د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
پنجشنبه ۹ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۶:۰۱

کابل: د ۷کسانو د سر پرې کېدو د غندنې په اړه مظاهره په تاوتریخوالي واوښته


د وسله والو مخالفانو له خوا د اوو کسانو د سر پرې کېدو د غندنې په غبرګون کی د لسګونه زرو کسانو مظاهره په تاوتریخوالي بدله شوه.

دا مظاهره وروسته له هغې په تاوتریخوالي بدله شوه چې مظاهره کوونکو غوښتل چې د جمهوري ریاست د چارو ادارې ته داخل شي.

لومړي معلومات ښیي چې په دې پیښه کې اته مظاهره کوونکي ټپیان شوي.

مظاهره کوونکو د هغو اوو کسانو مړي چې په زابل کې یې سرونه پرې شوې د ارګ مخې ته راوړي او د ملي وحدت حکومت د مشرانو د استعفا غوښتنه کوي.

دا مظاهره نن سهار پیل شوې، مظاهره کوونکو پریکړه لیک هم صادر کړ.

پخواني

په کابل کې د اوو کسانو د سر پرې کېدو د غندنې په اړه د لسګونه زرو کسانو لاريون لا هم دوام لري.

مظاهره کوونکو د هغو اوو کسانو مړي چې په زابل کې یې سرونه پرې شوې د ارګ مخې ته راوړي او د ملي وحدت حکومت د مشرانو د استعفی غوښتنه کوي.

دا مظاهره نن سهار پیل شوې خو تر اوسه هیڅ دولتي مقام د دغو مظاهره کوونکو په وړاندې حضور نه دی پیدا کړی.

دوی له افغان حکومت څخه وغوښتل چې د دې پیښې عاملین او برمته نیونکي وپیژني او محاکمه یې کړي.

پخواني:

په کابل کې لسګونو زرو کسانو مظاهره لاهم روانه ده.

مظاهره کوونکو د هغو اوو کسانو مړي چې په زابل کې یې سرونه پرې شوې وو، پښتونستان واټ ته راوړي دي.

مظاهره کوونکي په خپلو شعارونو کې د عدالت غوښتنه کوي.

تر دې وړاندې د کابل په لویدیځه څنډه کې هم سلګونو کسانو په لاریونونو سره د دغو کسانو وژنه په سختو الفاظو وغندله .

دوی له افغان حکومت څخه وغوښتل چې د دې پیښې عاملین او برمته نیونکي وپیژني او محاکمه یې کړي.

د زابل د سیمه ییزو چارواکو په خبره له دغو کسانو څخه په دې وروستیو کې د داعش وسله والو سرونه پرې کړي دي.

بل خوا په زابل کې د دغو اوو تنو وژل کېدل سخت غبرګونونه راپارولي دي.

د یوناما یا په افغانستان کې د ملګروملتونو د مرستندوی ماموریت د دغو اوو تنو وژل کېدل غندلي دي.

په دې اړه خپره شوې خبرپاڼه کې د افغانستان لپاره د ملګروملتونو د ځانګړي استازي نیکولاس هایسم له قوله راغلي چې دا یو ویرونکی عمل او جنګي جنایت دی.

له بلې خوا د بشري حقونو خپلواک کمیسیون د دغو اوو تنو د وژنې د پیښې په غندلو سره له افغان حکومت څخه غوښتنه کړې، ترڅو د دغه هېواد د اتباعو امنیت تامین کړي.

د بشري حقونو خپلواک کمیسیون هم ټینګار کړی چې باید د پیښې عاملين تر عدلي او قضایې تعقیب لاندې ونیول شي.

له دې سره هم مهاله په کابل کې د امریکا سفارت او پخواني ولسمشرحامدکرزي هم دغه پیښه غندلې ده.

پخواني:

په کابل کې په لسګونو زرو کسانو مظاهره کړې او د هغو اوو کسانو مړي چې په زابل کې یې سرونه پرې شوې، پښتونستان واټ ته راوړي دي.

تردې وړاندې د کابل په لویدیځه برخه کې هم لسګونو زرو کسانو په لاریونونو سره د دغو کسانو وژنه په سختو الفاظو وغندله.

دوی له افغان حکومته وغوښتل چې د دې پیښې عاملین او برمته نیونکي وپیژني او محاکمه یې کړي.

د زابل د سیمه ییزو چارواکو په خبره له دغو کسانو څخه په دې وروستیو کې د داعش وسله والو سرونه پرې کړې دي.

دې پیښې د افغانستان په بېلابېلو سیمو کې د خلکو سخت غبرګونونه راپارولي دي.

پرون په بامیان ولایت کې هم سلګونو کسانو دغه وژنه وغندله.

د ولسمشر په ګډون لوړ پوړو حکومتي چارواکو هم دغه کړنه غیراسلامي بللې او په کلکه یې غندلې ده.

XS
SM
MD
LG