د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۷ غویی ۱۴۰۳ کابل ۰۱:۳۷

د بلخ معارف د مسلکي ښوونکو له کموالي سره مخ دی


په بلخ ولایت کې د معارف اداراې مسوولان وايي چې په ګڼ شمېر ولسوالیو کې د مسلکي ښوونکو له نشتون او کموالي سره مخ دي او په دې برخه کې د مرکزي دولت د مرستې غوښتنه کوي.

د بلخ د پوهنې ریاست مشر عبدالعزیز عزیزي وايي چې لاهم په ډېر شمېر ولسوالیو کې غیر مسلکي ښوونکي په تدریس بوخت دي او د ښځینه ښوونکو نشتون سبب شوی چې نجونې له نهم ټولګي وروسته خپلو زده کړو ته دوام ورنه کړي.

په عین حال کې بیا د مختلفو ولسوالیو د ښوونځیو زده کوونکي شکایت کوي چې ښوونځي یې ودانۍ نه لري او دوی په ازاده فضا کې په تعلیم بوخت دي.

د بلخ د پوهنې ریاست چارواکي د دې ولایت په بېلابېلو ولسوالیو کې د مسلکي ښوونکو له نشتونه شکایت کوي او په دې برخه کې د ستونزې د حل لپاره د مرکزي دولت د مرستې غوښتونکي دي.

په بلخ کې د پوهنې ریاست مشرعبدالعزیز عزیزي له ازادي راډیو سره په خبرو کې وویل چې په ټولیز ډول ۶۰۰ زره زده کوونکي په دې ولایت کې د معارف په چوکاټ کې په تعملیم بوخت دي خو په پام کې ده چې د راتلونکو دوو میاشتو په ترڅ کې ۵۰ زره جدیدالشمول زده کوونکي ښوونځیو ته جذب شي.

ښاغلي عزیزي د لسګونه زره نوېو زده کوونکو د جذب په اړه وايي:

"د دوو میاشتو یا هم له هغه څخه ډېره موده کې به څه باندې ۵۰ زره زده کوونکي د بلخ ولایت ښوونځیو ته جذب کړای شي، موږ له ۵۰ زره څخه د ډېرو زده کوونکو د جذب توانايي لرو، ستونزه دا ده چې په ګڼ شمېر ولسوالیو کې د مسلکي ښوونکو د کموالي سره مخ یو."

ښاغلی عزیزي زیاتوي چې ۱۳۰ ښوونځي په دې ولایت کې ودانۍ نه لري او زده کوونکي تر خیمو لاندې او په ازاده فضا کې په زده کړو بوخت دي.

د بلخ ولایت د معارف ادارې مسوولان وايي چې په لېرو پرتو سیمو کې د ښځینه ښوونکو نشتون سبب شوی چې ډېری نجونې د تحصیل او زده کړو له دوامه پاتې شي.

ډیری په چهاربولک، چمتال، دولت اباد او شورتېپې ولسوالیو کې ښځینه ښوونکي نشته او دا ولسوالۍ د مسلکي ښوونکو له کموالي سره هم مخ دي.

په ځینو ولسوالیو کې بیا هلکان هم شکایت کوي چې ښوونځي یې ودانۍ نه لري او دوی په سړه او ګرمه هوا کې ترخیمو لاندې او یا هم په ازاده فضا کې د زیاتو ستونزو په ګاللو سره زده کړې کوي.

د چهاربولک ولسوالۍ د یوولسم ټولګي دوه تنو زده کوونکو یې په اړه ازادي راډیو ته داسې وویل:

"۱- موږ ښوونځی لرو خو ودانۍ نه لري، کتاب لرو خو ښوونکی نشته، په تېرو لسو کلونو کې مو په ویرانه کې زده کړې وکړې، هلکان ډېری بې سواده فارغ کیږي.

۲ـ په ازاده فضا او یا هم تر خیمې لاندې زده کړې کوو، یو ښوونکی څو مضمونه تدریسوي، له ګڼ شمېر ستونزو سره سره زده کړې کوو، زیاتو کسانو په همدې دلیل ښوونځی پرېښود."

دا په داسې حال کې ده چې د افغانستان په ګڼ شمېر ولایتونو کې د ښځینه ښوونکو د نشتون له امله نجونې ښوونځي پرېږدي او په کور کې د يوې پېچلې راتلونکې انتظار باسي.

مجیب الرحمن حبیب زی

XS
SM
MD
LG