د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
پنجشنبه ۹ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۱:۳۳

په هېواد د ګړندي پست له لارې د پاسپورټونو د ورکولو چارې پیلیږي


په داسې حال کې چې د پاسپورټ عمومي ریاست تر راتلونکو دوو ورځو پورې خلکو ته د ګړندي پست له لارې د الکټرونیکي پاسپورټونو د ورکولو خبر ورکوي؛ د حکومت اجرایيه ریاست خلکو ته په اسانه توګه د پرمختللو وسایلو له لارې، د خدماتو په رسولو تاکید کوي.

اجرایيه رییس، د کورنیو چارو او مخابراتو وزیرانو او د افغانستان بانک رییس په د پنجشنبې په ورځ په کابل کې په ګډه سره؛ د الکټرونیکي پاسپورټو د ورکولو دغه نوی سیستم پرانیست.

اجرایيه رییس عبدالله عبدالله وویل، دا سیسټم به خلکو ته د خدماتو رسول اسانه او په چارو کې به د فساد مخه ونیسي:

"د ښې حکومتولۍ مقصد په چارو کې تیزوالی؛ د فساد ورکول او د خلکو د قناعت حاصلول دي. خو څرنګه چې دا کار نوی پیلیږي؛ ترلږې مودې پورې به د الکټرونیکي پاسپورټونو ورکړه؛ په پخواني سیسټم پرمخ ځي."

ښاغلي عبدالله په نویو پاسپورټونو کې د هېوادوالو د کره پتو او د هستوګنې پر ځایونو تاکید وکړ.

د ګرنډي پست او د فورمو د ډکولو له لارې به د الکټرونیکي پاسپورټونو د ورکولو چارې؛ د کورنیو چارو او مخابراتو د وزارتونو او د افغانستان بانک له خوا پرمخ بېول کېږي.

د کورنیو چارو وزیرنورالحق علومي وویل؛ د پاسپورټونو د ورکولو نوی سیسټم به چارې شفافي او د فساد مخه به ونیسي.

د پاسپورټ د عمومي ریاست مسوولینو وویل؛ خلک کولی شي چې د انټرنټ له لارې د پاسپورت اخیستلو فورمې ډکې او د اوسېدو په سیمه کې يې، له نږدې پسته خانې څخه ترلاسه کړي.

دوی وویل، په مرکز کې د پستي خدماتو بیه دوه سوه او په ولایتونو کې پنځه سوه افغانۍ ده.

د پاسپورټ د ریاست مسوولین وایي؛ د الکټرونیکي پاسپورتونو د ورکولو چارې په ۱۳۹۳ لمریزکال کې پیل شوي چې تراوسه یې په مرکز او ولایتونو کې شاوخوا ۹ لکه نوي پاسپورټونه توزیع کړي دي.

د پاسپورت ريیس سید عمر وویل؛ الکټرونیکي پاسپورټونه ورکړې ته اماده دي؛ خو په لږو ورځو کې به یې د انټرنټ سیسټم فعال شي:

"موږ د دې لپاره چې خلکو ته ستونزې پیښې نه شي؛ انلاین او اف لاین فورمونه د خلکو په خدمت کې دي او د پاسپورټ د ریاست دروازې به هم د خلکو پرمخ خلاصې وي."

په ورته وخت کې د مخابراتو وزیرعبدالرزاق وحیدي وایي؛ هڅې یې تېزې کړي چې په دې برخه کې انټرنټي چارې ژر فعالې کړي.

د پاسپورټ د ریاست مسوولین وايي؛ د انټرنټ کم سرعت، له انټرنټ سره د خلکو نا بلد تیا او د هېواد والو د هستوګنې د ځایونو د کره ادرسونو نشتوالی هغه ستونزې دي چې تریوه وخته پورې به د پاسپورتونو د نوې سیسټم پر چارو اثر وکړي.

راپور: خان محمد سیند

XS
SM
MD
LG