د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۱۰ وری ۱۴۰۳ کابل ۱۰:۳۶

د فوټبال افغان ملي لوبډله نن له هند سره مخ کیږي


د افغانستان د فوټبال ملي ټیم د جنوبي اسیا فدراسیون د اتلولیو په پایلوبه کې نن له هند سره مخامخ کېږي.

افغانستان په دغو مسابقو کې د اتلولۍ له لقبه دفاع کوي.

د افغانستان ټیم په نیمه پایلوبه کې سریلانکا ته ماتې ورکړه او پایلوبې ته ووت.

د افغانستان د فوټبال د ملي ټیم مرستیال روزنکي علي عسکر لعلي ازادي راډیو ته وویل چې نننې لوبې ته یې پوره تیاري نیولې ده.

ښاغلي لعلي زیاته کړه:

"موږ پوره تیاري لرو. هغه څه چې د ټیم د تیارولو لپاره د هېواد د فوټبال د مسوولینو او دفوټبال د ملي ټیم د مشرانو له لاسه کېدل، کړي یې دي. ان شاءالله چې موږ په پوره تیاري هند سره مخامخ کېږو."

افغانستان د دغه جام په پایلوبه کې پخوا هم دوه ځلې له هند سره مخامخ شوی دی چې یوه یې ګټلې او یوه یې بایللې.

بل خوا د افغانستان د کرکټ ملي ټیم په شارجه کې د زیمبابوې په وړاندې د پنځو یوې ورځنیو نړېوالو لوبو د لړۍ درېیمه مسابقه پرون وبایلله.

د دغه سیریزې دوه نورې ۵۰ اوره او دوه ۲۰ اوره لوبې لا پاتې دي.

XS
SM
MD
LG