د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۳۱ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۵:۴۸

په افغانستان کې د ځان وژنې پېښې ډېرې شوي دي


د افغانستان د عامې روغتیا وزارت وايي چې په دغه هیواد کې د تیرو کلونو په پرتله د ځان وژنې پیښې ډيرې شوي دي.

سږ کال که د سیاسي ځان مرګو بریدونو شمېره او له کبله یې اوښتي تلفات لوړ وه؛ د عامې روغتیا وزارت د هغو کسانو په شمېر کې هم د زیاتوالي خبره کوي چې له نړۍ یې زړه تور او ځان وژنې ته مخه کوي.

د افغانستان د عامې روغتیا وزارت مرستیاله ناجیه طارق وايي چې سږ کال د ځان وژنې د مخنیوي نړېواله ورځ په داسې حال کې نمانځي چې د تېرو کلونو په پرتله د ځان وژنې فردي پیښې ډېرې شوي دي.

اغلي طارق وايي، له دې سره چې دا شمېره لوړه شوې څيړنې ښيي چې د ځان وژنو د مخنیوي او ژوند ژغورنې لپاره ټولنو او ادارو هم لازم کارونه نه دي کړي.

((یو شمېر ارقام چې موږ له روغتونونو څخه راټول کړي دي؛ څرګندوي چې د ځان وژنې په مخنیوي کې کوم توپیر نه لیدل کیږي؛ بلکې د تېر کال په پرتله دا پېښې ډېرې شوي دي.))

د افغانستان د عامې روغتیا وزارت د معلوماتو له مخې په تېرو کلونو کې د ځان وژنې شمېره ۲۳۰۰ تنو ته رسېده.

دغه وزارت د اړونده نورو وزارتونو او ادارو سره یو ځای د ځان وژنې د مخنیوي؛ لاس نیوي او د ژوند ژغورنې تر شعار لاندې د دوشنبې په ورځ د ځان وژنې د مخنیوی نړېواله ورځ ونمانځله.

ویل کیږي چې بې کاري، بې وزلي، په هېواد کې دوام داره جنګونه؛ د بشري حقونو سرغړونې، د ټولنیزو حقونو نه مراعت ناپوهي او ګن نور هغه عوامل دي چې په هېواد یې ځان وژنو ته زمینه برابره کړې ده.

د ښځو چارو وزارت وايي چې د نورې نړۍ خلاف په افغانستان کې د ځان وژنې ډیری قربانیانې ښځې دي او په دغه هېواد کې د ځان وژنو ۹۵ فیصده دوی جوړوي.

د ځان وژنې د ناکامه پېښې یوه قرباني چې د کورني تاوتریخوالي له امله یې ځان ته اوراچولی و؛ خو ژوند یې ژغورل شوی د تاوتریخوالي کیسه کوي:

((خدای شاهد دی چې راته ویل یې؛ خپل سر دې په دېوال وواهه؛ زه یې اول په دې ګناه وهلم چې ولې مې دوه لوڼه زیږولي دي؛ دوی به راباندې خندل او مسخره کولم یې؛ بیا هم ما هېڅ نه شو ویلای ځکه ښځه وم؛ اخر اړه شوم چې پر سر تیل واچوم او ځان ته اور ورکړم.))

هغه چې لا یې هم په بدن د اور داغونه دي؛ وايي چې اوس پوه شوي چې ځان وژنه د حل لار نه ده.

له دې سره د اطلاعات او فرهنګ وزارت د ځوانانو چارو معینیت وايي؛ هغه کسان چې ځان وژنه کوي؛ ډېری یې له ۱۴څخه تر ۱۹ کلونو پورې عمرونه لري.

د ځوانانو چارو معین ډاکټر کمال سادات په دې باور دی چې د ملي ستراتژي د عملي کېدو؛ بوختیاوو رامنځته کېدو، د پوهاوی کچې لوړول او د ټولو ادارو ګډ کار کولای شي دا اندېښنه لرې کړي.

((څوک چې ځان وژنه کوي هغه ناکام خلک دي؛ موږ د دوی نه غوښتنه کوو چې د ژوند ستونزو د حل لار یوازې ځان وژنه نه ده؛ نورې ډېرې طریقې دي چې په هغې کې کامیابیدای شي او هغه قانوني او اسلامي لارې دي؛ نو باید هغې ته پاملرنه وشي.))

په داسې حال کې چې ځان وژنه په نړۍ کې یوه نا حل شوې موضوع یادیږي؛ شمېرې ښيي چې هر کال نږدې یو میلیون کسان په دغه عمل لاس پورې کوي.

له تېرو پنځو کلونو راهیسې چې افغانان هم له دې امله ځورېږي؛ افغان حکومت هڅه کوي چې د غونډو په جوړولو او د دغې ورځې په نمانځلو سره د خلکو د پوهاوي کچه لوړه او د ځان وژنې د احتمالي پېښو مخه ونیسي.

راپور: یوسف خان ځدراڼ

XS
SM
MD
LG