د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
شنبه ۱ غویی ۱۴۰۳ کابل ۰۷:۰۶

نوې ملي جبهه د راتلونکو انتخاباتو له نېټې سره موافقه ده


د نوي ملي جبهي په نوم د حکومت سیاسي اپوزیسیون مشر انوارالحق احدي
د نوي ملي جبهي په نوم د حکومت سیاسي اپوزیسیون مشر انوارالحق احدي

د نوي ملي جبهي په نوم د حکومت سیاسي اپوزیسیون وایي، د ولسي جرګې او ولسوالیو شوراګانو د راتلونکو انتخاباتو له اعلان شوې نېټې سره موافق دي.

د دغې جبهې مشر انوارالحق احدي نن په کابل کې خبریالانو ته وویل چې حکومت باید دې انتخاباتو ته د چمتوالي ترڅنګ د انتخاباتو د نظام د اصلاح چارې هم ګړندۍ وساتي.

د انتخاباتو خپلواک کمېسیون تیره ورځ اعلان وکړ چې د ولسي جرګې او ولسوالیو شوراګانو راتلونکي انتخابات به د نوي لمریز کال د تلې په میاشت کې کیږي.

د ولسي جرګې او ولسوالیو شوراګانو د راتلونکو انتخاباتو د نېټې ټاکل د بېلابېلو سیاسي ډلو او بنسټونو له مثبت او منفي غبرګونونو سره مخ شوي دي.

د انوارالحق احدي په مشرۍ د حکومت سیاسي اپوزیسیون وایي، له دې نېټې سره موافق دي خو غوښتنه کوي چې له دې انتخاباتو مخکې باید حکومت انتخاباتې سیستم اصلاح کړي.

ښاغلي احدي د سې شنبې په ورځ په کابل کې خبریالانو ته وویل چې له انتخاباتو مخکې د انتخاباتو پر کمېسیون د خلکو بایللی باور هم باید بیرته راژوندی شي.

ښاغلي احدي زیاته کړه:

"دا انتخابات څه وځنډول شول، موږ د دې ځنډ مسئولیت د افغانستان په اوسني حکومت باندې اچوو، موږ دا نوی تاریخ چې د انتخاباتو لپاره ټاکل شوی دا منو، خو موږ شفاف انتخابات غواړو، پخوا د انتخاباتو د کمېسیون ریکارډ د شفافیت په اړه چندانې ښه نه دی، خلک پر دې کمېسیون او د کمېسیون پر صداقت چندان باور نه لري."

دا په داسې حال کې ده چې د انتخاباتو خپلواک کمېسیون د دوشنبې په ورځ اعلان وکړ چې د ولسي جرګې او ولسوالیو شوراګانو راتلونکي انتخابات به د نوي لمریز کال د تلې په ۲۴ نېټه ترسره شي.

دې کمېسیون له حکومته وغوښتل چې دغو انتخاباتو ته مالي امکانات برابر کړي او د امنیت ټینګښت ته یې تدابیر ونیسي.

خو اجرائیه رئیس عبدالله عبدالله په دې ټینګار کوي چې اوسنی کمېسیون دوی ته مشروعیت نه لري او کمېسیون باید نوی شي.

ښاغلی عبدالله د انتخاباتو د نېټې د مشخصولو په ورځ وویل چې راتلونکي انتخابات باید د انتخاباتو د نوي کمیسیون له خوا مدیریت شي:

"یوځل بیا هېوادوالو ته ډاډ ورکوم چې انتخاباتي اصلاحات حتمي او اړین دي، ټول انتخاباتي مسائل او پروګرامونه به د انتخاباتو د نوي خپلواک کمېسیون تر نظر لاندې ترسره کیږي."

د انتخاباتو خپلواک کمېسیون مشر احمدیوسف نورستاني بیا د انتخاباتو د نېټې د اعلان پر مهال وویل چې له قانوني پلوه تر شپږو کلونو پورې دوی څوک له دندو نه شي لېرې کولای.

د حکومت سیاسي اپوزیسیون وایي، د ولسمشرۍ راتلونکي انتخابات هم باید د راتلونکي لمریزکال د جوزا په میاشت کې د ولسي جرګې او ولسوالیو شوراګانو له انتخاباتو سره یوځای ترسره شي.

خو د شفافو انتخاباتو بنسټ ټیفا بیا د انتخاباتو اعلان شوې نېټه غیر عملي بولي او وایي چې په دې موده کې د انتخاباتو ترسره کول امکان نه لري.

دې بنسټ په یوه خبرپاڼه کې ویلي چې د انتخاباتو کمېسیون د خپلې پریکړې په اړه له اړوندو امنیتي ادارو، بنسټونو، نړېوالو ادارو او د انتخاباتو له څارونکو سره مشوره نه ده کړې.

د انتخاباتو په اعلان شوې نېټې په داسې حال کې مثبت او منفي غبرګونونه ښودل کیږي چې خپله ولسمشر اشرف غني په دې وروستیو کې وویل چې حکومت د ولسي جرګې او ولسوالیو شوراګانو انتخاباتو ته چمتو دی او نوموړي د انتخاباتو کمیسیون ته دنده ورکړه چې د راتلونکي اوړي او مني ترمنځ دغو انتخاباتو ته نېټه وټاکي.

اسدالله لودین -کابل

XS
SM
MD
LG