د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
پنجشنبه ۹ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۱:۴۲

امریکا د داعش تر کنټرول لاندې دوه مهم ښارونه بیرته نیول غواړي


متحده ایالات غواړي چې په عراق او سوریه کې د اسلامي دولت په نامه ډلې یا داعش تر کنټرول لاندې دوه مهم ښارونه بیرته ونیسي.

امریکا وايي، د موصل او رقه ښارونو د بیرته نیولو لپاره به ځانګړي ځواکونه د عراق له پوځ او د سوريي له معتدلو وسله والو یاغیانو سره همکاري وکړي.

د امریکا د دفاع وزیر وايي، د امریکا شاوخوا ۲۰۰ ځانګړي کمانډو سرتیري به د عراق د موصل ښار په بیرته نیولو کې له عراقي ځواکونه سره ګډ عملیات وکړي.

اشټون کارتر تېره ورځ په کنتاکي ایالت کې امریکايي پوځیانو ته په وینا کې وویل، واشنګټن به د سوريي د رقه ښار په بیرته نیولو کې د سوريي د نظام له مخالفو معتدلو یاغیانو سره هم همکاري وکړي.

د عراق موصل او د سوريې رقه ښارونو له ډیرې مودې راهیسې د اسلامي دولت په نامه ډلې په کنټرول کې دي.

کارتر وویل، رقه او موصل ښارونه د اسلامي دولت په نامه ډلې پوځي، مالي او اډیالوژیکي مرکزونه دي.

د امریکا د دفاع وزیر وايي، له داعشه د موصل او رقه ښارونو تر نیولو وروسته به متحده ایالات په عراق او سوریه کې د هغو نورو سیمو د نیولو لپاره پوځي همکاري وکړي چې د اسلامي دولت په نامه ډلې لاندې کړي دي.

اشټون کارتر زیاته کړه چې نوموړی به راتلونکې اوونۍ د دې نوو پوځي عملیاتو د ملاتړ ترلاسه کولو لپاره د داعش پرضد د نړېوال ائتلاف د مهمو غړو د دفاع له وزیرانو سره وویني.

خو د متحده ایالاتو ایالاتو دغه لوړ رتبه پوځي مقام وايي، له داعشه د موصل او رقه ښارونو نیول به ژر او اسانه نه وي.

د امریکا ولسمشر باراک اوباما په روانه اوونۍ کې ملت ته په خپله کلنی وینا کې ټینکار وکړ چې واشنګټن به په عراق او سوریه کې د داعش د ځپلو لپاره له دغو دواړو هیوادونو سره په ګډه کار وکړي.

ټاکل شوې ده چې د متحده ایالاتو اتلس سوه سرتیري په راتلونکو څو میاشتو کې د عراقي ځواکونو او کرد پیشمرګه ملیشو د روزنې او د داعش پر ضد د ځانکړو عملیاتو د ترسره کولو په هدف عراق ته واستول شي.

XS
SM
MD
LG