د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
پنجشنبه ۹ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۱:۰۱

په ننګرهار او لغمان کې له بې ځایه شویو سره مرسته وشوه


د لغمان ولایت ویاند سرحدي ځواک ازادي راډيو ته وویل چې د لغمان ولایتي ادارې پر ۲۰۰ کډوالو کورنیو د څه د پاسه یو میلیون افغانيو نغدي مرسته وویشله.

ځواک وايي، دغه مرسته د ملګروملتونو د بیرته راستنيدونکو چارو دفتر UNHCR له خوا برابره شوې وه ترڅو کډوال پرې د ژمي لپاره خوراکي او غېرې خوراکي توکي واخلي.

بل خوا د ننګرهار ولایتي ادارې هم پر ۶۵ بې ځایه شوېو کورنیو خوراکي او غېرې خوراکي مرستې وویشلې.

د ننګرهار والي سلیم خان کندزی د دې مرستو د توزیع پر مهال وویل چې دغه کورنۍ د شینوارو ولسوالیو څخه د داخلي جنګونو له امله راکډه شوې دي.

دا مرستې داسې مهال ترسره کیږي چې له مرکزه یو باصلاحیته پلاوی هم ننګرهار ته راغلی ترڅو په دې ولایت کې د داخلي بې ځایه شویو دقیق شمېر او ورسره د مرستو په څرنګوالي د ولسونو نظر واخلي.

په ۲۰۰ کډوالو کورنیو باندې د څه دپاسه یو میلیون افغانیو نغدي مرسته د لغمان والي ښاغلي نعیمي په لاسونو وویشل شوه.

د لغمان ولایت مقام او د کډوالو او بیرته راستنیدونکو چارو ریاست په هلو ځلو او د ملګروملتونو د کډوالو او بیرته راستنېدونکو چارو د ادارې په مالي مرسته د ژمنیو مرستو په لړ کې د لغمان ولایت د بېلابېلو سیمو په یو شمېر مستحقو کډوالو کورنیو باندې د خوراکي او غیرخوراکي توکو د رانیولو په موخه برابره شوې نغدي مرسته نن د لغمان والي له لوري وویشل شوه چې په ختیځ زون کې د سرپرست ابوبکر، د لغمان د کډوالو او بیرته راستنیدونکو چارو رئیس او یو شمېر نورو مسولینو په کې هم ګډون درلود.

په دغه برابره شوې مرسته کې د هرې کورنۍ لپاره ۱۰۰ امریکايي ډالر ځانګړي شوي وو، ترڅو د اړتیا وړ توکي پرې را ونیسي.

په دغه موخه په جوړو شویو مراسمو کې د لغمان د مهاجرینو چارو رئیس په پیل کې خبرې وکړې او د دغو کډوالو په اړه یې معلومات وړاندې کړل.

ورپسې په ختیځ کې د UNHCR سرپرست ښاغلي ابوبکر خپلو خبرو پرمهال د ولایت مقام له هر اړخیزې همکارۍ د مننې ترڅنګ زیاته یې کړه چې دوی به د ولایت مقام د لارښوونو سره سم دې ولایت ته د مرستو رسولو په برخه کې ځانګړې پاملرنه وکړي.

لغمان والي عبدالجبار نعیمي د مرستو د ویش پر مهال د ملګرو ملتونو د کډوالو او بېرته راستنېدونکو چارو د ادارې څخه د مننې ترڅنګ زیاته کړه چې افغانستان دولت او په ځانګړې توګه ولایتي اداره په خپل ټول قوت او توان سره کلک هوډ او اراده لري چې د خپلو ولسونو د هوساینې او ارام ژوند لپاره د ولایت په هره برخه کې پر امنه فضا برابره کړي تر څو هغوی وشي کولای هلته خپلې ورځنۍ چارې په ښه شکل سمبالې کړي.

ښاغلي نعیمي وویل، هغه کسان چې بې ګناه انسانان ځوروي، ناوړه او ویره اچونکي تبلیغات کوي، ماینونه خښوي او ولس دې ته اړ کوي چې خپل کور کلی پرېږدي، هغوی د اسلامیت او انسانیت له دایرې نه وتلي خلک دي او موږ به د هغوی په نیولو او د قانون منګولو ته په سپارلو کې له هیڅ راز سرښندنې دریغ و نه کړو.

لغمان والي عبدالجبار نعیمي د خپلې وینا پرمهال زیاته کړه چې تاسې یو قوت یاست او دولت ستاسې تر شاه ولاړ دی، تاسې کولی شئ چې د سولې، امن او ثبات د ټینګښت او د فکري رغونې لپاره د هغو کسانو لاسونه ور لنډ کړئ چې ناروا او غیر اسلامي کړنې تر سره کوي او دا تبلیغات کوي چې ګواکې دولت او نړیواله مرستندویه ټولنې د ولسونو لاس نیوی نشی کولی.

XS
SM
MD
LG