د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
پنجشنبه ۳۰ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۳:۳۹

"ځوانان د بې کارۍ له امله د تروریستي ډلو د غوښتنو قرباني کیږي"


د سولې ځوان فعالان وايي چې د تروریستي ډلو تمرکز تر ډېره د ځوانانو په جلب او جذب دی او افغان حکومت باید د دغې ستونزې مخنیوی وکړي.

د سولې ځوان فعالان له افغان حکومت څخه غواړي چې د ملګرو ملتونو د امنیت شورا هغه قطع نامه عملي کړي چې د ځوانانو؛ سولې او امنیت په نوم نوې تصویب شوې ده.

دغو فعالانو د سه شنبې په ورځ د خپلو ستونزو د بیانولو لپاره یوه غونډه کې وویل چې دا مهال ځوانان د بې کارۍ له امله د تروریستي ډلو د غوښتنو قرباني کیږي او اکثره یې افراطیت ته مخه کوي.

د سولې د ځوانو فعالانو د بنسټ یوې غړې فاطمې احساني د خپلو غوښتنو په ترڅ کې په دې تینګار وکړ چې حکومت باید ځوانان د سولې او امنیت په پروسه کې ګډ او کاري زمینې ورته برابرې کړي:

"د سولې او امنیت د ټینګښت په برخه کې د ځوانانو په رسیمت پېژندل؛ د سولې په خبرو کې د ځوانانو د استازو حضور؛ دغه راز په افغانستان کې باید نړېوال سازمانونه خپل مالي او تخنیکي ملاتړ له هغو موسسو سره وکړي چې د ځوانانو له خوا اداره کیږي."

دا خبرې په داسې حال کې مطرح کیږي چې د ملګرو ملتونو امنیت شورا د روان کال د ډسمبر په لومړۍ نېټه په یوه بې ساري اقدام کې (ځوانان، سوله او امنیت) په اړه یو پرېکړه لیک تصویب کړ.

د ملګرو ملتونو د امنیت شورا۲۲۵۰پرېکړه لیک د سولې او امنیت ټينګښت کې د ځوانانو په ګټور رول او د دولتي او نړېوالو ارګانونو پر پالیسي جوړلو او تصمیم نیولو کې د ځوانانو په نقش ټينګار کوي.

په همدې حال کې د افغانستان د اطلاعاتو فرهنګ وزارت د ملګرو ملتونو امنیت شورا له دې قطعه نامې هرکلی کوي؛ خو له ملګرو ملتونو څخه وغوښتل چې د افغان ځوانانو د ستونزو حل لپاره له دوې سره مرسته وکړي.

د دغه وزارت د ځوانانو د چارو معین ډاکټر کمال سادات وویل چې له اړوندو ادارو سره په ګډه د ځوانانو دې او ورته نورو ستونزو حل ته پروګرامونه لري:

"د افغانستان د ځوانانو لپاره خورا ډېرو مرستو ته اړتیا ده؛ زه کله چې دې معینیت ته راغلی یم؛ ما څو ځلې له ولسمشر سره لیدلي دي؛ هغه په دې خاطر چې هغوی ځوانانو ته ډېره توجه کوي او ډېره توجه یې ده په هره برخه کې چې ځوانان باید پرمختګ وکړي؛ هغه ځوانان چې له کومو ستونزو سره مخ دي باید له هغه نه راووځي؛ په دې اړه موږ له ځنیو ادارو سره له نژدې کار کوو چې ځوانانو ته د کار زمینې برابرې کړي."

د افغانستان د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت د معلوماتو په اساس دا مهال د ټول هېواد له اتلس میلیونه ځوانانو څخه لس میلیونه له سختو شرایطو سره لاس او ګرېوان دي او د بې کارۍ له درده رنځ وړي.

خو د دغه وزارت چارواکي وايي چې د ځوانانو د ستونزو حل لپاره یې هلې ځلې پیل کړې دي.

راپور: ناجیه ساپۍ

XS
SM
MD
LG