د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۳۱ وری ۱۴۰۳ کابل ۱۱:۰۶

پاکستان: له افغان خاورې وسله والو اووه پاکستاني سرتیري وژلي


د پاکستان پوځي مقامات وايي چې وسله والو ډيورنډ کرښې ته څېرمه د جنوبي وزيرستان په قبايلي سيمه کې له افغان خاورې څخه د دوى پرملېشه ځواک بريد کړى چې لږترلږه ٧ سرتېري په کې وژل شوي دي.

د پاکستان پوځي مقامات په داسې وخت کې له افغان خاورې څخه پر خپلو ملېشه ځواکونو د بريد ادعا کړې چې په دې وروستيو کې په افغانستان کې ترورېستي بريدونه ډېر شوي، چې په ترڅ کې يې د اسلام اباد او کابل اړيکې د افغان دولت د هغو څرګندونو له امله ترينګلي شوي، چې وايي وسله وال د پاکستان خاوره د دوى پرضد کاروي.

د پاکستاني پوځ مطبوعاتي څانګې د سه شنبې په ورځ په يوې خپرې کړې خبرپاڼه کې ويلي چې دا پېښه د جنوبي وزيرستان د انګور اډې په سيمه کې رامنځته شوې ده. په دغه خبرپاڼه کې راغلي:

((نن سهار وختي د افغانستان له لوري د جنوبي وزیرستان په انګور اډې کې د سرحدي ملېشه ځواک پر پوستې د درنو وسلو ډزې وشوې، چې په نتيجه کې يې د ایف سي ځواک اووه سرتېري ووژل شول.))

په جنوبي وزيرستان کې پر پاکستانيو امنيتي ځواکونو دا بريد په داسې وخت کې شوى، چې امنيتي ځواکونو له تېر ٢٠١٤م کال راهيسې په شمالي وزيرستان او نورو قبايلي سيمو کې د وسله والو پرضد پراخ پوځي عمليات پيل کړي چې لاهم دوام لري.

پوځ ادعا کوي، چې په دې عملياتو کې يې زرګونه کورني او بهرني وسله وال وژلي او دغه راز وايي، چې د وسله والو پاکستاني طالبانو د تحريک مشر او ددې ډلې ډېر غړي د عملياتو له امله افغانستان ته تښتېدلي دي او له هغه ځايه پر پاکستاني پوستو بريدونه کوي.

خو له بلې خوا بيا په جنوبي وزيرستان کې د وسله والو طالبانو د مجلس عسکري ډلې يوه وياند له نامعلوم ځايه د ازادي راډيو مشال څانګې ته ويلي، چې دا بريد دوى کړى او تر يادې شوې مرګ ژوبلې يې د زياتو تلفاتو اړولو و ادعا کړې ده.

د پاکستان پوځي مقاماتو تر دې مخکې د روان کال په اګست کې هم ادعا کړې وه، چې وسله والو په خيبر ايجنسۍ کې له افغان خاورې پر پاکستاني پوستې بريد کړى او په اسلام اباد کې يې افغان سفير ته په دې اړه احتجاج هم کړى و.

په جنوبي وزيرستان کې په دې وروستيو کې پر پاکستانيو امنيتي ځواکونو بريدونه په داسې حال کې زيات شوي، چې ددې هېواد پوځيانو په ٢٠٠٩م کال کې په دې سيمه کې پوځي عمليات کړي وو او دا سيمه يې له ترهګرو پاکه اعلان کړې وه.

له بلې خوا بيا د قبايلي چارو څارونکي وايي، چې په شمالي وزيرستان کې د وروستيو پوځي عملياتو له امله ډېرى وسله وال ورڅېرمه نورو قبايلي سيمو ته تښتېدلي او له هغه ځايه ترورېستي بريدونه پلانوي.

راپور: ذبيح شفق

XS
SM
MD
LG