د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
شنبه ۱ غویی ۱۴۰۳ کابل ۰۲:۵۹

په افغانستان کې د خوړو پر نه خوندیتوب د ملګري ملتونو اندېښنه


ملګروملتو په افغانستان کې د خوړو پر نه خوندیتوب اندېښنه ښودلې او وايي، له هرو څلورو افغانانو څخه یو یې د خوړو د خوندیتوب له ستونزې سره مخامخ دی.

د خوړو د خوندیتوب او کرنې د کلسټر- "اف. اس. اې. سي" د راپور له مخې په افغانستان کې د هغو خلکو شمېر دوه چنده شوی دی چې د خوړو له نه خوندیتوب سره لاس ګرېوان دی.

په دې راپور کې چې ملګروملتونو او څو همکارو ادارو یې په ګډه برابر کړی؛ د هغو افغانانو شمېر چې د خوړو د نه خوندیتوب له کبله د خپلو ځمکو خرڅلاو؛ یا له خپلو خپلوانو څخه مرستې غوښتو ته اړ وځي له یونیم میلیون زیات ښودل شوی چې د تېرکال په پرتله څه باندې درې لکه کسان پرې زیات شوي دي.

دا هغه وګړي دي چې له بېړنیو حالاتو سره د مقابلې لپاره یې خپل ټول امکانات لګولي او اوس دې ته اړ شوي دي چې خپلې ځمکې وپلوري؛ خپل ماشومان د کارکولو په مقصد له ښوونځیو وباسي او یا پر خپلو خپلوانو تکیه وکړي.

راپور یادونه کوي چې د مرستو کمښت دا ستونزه لا زیاتولی شي. د خوړو د نړېوال پروګرام استازي وحیدالله اماني آزادي راډیو ته وویل چې ملګري ملتونه په راروان ژمي کې له اړو افغانانو سره د مرستې لپاره دېرش میلیون ډالرو ته اړتیا لري:

((دا اوس موږ د بودجې له کمښت سره مخامخ یو او د دېرش میلیون په شاوخوا کې عاجلې مرستې ته اړتیا لرو؛ څو موږ د ژمي په موسم کې مخکې له دې چې لارې بندې شي؛ هغو سیمو ته چې لارې یې بندېږي او بیا تقریباً شپږمیاشتې ژمی په کې دوام کوي؛ مخکې له دې چې لارې بندې شي خوراکي مواد ورسوو.))

د راپور له مخې تېرکال په سلو کې څلور اعشاریه اوه افغانان د خوړو د نه خوندیتوب له ستونزې سره مخامخ وو، خو دا شمېره سږکال په سلو کې پنځه اعشاریه نهه ته لوړه شوې ده او په دې کې نیمايي هغه کورنۍ دي چې نارینه مشر نلري.

په راپور کې سپارښتنه شوې چې په لومړي سرکې باید هغو کورنیو ته ځانګړې پاملرنه وشي چې مشري یې ښځې کوي او یا له خپلو استوګنځایونو څخه بېځایه شوي دي. ښاغلي اماني همدې ډلې خلکو ته د مرستې پر اړتیا ټینګار وکړ:

((زموږ هغه د ژوند د ژغورنې پروګرامونه مثلا له یو کال څخه د ټیټو ماشومانو تداوي چې په خوارځواکۍ اخته دي، همداراز حامله او شیدې ورکوونکې میندې، چې په خوارځواکۍ اخته دي، همداراز په کابل کې موږ شاوخوا پنځوس داسې کمپونه لرو چې د افرادو ټولټال شمېره یې له پنځوسو تر شپېته زرو پورې رسېږي، موږ به ونشو کولای چې هغو ته رسیده وګړو. رسیده ګي به وکړو خو په هغه شکل چې لازمه ده ښايي اغېز یې هومره زیات نه وي.))

راپور همداراز یادونه کوي چې اوه اعشاریه درې میلیون وګړي یعنې له هرو څلورو افغانانو څخه یو یې په منځنۍ کچه د خوړو له نه خوندیتوب سره مخامخ دي.

راپور د ملګروملتونو د خوړو او کرنې د ادارې په حواله وايي چې که څه هم په افغانستان کې به سږکال یوڅه زیات غنم تولید شي خو ګڼ شمېر بېوزلي خلک به دا توان ونلري چې له بازار څخه خواړه په بیه وپېري.

XS
SM
MD
LG