د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۳۱ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۷:۲۰

حنیف اتمر به له تروریزم سره د مبارزې په برخه کې له هندي چارواکو سره خبرې وکړي


کابل چاپ ورځپاڼو په خپلو نننیو ګڼو کې تر ډېره هند ته د افغانستان د ملي امنیت د شورا د سلاکار د سفر په اړه مطالب خپاره کړي دي.

هېواد:

هېواد دولتي ورځپاڼې په دې اړه په یو مطلب کې لیکلي چې ښاغلی اتمر به په دغه سفر کې له تروریزم سره د مبارزې په برخه کې له هندي چارواکو سره خبرې وکړي.

هېواد په خپل دغه مطلب کې لیکلي چې هند ته د ملي امنیت د شورا د سلاکار له سفر داسې ښکاري چې افغان حکومت د پاکستان له دوه ګوني سیاست زړه ماتی شوی او اوس غواړي چې له تروریزم سره په سیمه ییزه مبارزه کې د هغه د سیال هند مرسته وغواړي.

سرخط:

سرخط خپلواکې ورځپانې بیا په خپله نننۍ ګڼه کې په همدې اړه په یو خپور شوي مطلب کې لیکلي چې راپورنه وايي؛ هند ته به د ملي امنیت د شورا د سلاکار حنیف اتمر د سفر پر مهال یاد هېواد له افغان حکومت سره د څلورو Mi25 ډوله روسۍ ساخت جنګي هلیکوپټرو مرسته وکړي.

سرخط وړاندې په دې اړه د یوې هندي سرچینې له قوله لیکي چې نوي ډهلې افغانستان ته د دغو هلیکوپټرو د ورکولو په اړه په افغانستان کې د نړېوالو ځواکونو له عمومي قومندان جان کیمبل سره هم خبرې کړې دي.

خو لا روښانه نه ده چې دا هلیکوپټرې به څه وخت افغانستان ته وسپارل شي.

ویسا:
ویسا خپلواکې ورځپانې بیا په دې اړه په خپل یو مطلب کې لیکلي چې دا په ۲۰۱۱ کال کې د کابل او ډهلي تر منځ د ستراتېژیکو همکاریو د تړون تر لاسلیک ورسته لومړی ځل دی چې هندوستان جنګي، تهاجمي وسیله د افغانستان په واک کې ورکوي.

ویسا د رویټرز له قوله په خپل دغه مطلب کې لیکي چې یو افغان چارواکي چې نه یې غوښتل نوم یې واخیستل شي؛ ویلي چې ښاغلی اتمر به دغه شان په هند کې د افغفان ځانګړو ځواکونو د روزلو د وړاندیز په اړه هم له هندي چارواکو سره خبرې وکړي.

ویسا لیکلي چې ښاغلی اتمر به د همدې روانې په سر کې هند ته سفر وکړي.

XS
SM
MD
LG