د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
سه شنبه ۲۸ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۵:۲۹

خلوتګر: د بیان پر ازادۍ ۷ مرګونې حملې یوازې په کابل کې شوي


د افغانستان له ازادو رسنیو څخه د ملاتړ ادارې مشر مجیب خلوتګر
د افغانستان له ازادو رسنیو څخه د ملاتړ ادارې مشر مجیب خلوتګر

د افغانستان له ازادو رسنیو څخه د ملاتړ اداره یا نی وايي چې په تېرې یوې میاشت کې پر خبریالانو، مدني فعالانو او سیاسي کارپوهانو باندې حملې شوي چې دا حملې د بیان پر ازادۍ حملې ګڼل کېږي.

د دغې ادارې مشر مجیب خلوتګر د سې شنبې په ورځ په یوې خبري غونډه کې وویل، په تېرې یوې میاشت کې پر خبریالانو، سیاسي کارپوهانو او مدني فعالانو یوازې کابل کې اووه مرګونې حملې شوي دي.

د افغانستان له ازادو رسنیو څخه د ملاتړ اداره یا نی وايي چې په تېرې نېږدې یوې میاشت کې پر خبریالانو، مدني فعالانو او سیاسي کارپوهانو باندې زیاتېدونکو حملو اندېښمن کړي دي.

د دغې ادارې مشر مجیب خلوتګر د سې شنبې په ورځ په کابل کې خبریالانو ته وویل چې دا ډول حملې د بیان ازادۍ د محدودولو لپاره دي او حکومت یې باید عاملین په ګوته او مجازات یې کړي.

ښاغلي خلوتګر زیاته کړه:

"که افغان حکومت غواړي په دې برخه کې قانوني عمل وکړي نو دا باید روښانه کړي چې ایا دغه کسان په نظام کې دي چې دغه ډول کارونه کوي او که نه؟ دغه کسان باید وپېژندل شي او د قانون منګولو ته وسپارل شي."

په تېرې څه کم یوې میاشت کې د انتخاباتو اصلاحاتو د کمېسون پر مرستیال صدیق الله توحیدي او دوو خبریالانو سالم وحدت او امان الله عطایي په کابل کې حملې شوي دي.

دغه راز په دې موده کې پر سیاسي کارپوهانو احمد سعیدي، جاوید کوهستاني، طوفان وزیري او د ولسي جرګې پر غړې هیلۍ ارشاد هم حملې شوي دي.

په دغو پېښو کې یوازې امان الله عطایي چې د اسیا ټلوېزیون مشر و، وژل شوی او پاتې نور کسان څوک ټپیان او څوک روغ وتلي دي.

دغه کارپوهان چې حملې پرې شوي هغه کسان دي چې د رسنیو په بحثونو کې د افغان حکومت پر کمزورتیا او د ګاونډيو هېوادونو ایران او پاکستان پر لاسوهنو کلک انتقادونه کوي.

د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت چارواکي وايي چې په ژورنالېستانو، مدني فعالانو او نظر خاوندانو باندې وروستیو حملو دوی هم اندېښمن کړي.

د دې وزارت ویاند هارون حکیمي ازادي راډيو ته وویل چې د وزارت په چوکاټ کې یې د ژورنالستانو د ژوند د خوندیتوب کمېټه جوړه کړې او ټولې ورته پېښې به په کې وڅېړل شي.

ښاغلي حکیمي زیاته کړه:

"په دې وروستیو کې د اطلاعاتو او کلتور وزارت په چوکاټ کې د ژورنالېستانو په وړاندې د تاوتریخوالي د مخنیوي کمېټه جوړه شوې چې په دې کې امنیتي ارګانونه هم راسره ونډه لري، یاده کمېټه او د اطلاعاتو او کلتور وزارت د شته ستونزو د مخینوي په برخه کې ژمن دی چې پوره فعالیت به کوي او یاده ستونزه به یې له منځه وړي."

که څه هم افغان حکومت تل د ژورنالېستانو په وړاندې د تاوتریخوالي د مخنیوي ډاډ ورکوي، خو نی یا په افغانستان کې له ازادو ژورنالېستانو څخه د ملاتړ اداره، د حکومت ژمنو ته د شک په سترګه ګوري.

نی وايي، که افغان حکومت د دې ستونزې د له منځه وړلو لپاره کوټلي ګامونه وانه خلي، یاده ستونزه به لاپسې پراخه او افغان حکومت به په یوه ناکاره او ناکام حکومت بدل شي.

راپور: رحمت الله افغان

XS
SM
MD
LG