د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
پنجشنبه ۹ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۱:۲۹

په هېواد کې دننه بې ځایه شوي افغانان له ګڼو ستونزو سره مخ دي


د افغانستان د بشري حقونو خپلواک کمیسیون نوي موندنې ښيي چې کورني بې ځایه شوي کسان او له بهره راستانه شوي افغانان د ژوندانه له ډېرو اسانتیاوو بې برخې دي.

په داسې حال کې چې له بهره د راتلونکو او په کور دننه د شته کډوالو ژوند د ښه کېدو لپاره وخت ناوخت د مرستو اعلانونه او ژمنې شوي؛ خو نوي موندنې ښيي چې د دغو کسانو ژوند د اندیښنې وړ دی.

د افغانستان د بشري حقونو خپلواک کمیسیون د شنبې په ورځ د کورنیو بې ځایه شوو کسانو او هېواد ته د راستنو شوو د وضعیت په اړه دوه بېلابېل څېړنیز راپورونه خپاره کړل چې د مخامخ مرکو په اساس جوړ شوي دي.

دا راپورونه ښيي چې په هېواد کې د ننه بې ځایه توب او هېواد ته د کډوالو راستنېدنه ډېره شوي؛ خو پر وړاندې یې پاملرنه کمه.

د بشري حقونو د خپلواک کمیسیون مشرې سیما سمر د دغو راپورنو د بیانولو په مهال وویل چې داخلي بې ځایه شوي او هېواد ته راستنېدونکي کډوال د سرپناهي له حقه نیولې بیا د لازمو غذایي موادو د تر لاسه کولو پورې جدي ستونزې لري:

"افغان دولت او نور بنسټونه چې د کډوالو د ژوندانه لپاره کار کوي؛ باید د ستونزو د حل لپاره یو پلان جوړ کړي، زموږ ټینګار دا دی چې بشري حقونو ته پاملرنه وشي او کډوالو ته د ژوند مناسبې زمینې برابرې شي؛ مهمه دا ده چې دوی ته کاري فرصتونه او ماشومانو ته یې د زده کړو زمینې برابرې کړي."

دا راپورونه ښيي چې د ۲۰۰۹ کال په پرتله دا مهال کورني بې ځایه شوي کسان پنځه برابره زیات شوي چې شمېره یې څه کم یو نیم میلیونو ته رسیږي.

په دغه راپور کې راغلي چې په ۱۳۹۳ کال کې څه باندې دوه لکه کډوال یوازې له ایران څخه هېواد ته راشړل شوي او په همدې ډول د بل ګاونډي هېواد پاکستان او اروپا څخه هم دا شمېره نسبتاً لوړه وه.

اغلي سمر وايي چې له کډوالو سره د مخامخ پوښتنو موندنې ښيي چې ناامني، تاوتریخوالی، وسله والې شخړې، ځینې طبیعي افتونه او بې کاري د کډوالۍ د ډېرېدو اصلي لاملونه دي.

په داسې حال کې چې له دې وړاندې هم په دې اړه د بېلابېلو بنسټونو او خپله د کډوالو شکایتونه رابرسېره شوي؛ د کډوالو چارو وزارت وايي چې د ستونزې د حل لپاره یې د مرستو په راټولولو پیل کړی دی.

د کډوالو او راستنېدونکو چارو وزارت مطبوعاتي سالاکار حفیظ احمد میاخېل ازادي راډيو ته وویل چې دوی په تېر کې د کډوالو ډېرې ستونزې تایدوي خو د ملي وحدت حکومت کډوالو ته رسېدنه یو لومړيتوب ګڼي.

"د کډوالو چارو وزارت یوه طرحه جوړه کړي چې د عملي کولو لپاره یې افغان حکومت او د کډوالو چارو وزارت ۵۵۳ میلیونو ډالرو ته اړتیا لري؛ په دغې طرحه کې ټولې هغه پروژې شاملې دي چې هم د راستنېدونکو کډوالو او هم د کورني بې ځایه شوو خلکو سره مرستندوی تمامیږي او موږ د دغه رقم تقریباً نیمایي پیسې حاصلې کړي دي."

ښاغلی میاخیل وايي چې دوی به په راتلونکي کې د حکومت څخه دغه وزارت ته د پراختیایي بودجې غوښتنه هم وکړي.

افغانستان اوسمهال په بهرنیو هېوادونو کې د ډېرو کډوالو له درکه دویم هېواد دی او ویل کیږي چې په کور دننه یې هم له هرو ۲۲ وګړو یو کس بې ځایه شوی دی.

معلومه به شي چې افغان حکومت له راستنو شوو او بې ځایه شوو کسانو سره مرسته کوي او که نه. خو له دې وړاندې بې ځایه شوو کسانو ازادي راډيو ته ویلي چې له سختو ستونزو سره مخ دي او روان سوړژمي یې ستونزې څو برابره کړي دي.

راپور: یوسف خان ځدراڼ

XS
SM
MD
LG