د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۱۰ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۴:۴۵

احمدزی: د قبایلي سیمو پښتنو د ازادي د سلبولو اجازه چاته نه ورکوو


د ولسي جرګې دویم مرستیال محمد نذیر احمدزی
د ولسي جرګې دویم مرستیال محمد نذیر احمدزی

افغانان وايي چې هېڅکله اجازه نه ورکوي؛ پاکستان دا هڅه بریالۍ کړي چې ټولې قبایلي سیمې په یوه سیاسي واحد بدل کړي یا یې د خیبرپښتونخوا په ایالت پورې وتړي.

ولسي جرګه وايي، پاکستانی حکومت د دې واک نه لري چې په خپل سر قبایلي سیمې په خپل سیاسي کنټرول کې راولي او نه به افغانان دا اجازه ورکړي.
د دې جرګې دویم مرستیال محمد نذیر احمدزي په دې اړه ازادي راډيو ته داسې وویل:

"د هاخوا پښتنو د آزادي د سلبولو اجازه چاته نه ورکوو. دا موضوع یواځې د هغوی موضوع هم نه ده؛ دې خوا او هاخوا یو پښتون دی. دا به دومره اسانه خبره هم نه وي چې دوی وشي کولای په څو جلسو باندې دغه رقم مهمې موضوع ته له سلا پرته پرېکړه وکړي."

ښاغلي احمدزي هیله وښوده چې ولسونه دې په خپله برخلیک وټاکي نه دا چې حکومتونه یې په زور دې ته اړ باسي چې هر ډول پرېکړو ته غاړه کیږدي.

د پاکستاني رسنیو د راپور له مخې د پاکستاني حکومت؛ ځینو سیاستوالو او د قبایلي سیمو د یو شمېر پارلماني استازیو په خوښه یوه عالي کمېټه جوړه کړې چې په کې د قبایلي سیمو د اصلاحاتو او د پاکستان په سیاسي ادارو کې د هغوی د شاملولو په اړه په کې بحث کیږي.

قبایلي سیمې چې پاکستان یې وسطي قبایلي سیمې یا منځنۍ پښتونخواه بولي د کونړ، ننګرهار، پکتیا، خوست او پکتیکا په ګاونډ کې پرتې سیمې دي چې نفوس یې څلورو میلیونو ته رسیږي او له کلونو راهیسې خپلواکه دي.

د پولو دواړو خواوو ته د وزیر، مومند، مسعود، اورکزیو، شینوار، اتمانزیو او ځینو نور لوی قومنونه پراته دي چې له ډېرو کلونو راهیسې نا امنه ساتل شوي او د دغو ناامنه پاتې کېدو لامل یې هم د پاکستان د حکومت پرله پسې پلمې او دسیسې بلل کیږي.

د پخواني ولسمشر سلاکار وزیر او سیاستوال شهزاده مسعود ازادي راډیو ته وویل؛ پاکستان د قبایلي سیمو د اکثرو مشرانو په وژلو سره غواړي چې خپله دایمي هیله چې دا سیمې په کنټرول کې راولي پوره کړي:

"بدبختانه په دغو دوو لسیزو کې دا خلک په دومره وځپل شول چې په شکل د اشکالو باندې سخت کمزوري شول. ډېر زیات قومي مشران هم په شمالي او هم په جنوبي وزیرستان کې له منځه لاړل. دغه قومونه اوس اکثره له دغو سیمو مهاجر شوي هم دي او ښارونو ته تللي دي.

زه فکر کوم چې اوس دوی زمینه دې برابره کړه چې د دوو لسیزو مخکې خپل پلان عملي کړي. خو که یې عملي کړي زه فکر نه کوم هغه ترهګرې ډلې چې په شمالي او جنوبي وزیرستان کې دي هغه په بشپړه توګه له دې ځایه ورکې شي."

ښاغلی مسعود ټینګار کوي چې له پخوا د پاکستان د دغو هڅو په اړه تند عکس العمل ښودل شوی او که څه هم اوس وخت په دغو قبایلو کې پخوانی ځواک نه دی پاتې خو بیا به هم هیڅکله دا دسیسې ونه مني.

هڅه مو وکړه چې د افغان حکومت نظر هم د پاکستان د دغو هڅو په اړه واخلو؛ خو د سرحداتو او قبایلو چارو وزارت چارواکي وايي چې هڅه کوي؛ تر هر اړخیزو سلا مشورو وروسته په دې اړه خپل دریځ اعلان کړي.

که پاکستان په دغه کار بریالی شي، آزاد قبایل به نور د پاکستان په اداري واحد واوړي؛ خو افغان کارپوهان او لیکوالان د پاکستان دا هڅې په کوزه او بره پښتونخواه کې د افغانانو ویشل او د افغانستان په خلاف د دې سیمې د کارولو په معنی بولي.

یوه سیاسي کارپوه ډاکټر فیض محمد ځلاند د دوشنبې په ورځ آزادي راډیو ته وویل چې که احیاناً پاکستان آزاد قبایل د یوې واحدې ادارې په توګه راولي د ډیورند لاین د رسمي کولو هڅه به یې کامیابه وي او افغانانو ته به لویې ستونزې رامنځته کړي.

"په لوی لاس دې ته داسې زمینه برابریږي چې دا دې په یوه صوبه یا په یوه ولایت باندې واوړي او یا هم د پښتونخوا ایالت یوه برخه وګرځي. که دا کار ترسره کیږي دوه ډېر بد عوامل به یې وي. یو دا چې د نړېوالو تعهداتو خلاف به یو کار وشي. د ډیورنډ د کرښې تعهدات خو په لومړي سر کې رامنځته شوي نه دي؛ بیا که چېرته په تاریخي لحاظ باندې څه شواهد یې رامنځته کېدو ته موجود وي؛ اوس د انګلستان حکومت له منځه تللی دی دا تعهدات باید له سره نوي شي.

دویم دا چې داسې ضمانتونه نشته چې کله له دې نه یو سیاسي جوړښت رامنځته کیږي؛ دا به د افغانستان په خلاف نه کاریږي."

د افغان کارپوهانو په باور دا چې افغان حکومت او افغان ولس د پاکستان دا دایمي هیله چې ډیورنډ کرښه رسمي بڼه غوره کړي ماته کړې ده؛ اوس یې د دغو سیمو سیاستوال او ځینې پښتانه لیکوالان دې ته هڅولي دي چې د هغوی له شومو پلانونو ملاتړ وکړي او په عامو خلکو کې د دې خبرې د منلو ذهنیت رامنځته کړي.

دا کارپوهان وايي چې د افغان ولس د جلا کولو لپاره د پاکستان دا دسیسه به هیڅکله د خلکو لپاره د منلو وړ نه وي او ان د پولې هاخوا اکثر خلک به هم د پاکستان له دغو هڅو سره جدي مخالفت وښيي.

راپور: صفي الله ستانکزی

XS
SM
MD
LG