د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۱۰ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۶:۵۳

وسله والو په کراچۍ کې دوه نظامي پولیس په ډزو ووژل


وسله والو د پاکستان د سند ایالت په مرکز کراچۍ کې د پاکستان د نظامي پولیسو پر یوه موټر برید کړی او هغوی ته یې مرګ ژوبله اړولې ده.

د پاکستاني پوځ مطبوعاتي څانګې په یوه خپور کړي بیان کې ویلي چې نامعلومه وسله والو د سه شنبې په ورځ د کراچۍ ښار د صدر سیمې په ایم ای جناح روډ د نظامي پولیسو پر یوه موټر ناتاره ډزې وکړې چې په ترڅ کې یې لږ تر لږه ۲ نظامي پولیس ووژل شول.

له بلې خوا د دغه ښار امنیتي چارواکي وايي چې پر دغو پولیسو هغه وخت مخ پټو وسله والو برید وکړ چې د هغوی موټر له سیمې څخه د تېرېدو په حال کې وو.

د چارواکو په وینا، که څه هم برید کوونکي تر پېښې وروسته د پېښې له ځایه تښتیدلي، خو په خبره یې چې د هغوی د نیولو لپاره يې تلاشی عملیات ‎ پیل کړی دی.

د دغه ښار د پولیسو یوه جګپوړي مشر ډاکټر جمیل د پېښې په ځای کې له رسنیو سره په خبرو کې په دې اړه وویل:

"برید کوونکي چې مخونه یې پت کړي وو او پر یوه موټر سایکل ناست وو، د شاه له خوا نه د نظامي پولیسو پر موټر برید وکړ چې په نتیجه کې یې په موټر کې ناست دواړه پولیسان سخت ټپیان شول، چې بیا وروسته یې په روغتون کې ساه ورکړه."

کراچۍ د پاکستان تر ټولو ستر تجارتي ښار دی چې امنیتي ځواکونو په کې له تېروو دوو کلونو راهیسې د ترهګرو، سړي تښتوونکیو او په نورو جرمونو کې ککړو کسانو پر ضد هدفي عملیات پیل کړي دي.

په دې وروستیو کې په دې ښار کې پر امنیتي ځواکونو په داسې وخت کې بریدونه ډېر شوي چې د پاکستاني پوځیانو د تېر کال له جون راهيسې افغان پولې ته څېرمه په شمالي وزیرستان او ځینو نورو قبايلي سیمو کې د ضرب عضب په نامه پوځي عملیات پيل کړي، چې لا هم روان دي.

که څه هم وسله والو تر دې مخکې په کراچۍ کې پر پولیسو، رینجرز ځواکونو او ترافیکو بریدونه ډېر کړي، خو دا لومړی ځل دی، چې دوی پکې نظامي پولیس هم په نخښه کړي دي.

له بلې خوا د پاکستان سیاسي او پوځي مشرانو په کراچۍ کې د ملټري پولیسو پر موټر وسله وال برید په سختو ټکو غندلی، دا يې د روانو پوځي عملیاتو غبرګون بللیاو د پېښې د بېړنیو تحقیقاتو امر يې ورکړی دی.

د یادونې وړ ده، چې تر دې دمه لا کومې وسله والو ډلې ددغه برید مسوولیت پر غاړه نه دی اخیستی.

راپور: ذبیح مومند

XS
SM
MD
LG