راموسینو" ازادي راډیو ته وویل چې د طالبانو په ګډون د بېلابېلو ډلو ۵۵ استازو په دوحه کې ګډون کړی او د نوموړي په وینا چې د خبرو فضا ډېره ښه وه.

په دې غونډه کې د افغان حکومت رسمي استازو ګډون نه دی کړی.

له بلې خوا د پګواش په غونډه کې د وسله والو طالبانو استازو په خپلو مخکنیو شرایطو ټينګار کړی او ویلي چې له افغانستان څخه په بشپړه توګه د بهرنیو ځواکونو وتل؛ له تور لست څخه د دوی د ډلې اېستل؛ د طالبانو د رسمي ادرس په رسمیت پېژندل؛ دې ډلې پورې د اړوندو زندانیانو خوشې کول او د طالبانو پرضد د تبلیغاتو توقف د سولې له لومړینو اړتیاوو څخه دي.

دا په داسې حال کې ده چې د افغانستان حکومت اساسي قانون او د تېرو د یارلسو کلونو لاسته راوړنې د سولې د خبرو اترو لپاره د یوې سرې کرښې په توګه یادوي.

خو د سیاسي چارو شننونکي ‍وايي؛ ښه به داوي چې دواړه غاړي له خپلو مطرح شوو شرایطو څخه تر یوه حده شاته شي.

افغان کار پوه احمد سعیدي په دې اړه وویل:

"د افغانستان دولت اوس مهال اساسي قانون یې سره کرښه یاده کړې او طالبان هم بهرني ځواکونه؛ خو زما په نظر سوله یو طرفه لاره نه ده؛ ښه به دا وي چې دواړه لورې تر یوه حده له خپلو شرطونو یو څه شاته لاړ شي."

خو د ښاغلي سعیدي په وینا، که چېرې د سولې خبرې د حکومت له ملاتړ څخه برخمنې نه وي؛ ګټورې پایلې به ونه لري.

د قطر غیر رسمي غونډه په داسې حال کې جوړیږي چې د افغانستان، پاکستان، امریکا او چین ترمنځ په تېرې یوې میاشتې کې دوه ځلې څلور اړخیزې غونډې وشوې او ټاکل شوې چې د دلوې یا سلواغې په اوولسمه د دې لړې درېیمه غونډه هم جوړه شي.

راپور: ناجیه ساپۍ

XS
SM
MD
LG