د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
چهارشنبه ۵ غویی ۱۴۰۳ کابل ۰۷:۴۷

احساس: په شمال کې د نا امنیو له امله د رسنیو فعالیت په کمېدو دی


د شمال زون د خبریالانو د ټولنې مرستیال ذبیح الله احساس
د شمال زون د خبریالانو د ټولنې مرستیال ذبیح الله احساس

په شمال زون کې د افغان خبریالانو د ټولنې مسوولان وايي چې د شمال زون په مختلفو ولایتونو کې د نا امنیو زیاتوالی او همدارنګه د دولتي چارواکو له خوا د خبریالانو پر وړاندې ناوړه چلند سبب شوی چې ورځ تر بلې پر رسنیز فعالیت بندیز زیات شي.

په شمال زون کې د افغان خبریالانو د ټولنې مسوولان وايي چې نا امني سبب شوې ترڅو د رسنیو پر فعالیت بندیز هم زیات شي.

د شمال زون د خبریالانو د ټولنې مرستیال ذبیح الله احساس له آزادي راډیو سره په خبرو کې وویل چې په کندز، سرپل، بغلان او فاریاب ولایتونو کې سربېره پردې چې وسله وال مخالفین خبریالان په مرګ ګواښي؛ دولتي چارواکي هم دوی ته په موقع سره د معلوماتو له شریکولو ډډه کوي او حتی ډېری وخت دوی خبریالان وهلي او ټکوي.

ښاغلی ذبیح الله احساس وايي چې په شمال کې خبریالان نه شي کولی په موقع سره معلوماتو ته لاس رسی پیدا کړي او د څېړنیزو راپورنو په کار کولو باندې د محلي چارواکو او سیمه ییزو زورکو له خوا د بندیز هڅه زیاته ده.

دی زیاتوي چې په شمالي ولایتونو کې د خبریالانو پر وړاندې د دولتي چارواکو ناوړه چلند او د سیمه ییزو زورواکو موجودیت سبب شوی چې د رسنیو فعالیت نسبت پخوا ته کم کړي:

"په شمال زون کې د سیمه ییزو زورواکو موجودیت او همدارنګه د دولتي چارواکو له خوا خبریالانو ته د معلوماتو نه ورکول سبب شوي چې د رسنیو پر فعالیت منفي اغیزه وکړي."

ذبیح الله احساس وايي چې په تېرو لسو میاشتو کې په بلخ، سرپل، جوزجان، کندز او فاریاب ولایتونو کې د شمال زون د خبریالانو ټولنې د افغان خبریالانو په وړاندې د تاوتریخوالي ۱۸ پېښې ثبت ته رسولي چې په کې د ژورنالیستانو وهل ټکول؛ د دوی د وسایلو ضبط، په مرګ ګواښل او له دندې د لرې کولو پېښې شاملې دي.

هخوا بیا په دې زون کې د ملي او نړېوالو رسنیو خبریالان شکایت کوي چې دولتي چارواکي خاصتاً امنیتي منابع ورته په موقع سره معلومات نه ورکوي او کوم معلومات چې د دوی له خوا رسنیو سره شریک کېږي ناسم دي او یاده مساله د رسنیو د اعتبار د کموالي سبب ګرځي.

په شمال زون کې د پیام آفتاب خبري آژانس خبریال حبیب الله نجفي زاده وايي چې د امنیتي ارګانونو او د نورو دولتي ادارو له خوا خبریالانو ته د ناسمو معلوماتو شریکول په ټولنه کې د خبریال او د هغه رسنۍ اعتبار ته صدمه رسوي:

"کله چې د یوه دولتي منبع له خوا خبریال ته کره او دقیق معلومات ورنه کړل شي؛ خامخا د هغه او د نوموړي د رسنۍ اعتبار له ګواښ سره مخ کوي او ورته صدمه رسوي."

یواځې شمال زون نه دی چې په کې د موجوده نا امنۍ له امله پر رسنیز فعالیت بندیز زیات شوی؛ بلکې د هېواد په مختلفو ولایتونو کې سربېره پر دې چې خبریالان د دولت مخالفو وسله والو لخوا په مرګ ګواښل کېږي؛ د دولتي چارواکو له تاوتریخوالي ډک چلند سره هم مخ دي او د روان کال په ترځ کې د لسګونه محلي راډیو ګانو پر فعالیت بندیز لګول شوی.

راپور: مجیب الرحمن حبیب زی

XS
SM
MD
LG