د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
پنجشنبه ۳۰ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۸:۱۵

فیفا: په سیاسي برخه کې د ښځو ونډه اوس هم کمرنګه ده


فیفا یا د افغانستان د ازادو او عادلانه انتخاباتو موسسه ناامني او په هېواد کې حاکم سیاسي وضعیت، د ښځو د سیاسي مشارکت د لارې مهم خڼد ګڼي.

د دې موسسې نوی راپور ښيي چې په سیاسي برخه کې د ښځو ونډه اوس هم کمرنګه ده.

د فیفا د موسسې د پروګرامونو مسوول نعیم اصغري د چهارشبنې په ورځ په کابل کې د راپورد خپرولو پرمهال خبریالانو ته وویل؛ په تصمیم نیوونکو دریځونو کې د ښځو ګډون مخ په کمېدو دی او سیاسي سلیقې سبب شوي چې د ښځو دا ونډه نمایشي بڼه غوره کړي:

"په خواښینۍ سره د ښځو ونډه اوس هم د افغانستان په سیاسي برخو کې کمرنګه ده؛ یو لامل یې ناامني ده او بله دا چې هغه کسان چې د د موکراسۍ تمثیل کوي؛ په خپله د ښځو پر حقونو باوري نه دي."

ښاغلي اصغري وویل، د ملي یووالي حکومت باید ښځې د سیاسي سلیقو په اساس نه؛ بلکې د وړتیا د اصل له مخې په کارونو وګماري.

د فیفا یا د افغانستان د ازادو او عادلانه انتخاباتو دغه راپور چې د ښځې او سیاسي مشارکت ترنامه لاندې خپور شو؛ د ګروپي بحثونو او ناستو په نتیجه کې ترتیب شوی او په یو زرو درې سوه څلورنوي یم لمریز کال کې یې د ښځو پر وړاندې ګواښونه او موانع ارزیابي کړي دي.

دا څرګندونې په داسې حال کې کېږي چې شاوخوا څوارلس کاله د مخه د طالبانو د واکمنۍ له پاې ته رسېدو وروسته؛ نوي حکومت د ښځو د حقونو ژمنې کړې دي. خو لیدل کېږي چې تراوسه د هېواد د اساسي قانون له موادو سره سم؛ ښځو ته لازم حقونه نه دي ورکړل شوي.

د جمهوري غوښتونکو د ګوند رییسه عادله بهرام چې په دې ناسته کې حاضره وه؛ ویې ویل چې د بشر د حقونو سرغړونکي او اداري فساد د ښځو د پرمختګونو مخه نیسي.

په عین وخت کې جمهوري ریاست وايي؛ حکومت هڅې کوي چې د ښځو سیاسي ونډه زیاته کړي.

د جمهور رييس د ویاند مرستیال سید ظفر هاشمي ازادي راډیو ته وویل؛ په تصمیم نیوونکو دریځونو کې د ښځو ونډه، د پخوا په پرتله زیاته شوې ده:

"د افغانستان جمهور ریيس او په مجموع کې حکومت هڅې کړي چې د ښځو سیاسي مشارکت زیا ت او په چارو کې فعالې شي. اوسمهال په سفارت خانو او ډیپلوماټیکو ادارو کې د ښځو وڼده ډېره شوې ده."

ښاغلی هاشمي دا مني چې ناامنیو، نه یوازې دا چې ښځې بلکې د هېواد نور قشرونه یې هم له ستونزو سره مخ کړي دي.

د جمهوري ریاست او د ولایتي شورا ګانو په تېرو انتخاباتو کې د ښځو شپږ دېرش فیصده ګډون دا ښيي چې دوی غواړي په ټولو برخو کې پراخه ونډه ولري.

راپور: خان محمد سیند

XS
SM
MD
LG